پنجشنبه, اپریل 23, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کندهار ته راغلی اسټرلیایی سیلاني مسلمان شو

    هوا حالات؛ په ۲۳ ولایتونو کې نن د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

    م.م: افغانستان کې ۸۴۰ زرو کسانو د څښلو اوبو ته لاسرسی موندلی

    لوګر؛ د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه معلوماتي څېره

چارلي چاپلېن

حکمت ارین

اکتوبر 2, 2018
in څېره
0 0

د برېټانيې مشهور فلمي هنرمند چارلي چاپلېن د ١٨٨٩ ز كال د اپرېل په ١٦ مه په لندن كې وزېږېد. پلار او مور يې سندرغاړي وو. په پنځه كلنۍ كې چاپلېن د خپلې مور پر ځای په يوه نمايش كې سندرې وويلې او نندارچيانو یې ډېره ستاينه وكړه، تر هغې وروسته چاپلېن په هنري صحنه كې په خپل هنري ژوند پيل وكړ. كله چې هغه د كارنون په ننداريز هنري پلاوي كې گډون وكړ او د گونگ مرغه په نامه ډرامه كې يې اصلي رول ولوباوه، له هغه وروسته د یو بریالي ممثل په توګه را ښکاره شو.

تر ١٩٠٠ ز كال وروسته چاپلېن په امريكا كې پر خپلو ګرځنده هنري نندارو پيل وكړ او ستر برياليتوبونه يې ترلاسه كړل. په ١٩١٤ ز كال هغه په امريكا كې د لومړي ځل لپاره په فلم كې رول ولوباوه او ورپسې يې په همدې كال کې په ٣٥ نورو فلمونو كې برخه واخیسته. تر ١٩١٤ ز كال وروسته چاپلېن په فلمي پرده كې خپل ځانګړى صورت خلكو ته وښود. چاپلېن د ١٩١٤ ز  تر ١٩٦٧ ز كال پورې نږدې په ٩٠ فلمونو كې  د یو  ممثل رول لوبولی دی٠ په فلمونو كې د چاپلېن له خوا لوبول شوى رول اساساً د عادي او معمولي خلكو صورت و. د دغو عادي كسانو ژوند تل له ستونزو سره مخامخ كېده، خو دوى د ستونزو پر وړاندې سرونه  ټيټ نه کړل او په ډېر جرئت سره يې له بېلا بېلو ستونزو سره مقابله كوله. هغه په فلمونو كې د كاپيټالېسټي ټولنې د بدو او ناوړو پديدو په مقابل كې تېز طنز او مسخره ترسره كړه.

چاپلېن په كوميډي برخه کې يو ستر هنرمند و. هغه په خپلو فلمونو كې د طنز او مسخرې په واسطه د فلم نندارچيانو ته كيسې ويلې. نوموړي په فلمونو كې نه يوازې د كاپيټالېسټي ټولنې د ناوړو او بدو پديدو په هكله له تېز طنزه كار واخیست، بلكې له انسانانو سره يې خپله مينه هم څرگنده كړه. د بېلگې په ډول: په مډرن ټايمز، لوى ديكتاتور او نورو فلمونو كې يې له خلكو سره خپله توده مینه او احساسات وښودل.

چاپلېن د كوميډۍ لوى استاد او ستر فلمي هنرمند و. نوموړي خپل ټول عمر فلمي هنر ته وقف كړی و، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو او سيمو كې خلك د ده د فلمونو مینه وال دي. چاپلېن په ١٩٧٦ ز كال كې د چين د شانگهای ښار ته سفر وكړ او د چين د بيجېنگ اوپرا د مشهورو هنرمندانو د په زړه پورې او خوندورو تمثيلونو ننداره يې وكړه.

د شلمې پېړۍ په پنځمه لسيزه كې چاپلېن په امريكا كې له زياتو سياسي بريدونو سره مخامخ شو. هغه اړ شو چې له خپلې كورنۍ سره يو ځای له امريكا نه سويس ته هجرت وكړي. چاپلېن په خپل ژوندانه كې څلور ځله واده وكړ او نوموړي ټولټال اته ماشومان درلودل. د ١٩٧٧ ز كال د ډسمبر په ۲۵مه د نړۍ دغه مشهور كوميډين او فلمي هنرمند چارلي چاپلېن د ٨٨ كالو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې. چاپلېن ومړ، خو څېره يې اوس هم د خلكو په ذهنونو كې ژوندۍ ده او دغه ژونديتوب به تر پېړيو پورې دوام کوي.

چاپلېن نه یوازې یو ښه ممثل و، بلکې نوموړی یو له هغو کسانو و چې ښه لیک یې کاوه او ډېرې قوي او ژورې خبرې یې هم کولې.

