د امریکا مشهورې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د مې په ۲۶مه لیکلي، که څه هم د ۷۰ کلن اشرف غني کاري موده تېره اونۍ پای ته ورسېده، خو هغه اوس هم په ارګ کې ناست دی او د کابل د بوین او کثیف سیند د پاکولو نقشې د کاغذ پر مخ جوړوي.
په داسې حال چې سترې محکمې د غني موده تر سپټمبر پورې وغځوله، خو د غني سیاسي حریفان وايي چې هغه په داسې وخت کې «انارشي او هرج و مرج» ته لمن وهي، چې د وسله والو مخالفینو بریدونه زیات شوي دي او په وطن کې سیاسي اختلافاتو او قومي نفاق زور اخیستی دی.
واشنګټن پوسټ لیکلي، غني پر مزمنو او دوامداره امراضو اخته دی، خو د هغه پلویان وايي چې غني هڅه کوي چي حکومتوالي ښه کاندي، اداري فساد راکم کړي او سوله تامین کړي. د هرج و مرج مخه ونیسي او د قومي اخ و ډب ممانعت وکړي.
واشنګټن پوسټ دغه راز کاږي چې غني په ۲۰۱۴ ز کال کې د یوې کرغېړنې سیاسي معاملې پر اساس په ارګ ننوت. د قدرت دا وېش د امریکا له خوا هله تایید شو، چې ټاکنې رسوايۍ ته کش شوې او د ټاکنو پایلې له نامعلوم برخلیک سره مخ وې.
د جمهوري ریاست کاندیدان وايي چې غني هڅه کوي، چې بیا د خپل واک مشکوک مشروعیت د څه نور وخت لپاره وغځوي. هغوی له غني څخه غواړي چې استعفا وکړي او قدرت یوه سرپرست حکومت ته خوشې کړي. بل پلو، هغوی د مدني اعتراضونو ګواښ هم کوي.
یادې ورځپاڼې لیکلي، که څه هم غني د افغانستان لپاره د یوه نوي وېژن دعوه کوله، خو په دغو تېرو څو کلونو کې يې خپل زیات محبوبیت له لاسه ورکړی دی؛ ځکه اقتصاد په ټپه ولاړ دی او جنګونه لا زیات شوي دي. بلخوا امریکایانو او طالبانو د سولې د خبرو له پروسې څخه حذف کړی او طالبان يې د «امریکا ګوډاګی» او مزدور ګڼي. دغه راز، د غني او واشنګټن روابط هم په زیاتېدونکې توګه خراب شوي دي.
واشنګټن پوسټ لیکلي، عادي افغانان د غني د حکومت په اړه سره وېشلي دي. اکثره کابلیان د غني له حکومته ناخوښه دي او زیاتره وايي چې غني غواړي خپله دوره تر نامعلوم وخته پورې وغځوي. د کابل اوسېدونکی سید امین عارف وايي: «د هغه ریاست د قانون خلاف دی. غني هېڅ لاسته راوړنه نه لري او په خلکو کې یې نفاق ښیندلی دی. دا د ده قصور دی چې انتخابات پر وخت دایر نه شول. هغه باید ژر تر ژره قدرت خوشې کړي»، خو د کابل د پوهنتون ۲۴ کلن محصل، عبدالله احمدي وايي، موږ پرته له غني څخه بل اپشن نه لرو؛ ځکه مخالفان پر مذهبي او قومي لیکو باندي وېشل شوي دي.
په ورته وخت کې امریکايي او د ملګرو ملتونو مامورین ټینګار کوي، چې ټاکنې باید په سپټمبر کې وشي؛ ځکه که چېرې ټاکنې بیا وځنډول شي، ژمی راځي او د جمهوري ریاست مقام لا بې اعتباره کېږي، خو ځینې مبصرین د ټاکنو د شفافیت او اعتبار په اړه هم شکمن دي؛ ځکه د ټاکنو کمېسیون پر لانجو اوښتی دی او د پارلماني ټاکنو نتایج لا اوس هم ځینې کاندیدان نه مني.
د جمهوري ریاست لپاره کاندید رحمت الله نبیل وايي: «نن سبا، طالبان تر پخوا ډېر قوي دي او په ملک کې تر پخوا قومي درزونه لا زیات شوي دي. دغه راز د امریکا حمایت تر پخوا کم شوی دی او سیمه ییزه خواخوږي هم لږ شوې ده. که چېرې موږ اوسنی بحران مخکې له مخکې سټاپ نه کړو، د جمهوري ریاست نتایج به خامخا چلېنج شي او دا ځل به هېڅوک بل جان کیري ته غوږ ونه نیسي».