تېره اونۍ د کورنیو چارو سرپرست وزیر په یوه مطبوعاتي غونډه کې وویل، چې په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په کچه هره ورځ ۵۱ جنايي پېښې چې تر ډېره د غلاوو، ټپي کېدو او د وژلو موارد پکې شامل دي، ثبت شوې دي. همدارنګه په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې عمومي مشر مل پاسوال جمشېد رسولي وویل، چې څه باندې ۶۲۰۰ مختلفې وسلې، له ۶۰ ټنه څخه زیات نشه یي توکي، زرګونه لېتره مشروبات، له ۷۷۲۰۰ جرمي پېښو مخنیوی او د بېلابېلو جرمونو په تړاو د نږدې ۱۱۵ زرو کسانو نیول کېدو سره سره، بیا هم د تېرو پنځو کلونو په جریان کې ۹۲ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي. د تېرو ۵ کلونو د جنايي پېښو شاليد ته په کتو، ولې دارنګه پېښې ورځ تر بلې زياتېږي؟ مهم لاملونه يې کوم دي؟ دا هغه موضوعات دي چې د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز د اونۍ تحلیل کې بحث پرې شوی دی.
د ملي یووالي حکومت په دوره کې د ثبت شويو جنايي پېښو کچه
له تېرو پنځو کلونو راهیسې په هېواد کې د جنايي پېښو ګراف مخ په لوړېدو دی. د ۱۳۹۳ لمریز کال په اخرو دریو ربعو کې په مجموعي توګه ۱۵۰۵۰ جنايي پېښې ثبت شوې وې، چې په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د جنایي پېښو کچه ۲۸۰۲۶ ته لوړه شوه، خو په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د جنایي پېښو ګراف نظر تېر کال ته راښکته شو، چې په مجموعي توګه ۲۰۸۸۶ جنایي پېښې ثبت شوې وې او په ۱۳۹۶ لمریز کال کې هم نظر ۱۳۹۵ لمریز کال ته په کمه اندازه د جنايي پېښو ګراف راښکته شو، چې په مجموعي ډول باندې ۲۰۱۸۱ جنایي پېښې ثبت شوې وې. د مرکزي احصايې د فصلوارو احصایوي شاخصونو له مخې، په ۱۳۹۷ لمریز کال کې ۱۰۸۵۱ پېښې ثبت شوې دي؛ خو دا یوازې د ۱۳۹۷ لمریز کال د لومړیو دوو ربعو ارقام دي او د وروستیو (درېیمې او څلورمې) ربعې شمېرې د راپورونو د نه خپرېدو له کبله نه دي پکې شاملې شوې.
که د ۱۳۹۷ لمریز کال ربع وارو ارقامو ته وګورو، نو جوتېږي چې د لومړیو دوو ربعو مجموعي ارقام ۱۰۸۵۱ بیا هم د تېر کال (۱۳۹۶) د لومړیو دوو ربعو په پرتله لوړ دي؛ ځکه د ۱۳۹۶ لمریز کال په لومړیو دوو ربعو کې تقریباً ۹۹۸۰ جنايي پېښې ثبت شوې وې.
پورته چې د جنايي پېښو په تړاو څومره کوم ارقام وړاندې شوي، یوازې ثبت شوې پېښې دي او ناثبت شوې پېښې نه دي پکې شاملې.
ماخذ: د افغانستان احصایوي کلني راپورونه (۱۳۹۳- ۱۳۹۶) او ربعوار احصایوي شاخصونه (۱۳۹۷)
ناثبت شوې جنايي پېښې
په لرې پرتو سیمو کې د دولت کمزوری حاکمیت، په عدلي او قضایي ارګانونو کې اداري فساد، د مجرمینو نه نیول کېدل او یا هم بېرته خوشي کېدل او په هېواد کې له سیاسیونو سره د مجرمینو اړیکو ته په کتو، د جنایي پېښو رښتینې شمېرې له پورته یادو شویو شمېرو لوړې دي.
