د اروپايي ټولنې کمېټې د اکتوبر په ۲۹مې نېټې خبر ورکړی، چې د روانې مياشتې له ۳۱مې نېټې څخه به د چين له برېښنايي موټرونو د سبسایډۍ یا د حکومتي مالي مرستو پر ضد زیاتې ګمرکې تعرفې ولګوي.
يادې کمېټې ويلي، د چين د بي وايي ډي شرکت (BYD)، جيلي شرکت (GEELY) او سايک موټر شرکت (SAIC Motor) پر برېښنايي موټرو به په جلا جلا توګه ۱۷ سلنه،۱۸.۸سلنه او ۳۵.۳ سلنه زیاتې ګمرکي تعرفې ولګوي. چيني لوري د دغې پايلې د نه منلو دريځ څرګند کړی او د سوداګرۍ نړيوال سازمان د نښتو د حل ميکانيزم له لارې دعوا وړاندې کړې ده.
چين د اروپايي ټولنې یاده پرېکړه ولې نه مني؟
دا ښکاره حقیقت دی، چې د اروپايي ټولنې دغسي کړنې نامعقولې او غير قانوني دي او دغه ټولنه د مساوي سيالۍ په نوم ناعادلانه سيالۍ ترسره کوي او پروټېکشنيزم پورته کوي.
د اروپايي ټولنې دغه کړنې به نه يوازې د چين او اروپا ترمنځ د صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو همکارۍ زيانمنې کړي، بلکې اروپايي مشتريان به هم لا زياتې پيسې ولګوي. دغه راز په اروپايي ټولنه کې د پانګونې چاپېريال به له دې امله خراب شي او د زرغون اقتصاد پرمختيايي بهير کې به خنډونه جوړ شي.
اقتصادي چارو ته په کتو، د اروپايي ټولنې ياده پرېکړه به د موټرو چارو د صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو ثبات ته زيانونه ورسوي او د اروپايي ټولنې د موټرو شرکتونو او مشتريانو ګټې به زيانمنې کړي. د فرانسې د رېناولت شرکت (Renault) اجرايه مشر لوکا ده ميو رسنيو ته ويلي، که اروپايي ټولنه له چيني شرکتونو سره ښې همکارۍ ونه کړي، د اروپا د برېښنايي موټرو پرمختيايي بهير به لا نور هم ستونزمن شي.
بي اېم ډبليو (BMW) شرکت په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د اروپايي ټولنې يادې کړنې به د خپلو شرکتونو د سيالۍ توان لوړ نه کړي، بلکې د نړۍ همکارو شرکتونو ته به هم زیانونه ورسوي. د جرمني د موټر صنعتي ټولنې رئيس مولېر په يوې اعلاميې کې د اروپايي ټولنې ياده کړنه د نړۍ د ازادې سوداګرۍ لپاره شاتګ بللی او په خبره یې، اروپايي مشتريان به یې لوړې بيې پرې کړي او په ورته وخت کې به د چين او اروپا د پانګونې پر همکاريو هم بد سیوری وغوړوي او د اروپا سوداګريز چاپېريال کې به اندېښنې راپورته کړي.
ولې اروپايي ټولنه د چين پر برېښنايي موټرو لوړې تعرفې لګوي؟
اروپايي ټولنه هغه تصدۍ تنګوي او اړ کوي يې، چې د چين پر ځای اروپا کې پانګونې او فابريکې جوړې کړي، خو شنونکي د اروپايي ټولنې دغه فکر ناسم بولي او وايي، يوازې ورخلاصون او ښه بازاري چاپېريال کولی شي، په کور دننه او بهر تصدۍ او شرکتونه راجلب کړي.
اروپايي ټولنه له يوې خوا د چین د برېښنايي موټرو شرکتونو ته ګواښونه کوي او له بلې خوا ترې د پانګونې غوښتنه کوي او دغو ضد او نقیض کړنو ته به یې کوم شرکتونه زړه ښه نه کړي او د دې تر څنګ، اروپايي ټولنه به په دغسې کړنو د خپلو صنايعو زرغون بهير او د اقليمي بدلون ضد نړيوالو هڅو ته هم زيانونه ورسوي.
.اروپايي ټولنه پلان لري، چې ۲۷ غړي هېوادونه يې بايد تر ۲۰۳۰م کال پورې د کاربن ايستنه ۵۵ سلنه کمه کړي او تر ۲۰۵۰م کال پورې باید صفر ته د کاربن ايستنې اندازې د رسېدو موخه پوره کړي، خو د نوښت د کمښت او د سرمايې د لوړوالي له امله يې زرغون بهیر له خنډونو سره مخ دی.
د شنونکو په اند، چین د زرغون پرمختګ ابتکاري تخنيکونه لري او که اروپايي ټولنه ورسره د برېښنايي موټرو همکاريزې اړيکې پرې کړي، نو خپل ځان ته به ستونزې جوړې کړي.
ارويايي ټولنه اوس وايي، د چيني برېښنايي موټرو د بيو ژمنو په اړه به له چين سره دوامدارې مشورې وکړي، خو چين بیا هر وخت د ډيالوګ او سلامشورو له لارې د سوداګريزو کړکېچونو پر هواري ټينګار کړی دی.
د چین په نظر، اروپايي ټولنه بايد د شرکتونو ريښتني او معقول غږونه واوري او ژمنو ته باید د عمل جامه واچوي.