اوربند، په هېواد کې دننه د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر جوړول، د لاسته راوړنو خوندي کول، بین الافغاني مذاکرات، د جمهوري نظام او ښځو حقونو خوندیتوب او د بهرنیو ځواکونو وتل، لویه جرګه کې د شاملو کمېټو لیدلوري دي. همداراز د سولې پر اړتیا د ټینګار ترڅنګ، د ښکېلو لورو نرمښت، عمومي بښنه، د بندیانو خوشي کول، اساسي قانون ته درناوی، د شرعي حدودو انفاذ، په ټلویزیونونو کې د مبتذلو پروګرامونو د خپرولو مخنیوی، له تور لیست څخه د طالب مشرانو د نومونو اېستل، د سیاسیونو ترمنځ یووالى او د سولې عالي شورا لغوه کول په لیدلوری کې شامل نور موارد دي. د دواړو غاړو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته کول، د افغانستان جګړې په اړه د اسلامي نړۍ هر اړخیزې فتوا غوښتنه، او په ورته مهال د سولې له خبرو سره د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدل، هغه موارد دي چې په ځینو کمېټو کې ورته اشاره شوې ده. د جرګې پنځوس کمېټو پر دې پوښتنو چې طالبان څنګه سولې ته قانع شي، پر کومو لاسته راوړنو ټنیګار وشي او د ګاونډیو پر وړاندې د حکومت مرکچي پلاوي ترکیب او د دولت سیاست څرنګه وي؟ خپلې کړنې او پوښتنې د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړې. تمه ده نن ورځ ،به لويه مشورتي جرګه د اعلاميې په خپرولو او د ولسمشرغني په اختتاميه وينا سره خپل کار پایته ورسوي.