پر پولیسو بېباوري، د ځواکمنو مجرمینو نه نيول کېدل، د مجرمینو تر شا پټ سیاسي لاسونه او مافياوې، په عدلي او قضايي ارګانونو کې اداري فساد او په لرې پرتو سيمو کې د دولت د حاکميت نشتوالی، چې په دې اړه په ۲۰۱۶ ز کال کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې راپور خپور کړ، چې افغان حکومت یوازې پر ۵۷ سلنه خاوره باندې حاکمیت لري، نو له دې معلومېږي چې افغان حکومت په هغو سیمو کې چې حاکمیت نه لري، نو په هغه سیمه کې چې جنایي پېښې تر سره کېږي، په ثبت شویو شمېرو کې شاملې نه دي. داسې معلومیږي چې رښتینې جنايي پېښې له پورته یادو شویو شمېرو لوړې دي.
د جنايي پېښو د زياتېدو عوامل
جنايي پېښې په مشخصه توګه څو ځانګړي عوامل نه لري، بلکې د هرې جنايي پېښې عوامل له بلې سره توپير لري، خو بیا هم په عمومي توګه اقتصادي، ټولنیز، قضايي او سیاسي عوامل د جنايي پېښو د زياتوالي د لاملونو په توګه يادولی شو:
اداري فساد
اداري فساد د جرمونو د کچې په لوړوالي کې مهم عامل بلل کېږي. د شفافیت نړیوالې ادارې د ۱۳۹۷ لمریز کال د کلني راپور له مخې، افغانستان په اداري فساد کې نهم هېواد یاد کړی او د افغانستان د روڼتیا څار ادارې د ۱۳۹۷ لمریز کال د سروې له مخې، په افغانستان کې عدلي او قضايي ارګانونه او پولیس تر ټولو ډېر په فساد کې ښکېل بللي دي. په هرو څلورو افغانانو کې یوازې یو یې پر دې باور دی چې په دولتي ادارو کې د فساد په کمښت کې یو څه پرمختګ شوی دی. د سروې له مخې، په تېرو دوولسو میاشتو کې له ۲۵ سلنه ډېر افغانان له اداري فساد سره مخ شوي دي. دا چې د عدلي او قضايي ارګانونو ترڅنګ پولیس هم په فساد کې تر ټولو زيات ښکېل دي، دا بیا مجرمینو ته فرصت برابروي، چې د رشوت په بدل کې ځانونه خوشي کړي، له بلې خوا د امنيتي ځواکونو غیرمسلکيتوب هم د دې لامل شوی، چې د دغه ډول پېښو په مخنيوي کې پاتې راشي او حتی په ځينو مواردو کې د دا ډول جرايمو په ارتکاب کې له مجرمينو سره ملګري وي.
ناقانونه وسلوالې ډلې
د ځینو امنیتي چارواکو په اند، د جنايي پېښو يو اساسي لامل له ګاونډیو هېوادونو څخه په قاچاقي توګه د غیرقانوني وسلو راوړل دي، چې په جنايي پېښو کې ترې ګټه اخیستل کېږي، خو د دې ترڅنګ په زياتو سيمو کې سيمه ييز زورواکي او نامسووله وسله وال، چې معمولاً د حکومت له جګپوړو چارواکو سره تړاو لري، د دغو جرايمو په ترسره کولو کې ستر رول لري. څه موده وړاندې کورنیو چارو وزارت د هغو کسانو نوملړ خپور کړ، چې ناقانونه وسلوالې ډلې یې جوړې کړې دي، خو په اړه یې تر اوسه پورې هېڅ عملي اقدام نه دی تر سره شوی.
