سږنی ۱۳۹۷ لمریز کال د افغانستان د خلکو، کرېکټ بورډ او لوبغاړو لپاره زرین کال ګڼل کېږي، ځکه چې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې په هر اړخیز ډول ښې او ویاړلې لوبې ترسره کړې او نړیوالو ته یی دا روښانه کړه چې اوسمهال هغه لوبډله نه ده چی څو کاله وړاندې به یې نیمه لوبډله د پنځوسو منډو څخه مخکې سوځېدله او یا د سوېلی افریقا د کرېکټ د ملی لوبډلې د مشر خبره، چی ویل یې د افغانستان ملي لوبډله د کېلې د پوستکي سره ورته والی لري، یعنی د دې خبرې هدف یی دا وو، چې دا لوبډله په اټکل روانه لوبډله ده. اوس د لوبډلې د توپ اچولو، توپ وهلو او فېلډېنګ په برخو کې د پام وړ تغیرات راغلي دي. اوسمهال لوبډله د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب درلودونکې ده چې د پخوانیو لوبغاړو سره سره یی نوي لوبغاړي د دوی تشه ډکوي او هغه تشویشونه له منځه وړي، چې ګواکې په راتلونکي کې به دغه لوبډله د لوبغاړو د کموالي سره مخ شي .
د کرېکټ ملي لوبډلې ځینې لوبغاړي په نړیواله سطحه په مشهورو نړیوالو لیګونو کې لوبې کوې چې په ښې لوبې کولو سره نړیوال ورته ګوته په غاښ دي چی د دوې له ډلې څخه د نبي عیسی خېل ، راشد خان ارمان او مجیب ځدراڼ نومونه د یادولو وړ دي چې د افغانستان کرېکټ بورډ د دوی له تجربو څخه باید د لیګ په لاره اچولو کې مثبته ګټه پورته کړي .
د هېواد د کرېکټ بورډ بله لاسته راوړنه د یوه نوي لیګ پر لاره اچول دي چې همدا مهال په متحده عرب اماراتو کې جریان لري .
په ټوله کې که وویل شي چې افغان پرېمیر لیګ د هېواد، کرېکټ بورډ ادارې او لوبغاړو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده چې په دې سره به نه یوازې د هېواد ملي لوبډلې ته نوي لوبغاړي پیدا شي، بلکې لوبغاړو او کرېکټ بورډ ته د عوایدو او ګټې ښه سرچینه ګڼل کېږي. ورسره به زموږ ځوان لوبغاړي د نړی د مختلفو لوبغاړو، روزونکو او تبصره کوونکو سره اشنا او د هغوی له تجربو څخه به ډېر څه زده کړي چې د هېواد ولسونه به د کرېکټ بورډ دغه هڅې هېڅکله هم هېرې نه کړي او دا به د هېواد د کرېکټ په تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي .
لکه څرنګه چې لیدل کېږي، د دغه لیګ لوبې د ځینو تخنیکي ، فني او نورو ستونزو درلودونکې دي، چې د ځینو یې دلته په لنډ ډول یادونه کوو :
۱- هر لیګ باید د همغه هېواد د رواجونو، کلتور او عنعناتو ښکارندویي وکړي او د لیګ پیل باید په داسې ډول ترسره شي، چې بهرنیان، لیدونکي او نور وګړي په دې پوه شي چې دغه لیګ په کوم هېواد پورې اړه لري او دغه هېواد د کوم کلتور، فن او تاریخ درلودونکی دی، چې په خواشینۍ سره په دې لیګ کې نه ترسترګو کېږي .
۲- بله ستونزه چې دغه لیګ ورسره مخامخ دی، هغه تخنیکی اړخ لري. هغه پروډکشن چې د دغه لیګ نشرات یی پر غاړه دي، د ساونډ سیسټم یی له ستونزو سره مخ دی چې په ډېرو ځایونو او د لوبې په جریان کې د میدان څخه ټلوېزیونونو ته د میدان اواز نه راځي او لیدونکو ته داسې ښکاري چې ګواکې په میدان کې هېڅوک شتون نه لري او یا ټول ګونګیان په میدان کې د لوبې نندارچیان دي چې په دې سره د لوبو خوند او رنګ کم ښکاري .
۳- د لوبې په جریان کې ګرافیک مشکلات وجود لري چې کمرې په صحیح ډول نه شي کولای ټول میدان تر خپل پوښښ لاندې راولي، حتی په تېرو لوبو کې لیدونکي نه پوهېدل چې توپ شپږیزه یا کېچ شوی دی.
۴- د لوبې په جریان کې باید هغه خلک کمرو ته نږدی شي چې ډېر وي، تر څو لوبه جالبه او خوندوره شي چې په دغو لوبو کې کمرو یوازې دوه یا درې تنه په خپل مخ ښکاره کول چې لوبه یې بې خونده کوله او یا د مایکونو ستونزه چې د سرمني په جریان کې قطع او وصل کېږي، چې دا هر څه د کمزوري منجمنټ ښوونه کوي .
۵- هر لیګ ځینې هایلایټ جوړوي چې په ريپلې کې ترې استفاده کوي، اما په دې لیګ کې چې کوم هایلایټ جوړ شوي دي، یوازې د ویکټ اخیستلو او اوټ معنا ترې راوځي او د شاټ وهلو، منډو جوړولو لپاره مناسب نه دي. ورسره هایلایټ په صحیح وخت او موقع نه خپرول او بی هدفه د هایلایټ بار بار خپرول لوبه بې خونده کوي .
۶- د مارکیټېنګ په برخه کې دغه لوبې د جدي ستونزو سره مخ دي؛ ځکه د لوبو د جذابولو او خوندور کولو لپاره باید څو اړین ګامونه واخیستل شي :
- خلک باید تشویق او وهڅول شي، تر څو د لوبې لیدو ته راشي او لوبې له نږدې څخه وګوري. د مثال په توګه په یو لاس کېچ نیولو ته یو اندازه انعام ټاکل او داسی نور…
- په هېواد کې دننه د هوایي شرکتونو سره باید د کرېکټ بورډ اداره خبرې وکړي، تر څو د ټکټونو بیې راټیټې او متحده عربي اماراتو ته د پلان مطابق پروازونه زیات شي. ورسره د متحده عربي اماراتو د حکوت سره خبرې وشي، ترڅو هغو خلکو ته د ویزې اخیستلو لپاره سهولتونه رامنځته او قېمتونه ټیټ کړي، چې د لوبې د لیدلو لپاره دغه هېواد ته ورځي .
پورته کړنې نه یوازې دا چې لوبډلې تشویقوي، هوایی شرکتونو او متحده عربي اماراتو ته د ګټې او عوایدو سبب ګرځي، بلکې د دغه لیګ د بریالي کېدو تضمین هم کولای شي .