پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه ژوند

دغه اووه کړنې د دې لامل کېږي چې نور خلک درته احترام وکړي

ژباړه: جواد تیموري

مارچ 6, 2019
in ژوند
0 0

نږدې ټول انسانان، که په هر عمر کې دي، دا خوښوي چې په ټولنیز ژوند کې ورته احترام او درناوی وشي او په ټولنه کې د ځان لپاره ځانګړی ځایګوټی ولري. د بېلګې په توګه، کله چې تاسو ته کوم مسوولیت سپارل کېږي او یا هم کوم مقام او منصب ته رسېږی، نو لومړۍ غوښتنه مو دا ده، څو هغه کسان چې ستاسو تر لاس لاندې ژوند کوي، درته احترام ولري، خو دغه احترام او درناوی په خپله نه رامنځته کېږي، بلکې د ترلاسه کولو لپاره یې لازمه ده چې له نورو سره ښه چلند وکړو، څو هغوی هم موږ ته درناوی وکړي.

ممکن کاري ټیم مو یوازې ځینو عادتونو، پوهې، ځیرکۍ او یا وړتیا ته احترام ولري، خو اساسي خبره دا نه ده، بلکې ډېر نور شیان هم شته چې کېدای شي له کبله یې تاسو د خلکو له لوري د احترام وړ وګرځی.

په ټوله کې، که مو په کاري او ټولنیز چاپېریال کې د نورو احترام او درناوی ترلاسه کړ، په دې پوه شی چې دغه وخت بریالي یی. په دې لیکنه کې هغه لارې چارې درته ښیو چې په پلي کولو سره به یې له شک پرته د نورو له لوري د احترام وړ وګرځی:

1– مهربان اوسئ

تل له ټولو هغو کسانو سره چې د ورځې په اوږدو کې ورسره مخ کېږی، که هغه مو مېرمن، بچیان، ملګري، همکاران او یا هم کارکوونکي وي، په ډېرې مهربانۍ او ادب سره ورسره چلن وکړئ. که غواړئ چې په رښتینې توګه د نورو له لوري د احترام وړ وګرځئ، نو مهربانه و اوسئ، که څه هم دغه څه درته په لوړه بیه تمام شي.

نورو ته هم په هماغه ډول احترام وکړئ، څرنګه یې چې د ځان لپاره غوښتونکي یی. په کاري چاپېریال کې مو هڅه وکړئ، کوم چې ټولنیز نزاکتونه په پام کې نیسي. د بېلګې په توګه، که تاسې په یوه مجلس کې ناست یی او په دغه وخت کې مو دغه مجلس ته یو بل همکار راځي، هڅه وکړئ چې د روغبړ لپاره ورته په خپل ځای کې ودرېږئ او حتا د دې غوښتنه ترې وکړئ چې ستاسو پر څوکۍ یا ځای کېني. که څه هم هغه به حتماً ستاسو پر ځای د کېناستلو هڅه ونه کړي، خو دغه څه د دې لامل کېږي چې زړه یې ترلاسه کړی او د درناوي وړ یې وګرځئ. په کاري او ټولنیز چاپېریال کې مو خندا له یاده ونه باسئ او د (مننه کوم) ( هیله کوم) کلمې ډېرې وکاروئ.

۲- له نورو سره له درناوي ډک چلن وکړئ

په ټولنیز ژوند کې مو له هغو کارونو ډډه وکړئ، چې د ټولنې د اصولو او نورمونو خلاف دي، یا په ټولنه کې ورته په بده سترګه کتل کېږي. د بېلګې په توګه، د نورو خبرو ته غوږ نه نیول، د خبرو په وخت اخوا دېخوا کتل، له ټلیفون څخه ډېره استفاده کول او داسې نور. دغه راز د دې هڅه مه کوی چې ډېرې خبرې وکړئ، بلکې ښه اورېدونکي شی، نورو ته د دې وخت ورکړئ چې خبرې درته وکړي، د زړه خواله درسره وکړي او تاسو یې هم په ښه غور سره واورئ؛ ځکه هرڅوک د دې حق لري چې خبرې یې واورېدل شي، حتی تر دې چې که تاسو یې له فکر او خبرو سره هم موافق ن وی. دغه څه هغه وخت په ښه توګه درک کولای شی چې ځان مو د مخاطب پر ځای تصور کړی، فکر وکړئ چې څومره به لېواله وی چې نور خلک مو خبرې واوري.

