د پښتونخوا مشهور سیاسي فعال شخصیت افراسیاب خټک د مې په ۲۰مه لیکي، د افغانستان د سولې لپاره تر نن ورځې بل هېڅ وخت ښه موقع نه وه برابره شوې. دا چې متحده ایالات او طالبان په قطر کې حتی د روژې په اولو ورځو کې خپلو مذاکراتو ته دوام ورکړ، دا خبره دا ښيي چې هغوی د سولې په اړه څومره جدي دي. دواړه خواوې د ورو، مګر دوامداره پرمختګ خبرې کوي او دا واقعیت تشویق کوونکی دی.
ښاغلی خټک ادامه ورکوي او لیکي چې د قطر خبرې په مني کې شروع شوې او دواړو خواوو د امریکايي عسکرو پر وتلو باندې موافقه کړې ده او په بدل کې به طالبان ضمانت کوي، چې بیا به د افغانستان خاوره د واشنګټن او ملګرو پر ضد یې نه کارول کېږي. البته د دې مسودې پر جزییاتو باندې کار روان دی.
خو دا تازه او راسپړېدونکې موافقه له دوو نورو مسایلو سره هم رابطه لري. اول باید د افغانانو تر منځ خپلمنځي ډیالوګ تر سره شي، څو د یوې دایمي سولې او روغې جوړې لپاره لار هواره شي. دویم باید اوربند وشي او تشدد راکم شي.
لکه څنګه چې طالبان د داخلي جنګ په بستر کې را څرګند شوي دي، هغوی عموماً او زیاتره پر تشدد باندې تکیه کوي. حتی نن ورځ هم طالبان د سیاسي قدرت د سمبالولو لپاره مناسبه سیاسي ستراتیژي، انساني پانګه او داسې لیډرشیپ نه لري، چې پر تشدد باندې يې له تکیې څخه راوباسي.
خو د قطر د دفتر پرانیستل او د هغوی ځینې مثبتې اعلامیې دا ښيي، چې هغوی د سیاسي قدرت د وېش او مذاکراتو لپاره چمتو دي.
مګر دا چې طالبان د عام تشدد د راکمولو لپاره چمتو نه دي، د هغوی دغه ټال هم تلفات زیات کړي دي او هم يې د سولې پروسه ځنډنۍ کړې ده. په قطر کې د تېرې میاشتې د بینالافغاني مجلس ځنډېدل، د افغان ټولنې درزونه او مختلف موقفونه رابرسېره کړل. د افغان حکومت، سیاسي مخالفان يې او مدني ټولنه باید د یوه متحد دریځ د حاصلولو لپاره سخت کوښښ وکړي، څو له طالبانو سره د خبرو کولو جوګه شي.
د افغان سولې پروسې مشکلات تر یو حده د فهم وړ دي، خو په دې برخه کې د واشنګټن مختلفو او راز راز زیګنالونو ابهام نور هم زیات کړی دی.
البته ټرمپ له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ایستلو په اړه خپل هوډ څو کرته اظهار کړی دی، خو د امریکا دفاعي ماشین او نور سیاسي مشران له افغانستانه په راوتلو کې له تلوار سره مخالفت کوي، ځکه هغوی ډارېږي چې یو دم وتل به په افغانستان کې خطرناکه امنیتي خلا رامنځ ته کړي.
د واشنګټن همدا متنوع اپروچ او اشارې د افغانستان نږدې او لرو ګاونډیانو د همکارۍ پروسه ور مغلقه او ګرانه کړې ده. د بېلګې په توګه، په پاکستان کې د طالبانو حامیان د واشنګټن همدغو متنوع زیګنالونو په تشویش کې اچولي دي. هغوی فکر کوي چې له طالبانو سره د واشنګټن نېغ په نېغه خبرې، طالبانو ته ناسمې مفکورې ورکوي. دا چې طالبان نه غواړي د کابل له حکومت سره کښېني، دا خبره موجوده مشکل لا نور هم مغلقوي.
خو د مسکو غونډې دا وښوده چې ډیپلوماټان کولای شي د افغان سیاستوالو او طالبانو تر منځ اسانتیاوې برابرې کړي. بلخوا د افغانستان د مصالحې په هکله د متحده ایالاتو، روسیې او چین تر منځ زیاتېدونکې اجماع یو ستر انکشاف دی. دا کار به د افغان سولې پروسه د سترو طاقتونو له رقابته محفوظه وساتي، کوم چې د افغانستان په تاریخ کې د سترو بې ثباتیو سبب ګرځېدلي دي. له لویو خنډونو او مشکلاتو سره سره، د هغوی همدا توافق او اجماع به د سولې پروسه مکمله او بې داغه وساتي.
خو د افغان سولې پروسې کلیدي اړخ بینالافغاني ډیالوګ دی. البته بینالافغاني ډیالوګ باید ټولشموله وي او افغانان يې مالکان وي. خو واقعیت دا دی چې بینالافغاني مذاکرات به له بین المللي او سیمه ییزې همکارۍ او حمایت پرته کامیاب نه شي.
د افغان سولې تنکۍ پروسه باید د پېژندل شویو دولتي او غیري دولتي وران کارانو او سبوتاژ کارانو له افت او ضرره خوندي وساتل شي.
داسې رپوټونه خپاره شوي دي چې په غربي پښتونخوا کې د افغان طالبانو بسیج او راغونډول شروع شوي دي. اسلام اباد ته پکار ده چې د دغه کار د مخنیوي په غرض، مؤثر اقدامات وکړي او خپلي کړې وعدې عملي کړي.
بل پلو، هند او پاکستان باید په افغانستان کې خپل بې ثباته کوونکی سیمه ییز رقابت راکم کړي او د امریکا، روسیې او چین پر پله باندې پل کېږدي. د متحده ایالاتو، ایران او عربي ملکونو تر منځ راغوټېدونکی تشنج هم د اندېښنې وړ مسئله ده.
ما په دې وروستیو ورځو کې کابل ته یو لنډ سفر درلود. هلته ما دا احساس کړه چې د سولې او پرمختګ لپاره د افغانانو اراده نه لړزېدونکې او راسخه ده. خو د اوسني تشدد د راکمولو لپاره به ښايي یو دایمي اوربند ضروري او حتمي وي؛ ځکه اور بند د سولې او دایمي مصالحې لپاره کلیدي اهمیت لري.