کابل کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د دفاع له سرپرست وزیر سره کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي همکاریو خبرې کړې دي. دې کتنه کې د دوستانه اړېکو پیاوړتیا، ښه ګاونډیتوب، سوداګرۍ او د افغان کډوالو پر ستونزو هم خبرې شوې دي. دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره پر خپل چمتووالي ټینګار کړی دی.