څو کاله وړاندې کله چې جارالډين غوښتل نوی د سينما نړی ته ننوځي، چاپلېن ورته يو ليک ليکلی چې د نړی يو له ښکلو او له شوره ډکو ليکونو څخه شمېرل کېږي.

د لیکوال او پیاوړي ژباړن ښاغلي لطیف بهاند په خبره، چاپلېن یو پیاوړی لیکوال و. ښاغلي بهاند یې یو لیک چې نوموړي خپلې لور ته لیکلی و، ژباړلی دی. دلته یې یوه برخه د بېلګې په توګه راوړو.

«جارالډينې لورکۍ!

دلته شپه ده، د ژمي او نوي کال  يوه شپه. زما په وړه کلا کې ټول بې وسلې ساتونکي ويده دي،  نه دې ورور ڼه ویښ دي او نه هم  خور، ان چې مور دې هم ویده ده. په سخته مې وکړی شول پرته له دې چې دا  ويده مرغان راپورته شي، خپل ځان دې وړې نيمه روښانې او له مرګ څخه مخکې د انتظار خونې ته را ورسوم…»

د چارلي چاپلېن په اړه د برېټانیا په پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو د څانګې استاد پروفیسور ژان ژاکلنډ وایي:

«چارلي یو داسې لیکوال و چې که یې خبرې له فلسفي اړخه وڅېړو، نو پرې کتابونه کتابونه خبرې کېدای شي. هغه یو پیاوړی لیکوال، ښه ممثل  او  که ووایو چې یو پیاوړی او له شکه وتلی فیلسوف و، نو تېروتنه به مو نه وي کړې.»

په بیروت کې د امریکایي پوهنتون استاد بیا د نوموړي په اړه داسې نظر لري:

«ښایي ډېری کسان ښاغلی چارلي د یو مسخرچي او یو ټوکمار په توګه وپېژني، خو هغه زما لپاره تر ټولو ښه استاد او رهنما دی. دی هغه کس دی چې ټول ژوند یې د خلکو خندولو ته وقف کړی و، خو لکه څنګه چې خپله چارلي ویلي، ده ټول ژوند د خلکو لپاره کار وکړ، خو ټولو دی د یو ټوکمار په توګه وپېژانده. ارمان چې ټول یې څنګه چې لازمه وه، په قدر پوه نه شول.»

ژوند د چارلي چاپلېن له نظره!

نوموړي په دې څو جملو کې له خپل نظره ژوند تعریف کړی دی او ښایي همدا لامل وي چې دی ډېر بریالی هم و، ځکه نوموړی د ژوند په تعریف پوهېده او دا یې درک کړې وه، چې ژوند يانې څه؟

✓ په رښتيني ډول مينه کول

✓ دومره وخاندې چې زړه دې درد وکړي

✓ کله چې له مسافرۍ څخه راستون شې، نو وګورې چې زيات شمېر ليکونه درته راغلي وي

✓ يوې ښکلې سيمې ته د مسافرۍ لپاره ولاړ شې

✓ د خپلې خوښې سندره له راډيو څخه واورې

✓ د خوب خونې ته ورشې او د باران ورېدو ته غوږ  شې

✓ کله چې له حمام څخه فارغ شې، ګرمې خونې ته ولاړ شې

✓ کله چې د ازموينو د لړۍ وروستۍ ورځ وي

✓ له هغه پتلون/ کميس څخه دې چې ډېر وخت ګټه نه وي اخيستې، په جېبونو کې يې پيسې پيدا کړې

✓ د هېندارې پر وړاندې ودرېږې، د خپل مخ شکلونه وکاږې او ورته وخاندې

✓ په نيمه شپه ټلېفون درته راشي او په ساعتونو وغږېږې

✓ پرته له کوم دليله وخاندې

✓ ناڅاپه واورې چې يو څوک ستاسو ستاينه کوي

✓ له خوب څخه پاڅېږې او متوجه شې چې څو ساعته نور وخت هم د خوب لپاره لرې

✓ د هغې سندرې اورېدل چې يو ځانګړی څوک دريادوي

✓ له يو لوړ ځای څخه د لمر لوېدنې شېبې ننداره کړې

✓ نوي ملګري پيدا کړې

✓ د خوښۍ شېبې له ملګرو سره تېرې کړې

نوموړی وروسته له ډېرو کلونو مثمرو فعالیتونو چې د ټولنې د اصلاح لپاره یې وکړل، په ١٩٧٧ ز کال کې په سويزرلنډ کې ومړ.

Share22Tweet11Share5

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کندهار ته راغلی اسټرلیایی سیلاني مسلمان شو

اپریل 23, 2026

د رېل پټلۍ له لارې د افغانستان سوداګري ۳۹ سلنه زیاته شوې ده

اپریل 23, 2026

اذربایجان له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

اپریل 23, 2026

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In