د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم له ترکیې څخه تر راستنېدو وروسته په هېڅ حکومتي ناسته کې ګډون نه دی کړی.
د ملي شورا یو شمېر غړي وایي چې د ولسمشر او د هغه د لومړي مرستیال تر منځ د نظام الدین قیصاري د بند او ځینو نورو مسایلو پر سر اختلافات، د امنیت شورا او کابینې په ناستو کې د جنرال دوستم د نه ګډون اساسي علتونه دي.
د جنرال دوستم دفتر وایي چې د حکومتي ناستو په جوړېدو کې سمه همغږي نه کېږي او ډېر کله ناوخته خبر ورکول کېږي او یا هم لومړی مرستیال له خلکو سره د ملاقاتونو له امله په دې ناستو کې ګډون نه شي کولای.
دوی وايي، په حکومتي ناستو کې د جنرال دوستم د نه حضور یو بل لامل د هغو توافقاتو نه عملي کېدل دي چې افغانستان ته د جنرال دوستم د راتګ پر مهال د ده او ولسمشر تر منځ پرې هوکړه شوې وه.
د مشرانو جرګې غړی محی الدين منصف وايي: «د ولسمشر او دوستم تر منځ پخواني اختلافات نه دي هوار شوي، همدا يو لامل دی چې دوستم په حکومتي غونډو کې ګډون نه کوي».
د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر د کابینې په ناستو او نورو حکومتي غونډو کې د جنرال دوستم د نه ګډون علت د دغو ناستو په تړاو ناسمه همغږي بولي او وایي چې دوی ته پر وخت خبر نه ورکول کېږي.
د ولسمشر د لومړي مرستيال د دفتر وياند احسان نيرو وايي چې دوستم ته پر وخت په حکومتي غونډو کې د ګډون خبر نه ورکول کېږي، له همدې کبله نوموړی ډېر کله د حکومت په غونډو کې له ګډون کولو پاتې کېږي.
نيرو زياتوي: «يو دليل دا هم دی چې لومړی مرستيال ډېر کله له ولس سره په ملاقاتونو بوخت وي. دا هغه ملاقاتونه دي چې د ولس له لوري تنظيمېږي».
د ولسمشر د لومړي مرستيال د دفتر وياند وايي چې د افغانستان د شمالي ولایتونو ګڼ شمېر اوسېدونکي هره ورځ له جنرال دوستم سره د امنیتي وضعیت په تړاو خبرې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر سرچینو کابل نیوز ته ویلي چې له بنده د نظام الدین قیصاري نه ازادېدو د ولسمشر او د هغه د لومړي مرستیال تر منځ تازه ستونزې راپورته کړې او همدا مسئله د دې سبب شوې چې جنرال دوستم په رسمي حکومتي ناستو کې ګډون ونه کړي.