کلتوري یرغل
که د جنايي پېښو وروستیو ارقامو ته وګورو، نو جوته به شي چې په هېواد کې د غلا، قتل او زنا پېښې د زیاتېدو په حال کې دي. د بېلګې په توګه، د ۱۳۹۸ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۴ مه د کندوز ولایت په ابدان دښته کې د عامه نظم پولیسو د امام صاحب د ولسوالۍ اوسېدونکې یوه د پاخه عمر مېرمن د لویې لارې پر سر له موټر ښکته کړې او بیا یې جنسي تېری پرې کړی. ډېری وخت د دغو ناوړه پېښو تر شا د وروستیو ۱۸کلونو بېسانسوره رسنۍ او د نورو هېوادونو له خوا کلتوري یرغل ستر عامل بلل کېږي. د مشهورو ټلوېزیونونو له خوا چې له بېلابېلو لورو څخه تمويلېږي، غیر اخلاقي سریالونه او غير اخلاقي فلمونه چې زموږ په ټولنه کې یې اخلاقي ګډوډي رامنځته کړې.
د دغو رسنيو له خوا په دوامداره ډول زموږ د ټولنې ديني ارزښتونه ټکول کېږي او پر ځای يې د اخلاقي فساد ترويج ته لمن وهل کېږي، په داسې حال کې چې د جنايي جرمونو په ټيټوالي کې يو ستر مرستندوی عامل په رسنيو کې له مبتذلو نشراتو مخنيوی او پر ځای يې د ګټورو او د عامه پوهاوي لوړوونکو نشراتو خپرېدل بلل کېږي.
فقر او بېکاري
په بنسټیزه توګه د ځینو جرمونو په تېره بيا وسله والو غلاوو تر شا وزګارتیا او بېکاري هم لوی لامل دی. په دې تړاو ډېری پوهانو څېړنې او نظریې هم وړاندې کړې دي، چې د جرمونو او وزګارتیا یا لږو امتیازاتو تر منځ د اړيکو ښودنه کوي. کله چې وزګارتيا زياته شي، په قانوني ډګر کې د پيسو لاسته راوړل محدودېږي او له ناقانونه لارو څخه د پيسو لاسته راوړل (جرمونه) زياتېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د نفوس نیمایي (۴۹.۶۶[10]) سلنه یې د کار پر شرایطو برابر کسان دي، چې له دې جملې څخه یې ۳۰.۷ سلنه بېکاره دي. د مرکزي احصایې د سروې پر اساس چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې یې تر سره کړې، موندنې ښیي چې ۵۴.۵ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. همدا لامل دی چې په ډېری سيمو کې ځينې خلک په غلاوو، اختطاف، لوټمارۍ او نورو جنايي پېښو کې ښکېل دي. د دې ترڅنګ، کورني تاوتريخوالي هم په ډېری مواردو کې له اقتصادي ستونزو سره تړاو لري.
سپارښتنې
څرنګه کولای شو چې په هېواد کې د جنایي پېښو کچه راکمه کړو؟ په دې اړه لاندې ګامونه اړین دي:
د منبر او د رسنیو له لارې د جرم قباحت او د حق العبد د ضایع کولو سخت عواقب په مناسب او مسلسل ډول تبلیغ شي؛ ځکه چې دیني انګېزه ژوندي کول د جرمونو په کنټرول کې ډېره ستره ونډه لري.
په عدلي او قضایي او امنیتي ارګانونو کې د فساد د مخنیوي لپاره، د اغېزناکو پالیسیو او پلانونو جوړول او تطبیق کول یې.
د جنایي پېښو ضد ارګانونو تقویه او د کارکوونکو مادي او معنوي برخو ته یې جدي پاملرنه.
د وزګارتیا د کچې د ټېټېدو لپاره هڅې او په مجموع کې د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره د بنسټیزو کارونو تر سره کول.
له کوم توپیر پرته پر مجرمینو باندې د قانون تطبیق.
د تېرو ۱۸ کلونو د جنایي پېښو په تړاو ارقام راټول شي؛ د دغو ارقامو له مخې د جنایي پېښو عوامل په نښه شي او بیا د هغو عواملو د له منځه وړلو لپاره جدي هلې ځلې وشي.