۳- ښه غوږ نیوونکي شئ

غوږ نیول په دې مانا دي چې تاسو مو زاړه او له کاره لوېدلي افکار او باورونه له ذهنه غورځوی او دېته لېواله یاست، چې په ژوند کې مو نوي څه او تر پخوانیو هغو ښه څه زیات کړی. کله چې تاسو خبرې کوی، ښايي داسې څه ته اشاره وکړی چې اورېدونکی مو یې هم په خپل ژوند کې ورته تجربه ولري. د دې پر ځای چې په خبرو پیل وکړی، ښه دا ده چې د څو پوښتنو په مطرح کولو سره مو اورېدونکی/اورېدونکي دېته وهڅوی چې د خپلو شخصي تجربو په اړه درته یو څه ووایي. کله چې تاسو دغه څه ترسره کوی، مقابل لوری مو داسې فکر کوي چې درته ارزښتمن دي.

۴- ګټور واوسئ

هغه کسان چې هر وخت دې ته تیار دي چې له نورو سره مرسته وکړي یا په مناسبو ځایونو او وختونو کې د نورو خبرو ته غوږ نیسي او یا هم د دې په لټه کې وي، چې له نورو سره مرسته وکړي، د نورو له لوري د زیات احترام وړ ګرځي. له نورو سره د مرستې په لټه کې شی، خپل مسوولیت وپېژنئ، تر هغه وخته مه انتظارېږئ چې نور خلک درنه د مرستې غوښتنه وکړي؛ که یو څوک وینی چې مرستې ته اړتیا لري، له ځنډ پرته یې لاسنیوی وکړئ.

۵- بهانې مه لټوئ

له ځینو مواردو پرته، ستاسو د ژوند ټولې چارې ستاسو له غوښتنو او ټاکنو سره سمې مخ ته ځي، نو له همدې کبله د دې فرصت کم دی چې د ماتو او ناکامیو لپاره مو بهانې ولټوی. دلته څو هغو بېلګو ته اشاره کوم، چې ډېری وخت یې د پاتې راتلو په صورت کې ورته توجیهات جوړوو او بهانې لټوو: د بېلګې په ډول، که تاسو خپلې دندې، پوهنتون او یا هم ښوونځي ته په خپل وخت نه ځی، ښایي د دغه کار لپاره بېلابېلې بهانې ولټوی، توجیهات ورته جوړ کړی، خو په دغو شیانو تاسو هېڅ هم نه شی کولای، بلکې ستونزې مو نورې هم پېچلې او لویوی، په دغه ځای کې ستاسو اساسي او یوازینۍ ستونزه دا ده چې خپل وخت مو نه شی مدیریت کولای، نو له همدې کبله له نورو توجیهاتو او بهانو لټولو ډډه وکړئ او د خپلې اساسي ستونزې د حل په لټه کې شی(وخت مو مدیریت کړئ).

بله بېلګه دا ده چې که مو کار په خپل وخت او ځای سرته نه رسوی، نو اساسي ستونزه مو دا ده چې پر دغه کار مو تمرکز نه کوی او یا په یو ډول درته لومړیتوب نه لري. خپلې خطاوې مو ومنئ او د دې په لټه کې شی چې په راتلونکي کې یې له تکرار څخه مخنیوی وکړی.

۶- غوسه مو مدیریت کړئ

غوسه او ناراحتي له تاسو پرته هېچاته زیان نه رسوي. غوسه یو احساس دی، موږ نه شو کولای چې د غوسې له رامنځته کېدو مخنیوی وکړو، بلکې کولای شو چې مدیریت یې کړو. په دې پوه شی چې ډېری غوسې د دې له کبله وي، چې خپل کار ته مو منظم پلان او وخت په نظر کې نه وي نیولی او غیر منظم کار د غوسې د رامنځته کېدو سبب شوی وي. نو که غواړی چې ذهني فشارونه او غوسې مو مدیریت کړی، یوازینۍ لاره یې دا ده چې منظم کاري چوکاټ او پروګرام ولری او خپل کار ته له ټاکلي وخت څخه له ۱۰ تر ۱۵ دقیقو مخکې ولاړ شی، فکر وکړی او وروسته په ارامۍ سره خپل کار پیل کړی.

۷- د بدلون هڅه وکړئ

په یوه ځای کې پاتې کېدل تاسو هېڅ ځای ته نه شي رسولای، نو له همدې کبله دا ومنئ چې بدلون په ژوند کې د پرمختګ لپاره اساسي او اړین شرط دی. دغه راز د فردي ودې او پرمختګ لپاره مو پر وړتیاوو کار وکړی. د بېلګې په توګه، د نویو مهارتونو د زدکولو هڅه وکړئ، نوي کارونه مو په ژوند کې تجربه کړئ او د دغو مهارتونو او وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره لاس پکار شئ.

Share24Tweet9Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

مارچ 12, 2026

پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

مارچ 12, 2026

سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

مارچ 12, 2026

ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In