د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۷ مې غونډې له سلامشورو وروسته په يو اتفاق د دوو سندونو («د بېجينګ اعلاميه» او «عملیاتي کړنلاره») د ۳۰مې کليزې د یاد پرېکړه ليک تصويب کړی دی.
د معلوماتو له مخې، د یاد پرېکړه ليک مسوده د بېجينګ په مشورې د چين، ډنمارک، فرانسې، کينيا او مکسيکو په ګډون د ۱۱۲ هېوادونو لخوا په ګډه وړاندې شوې ده.
په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په دفتر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين استازي چن شوی د دغه پرېکړه ليک په اړه رسنيو ته ويلي، چې ۳۰ کاله دمخه په بېجينګ کې د مېرمنو ۴مې نړیوالې غونډې کې د مېرمنو د موقف د لوړولو په تړاو « بېجينګ اعلاميه» او «عملیاتي کړنلاره» خپرې شوي او په نړۍ کې يې د مېرمنو د چارو د پرمختګ لپاره د ميل تيږه ټاکلې ده.
نوموړي ويلي، په تېرو ۳ لسیزو کې که څه هم د مېرمنو موقف په څرګند ډول لوړ شوی، خو «د بېجينګ اعلاميې» هراړخيز تطبیق لاهم له ننګونو سره مخ دی.
چن شوی زياته کړې، یاد پرېکړه ليک «د بېجينګ اعلاميې» د روحيې د بيا ټينګولو په موخه ترتیب شوی او په تصويبېدو يې د جنسي مساواتو د رامنځته کولو او په ګډې همکارۍ د ننګونو پر وړاندې د مقابلې په پار د بېلا بېلو خواوو ګډې هيلې انعکاس کړې دي.