د ټليګرام بنسټګر او لومړی اجرائيوي مشر پاويل دوروف په دې وروستيو کې په فرانسې کې نيول شوی دی. ټليګرام په ايران کې د انټرنېټ د کاروونکو د شمېر په لحاظ دوهمه لويه ټولنيزه شبکه ده، نو ځکه نوموړې پېښې په دغه هېواد کې د خلکو ډېره پاملرنه راجلب کړې او په نړۍ کې يې د لامل او موخې په اړه هم د بحثونو څپه راپورته کړې ده.
د فرانسې حکومت ولې دوروف نيولی؟
پاويل دوروف د څلورو هېوادونو (روسيې، فرانسې، سېنټ کيټس او نيويس او متحده عربي اماراتو) تابعيت لري. په فرانسې کې پر نوموړي د ترهګرۍ، د نشه يي توکو د معاملو، درغلۍ، پيسو مينځلو او ماشوم پورنوګرافۍ تورونه لګيدلي او که پر ثابت شي، ښايي په شل کلن بند محکوم شي.
پاويل دوروف په روسيه کې زېږېدلی او په ۲۰۱۳م کال کې يې په دغه هېواد کې د ټليګرام په نوم ټولنيزه شبکه جوړه کړې، چې اوس په ډېرو هېوادونو کې کاروونکي لري. د ټليګرام مقر په دوبي کې دی، نژدې ۹۰۰ ميليونه فعال کاروونکي لري او د روسي ژبې له عمده او مهمو ټولنيزو شبکو څخه دی او د اوکراين د کړکېچ پر مهال د روسانو او اوکراينيانو د غږونو مهم ډګر ګرځېدلی دی.
ټليګرام د کوډ کښنې د ځانګړي تخنيک له امله شهرت لري او کاروونکي پرې په سري کوډ پټ معلومات، انځورونه او ويډيوګانې شريکولی شي. ټليګرام د کاروونکو لپاره د پټو خبرو طريقه برابره کړې، چې تر دغې طريقې لاندې د کاروونکو خبرې له رمزه نه وځي او د خبرو ريکارډونه پر ټاکلي وخت اټوماټيک ډيلېټ کوي.
دوروف په تېر اپريل کې له يوه امريکايي خبريال سره مرکې کې ويلي، چې د امريکا استخباراتي اداره ټليګرام ته پاملرنه ډېره کړې او ځيني معلومات یې ترې غوښتي او هڅې کوي، چې د ټليګرام تخنيکګر استخدام کړي. نوموړي د امريکا موخه د دغه ډګر د ډېټا تر لاسه کول بللي دي.
د روسيې پارلماني غړی انيډ ايفليف په دې نظر دی، چې د لوېديځ استخباراتي ادارې غواړي د ټليګرام سري کوډ او د سري کوډ د کښلو ټېکنالوژي ترلاسه کړي او موخه يې دا ښودلې، چې دوی غواړي د پوځي مخابراتو په شمول سري معلومات له رمزه وباسي، ځکه دغه چاره د ناټو لپاره ډېر مهم اهميت لري.
پر ټولنيزو شبکو پر بیان ازادۍ بحثونه ډېر شوي.
د اېکس (پخوانی ټوېټر) خاوند ايلن ماسک په څو پوسټونو کې په ملنډو ويلي، چې په اروپا کې بيان ازادي نشته او د دوروف د خوشي کولو غوښتنه يې کړې ده. ماسک د اېکس په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې دوروف نيول شوی او دا امکان يې هم نه دی رد کړی، چې يوڅوک به پر اېکس هم ورته اقدام وکړي.
د ماسک اندېښنه معقوله او پر ځای ده.
ماسک د اېکس د واک له تر لاسه کولو وروسته ځينې خبرې افشا کړې او يوه پکې دا هم وه، چې ټويټر پخوا پټه ډله درلوده. د نوموړي په وينا، يادې ډلې د امريکا له فيډرالي تحقيقي بېرو (ايف بي ای) سره د کاروونکو د څار او د ټاکلو اکونټونو د بندولو په برخو کې همکارۍ کړې دي.
د ياد خبر له خپرېدو وروسته نور زيات اړوند معلومات هم په ډاګه شول او هممهاله امريکايي خبريال ماټ ټايي خبر ورکړ، چې د امريکا د استخباراتو مامورين په ټاکلي وخت د ټوېټر د ادارې له مشرانو سره ګوري او د ګڼ شمېر تش په نوم شکمنو اکونټونو د بندولو غوښتنې ترې کوي. بر سيره پر دې د امريکا حکومت د فېسبوک او مايکروسوفټ په شمول د ټېکنالوژۍ له نژدې ټولو لويو شرکتونو سره اړيکې ساتلې دي.
له بلې خوا، ټيکټاک د امريکا د ادارې او کنټرول وړانديزونه رد کړي او اوس ورته خنډونه جوړوي او له ستونزو سره يې مخ کړی دی.
امريکا تر څار لاندې د کاروونکو د نيولو او د دغه هېواد ملي امنيت ته د خطر جوړولو په پلمه پر ټيکټاک د بنديز لګولو او يا پر امريکايي کمپنيو د دغه شرکت د خرڅلاو لپاره هڅې کوي او د ټيکټاک اداره مجبوروي، چې يادې چارې ترسره کړي.
دوروف په خيالي ازاد لوېديځ کې د خبرو د ازادۍ حق له لاسه ورکړی دی. ايا هغه به په دې پوهيږي، چې بیان ازادي د امريکا او لوېديځو هېوادونو لوی دروغ دي.
د ټليګرام او ټيکټاک په شان ټولنيزې شبکې، چې د غرب کنټرول يې رد کړی، د خيالي ازادو خبرو په ځنځير د تړلو له خطر سره مخ دي.