د ۲۰۰۱ ز کال د سپټمبر په اوومه امریکا په افغانستان کې د تروریزم په پلمه د اوږدې او خونړۍ جګړې نوی فصل پرانیست. که څه هم امریکا هغه مهال په افغانستان کې دغه جګړه د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د غچ په نوم پیل کړه، خو اوسمهال د جګړې بڼې ته په کتو، داسې ښکاري چې دغه پلمه تر ډېره منطقي نه وه، ځکه اوسمهال ټول هغه عوامل چې امریکا یې له کبله پر افغانستان برید وکړ یا له منځه تللي او یا هم برعکس ډېر شوي دي. په دې لیکنه کې مو پر افغانستان د امریکا د برید دلیلونه او بدیلونه څېړلي او همدا راز مو اوسنی او د ۲۰۰۱ ز کال وضعیت پرتله کړی دی.
امریکا ولې پر افغانستان برید وکړ؟!
د ۲۰۰۱ ز کال د سپټمبر په ۱۱مه د امریکا پر سوداگريزو مرکزونو باندې تر برید وروسته، چې په زرګونو امریکایان پکې ووژل شول، د متحده ایالتونو د هغه مهال ولسمشر جورج ډبلیو بوش د دغو بریدونو پړه پر القاعده شبکې واچوله. د امریکا حکومت ټينگار کاوه چې په افغانستان کې د القاعدې شبکې پوځي مرکزونه دي او دغه ډله د لوېديځې نړۍ خلکو ته گواښ پېښوي.
امریکایي حکومت غوښتل چې طالبان د القاعدې مشر اسامه بن لادن ورته وسپاري، خو طالب مشرانو په وار وار د هغه د مېلمه گڼلو پر حالت ټينگار کاوه او له امریکایي چارواکو څخه یې پر هغه د لګېدلو تورونو د ثبوت غوښتنه کوله. دا لړۍ تر هغې روانه وه چې کله طالبانو امریکايانو ته د اسامه بن لادن له ورسپارلو څخه انکار وکړ او ویې ویل چې دوی پر نوموړي د تورونو د ثبوتونو په صورت کې تیار دي، چې هغه عربي هېوادونو ته د محاکمې لپاره وروسپاري، خو تر ناندریو وروسته عربي هېوادونو هم له دې وړاندیز سره علاقه ونه ښوده.
امریکایي حکومت د وروستي ګواښ په توګه د طالبانو حکومت ته ګوتڅنډنه وکړه چې که اسامه ورته ونه سپاري، نو امریکایي پوځ به پر افغانستان برید وکړي، خو طالبانو د امریکا دغه ګواښ ته په جدي سترګه ونه کتل او د ملگرو ملتونو له لارې یې د حل لپاره لاس وغځاوه. دا چې د طالبانو حکومت په بشپړه توگه د ملگرو ملتونو لخوا په رسمیت نه و پېژندل شوی، نو طالبان یې له پامه وغورځول. امریکا هغه مهال د شمال ټلوالې په استازیتوب د برهان الدین رباني له پلويانو سره د مشورو پر اساس، پر افغانستان د برید امر ورکړ چې په ترڅ کې یې د ۲۰۰۱ ز کال د اکټوبر په ۷مه د افغانستان پر خاوره په ډېره بې پروا توگه بريدونه پیل کړل.
د اکټوبر اوومه او پر افغانستان د امریکا بریدونه!
کله چې د سپټمبر د ۱۱مې پېښه وشوه، نو القاعده شبکه د دغه برید مسووله وګڼل شوه او په همدې بهانه امریکا پر افغانستان یرغل وکړ. امریکا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر نسکورولو سره په دغه هېواد کې د خونړۍ جګړې نوی باب پرانیست. پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې تر برید وروسته هم اسامه بن لادن په افغانستان کې و او له همدې کبله د ۲۰۰۱ ز کال د سپټمبر په ۲۰مه د امریکا د وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش طالبانو ته سپارښتنې وکړې، چې د القاعده شبکې ټول مشران دې امریکا ته وسپارل شي، له طالبانو سره ټول بهرني زندانیان دې خوشې او امریکا ته وسپارل شي، د القاعدې شبکې ټول روزنیز کمپونه دې وتړل شي او امریکا ته دې اجازه ورکړل شي چې په افغانستان کې د القاعده شبکې ټولو کمپونو ته لاسرسی ولري او هغه وپلټي.
خو په پاکستان کې د طالبانو مېشت سفارت اعلان وکړ چې متحده ایالتونه هېڅ داسې سند نه لري، چې دا په ډاګه کړي چې اسامه په دغه برید کې لاس درلود. په پاکستان کې د طالبانو د وخت سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وویل چې د طالبانو حکومت هغه وخت ډېره هڅه وکړه، چې په دغه حمله کې د اسامه د لاس لرلو په تور شواهد تر لاسه او دغه حقیقت په ډاګه کړي، خو امریکا پر افغانستان د برید له تصمیم څخه په شا نه شوه. د نوموړي په خبره، د سپټمبر د ۱۱مې پېښه ناڅاپي نه وه، بلکې امریکا له دې وړاندې په سیمه کې د خپلو اوږدمهاله موخو د تامین لپاره پر افغانستان د برید اراده درلوده. هغه ویلي چې طالبانو امریکا ته دری ځله وړاندیز وکړ چې اسامه به په افغانستان او یا کوم بل درېیم هېواد کې محاکمه کړو، خو له دې سره سره هم امریکا دغه وړاندیز رد کړ.
د اکټوبر په اوومه په افغانستان کې د امریکا هوایي بریدونه پیل شول او د همدې میاشتې په ۳۱مه د امریکا په ملاتړ، شمال ټلواله کابل ته ننوته او په دې سره د طالبانو حکومت نسکور شو. ورپسې د نومبر په ۲۵مه په بن کې د افغانستان په تړاو کنفرانس جوړ شو او د لسو ورځو په جریان کې د حامد کرزي په مشرۍ موقته اداره رامنځته شوه.
په افغانستان کې د امریکا اتلس کلنه جګړه، لاسته رواړنې او مرګ ژوبله
که څه هم امریکا پر افغانستان تر برید وروسته ژمنه وکړه چې په دغه هېواد کې به امنیت راولي، ښه حکومتولي به رامنځته کوي او د کوکنارو کښت به له منځه وړي، خو تر اتلس کلنې جګړه وروسته نه یوازې چې امریکا خپلې ژمنې پوره نه کړې، بلکې د هغه وضعیت په پرتله په افغانستان کې وضعیت نور هم ترینګلی شوی دی. افغان حکومت څو کاله کېږي چې په نړۍ کې د فاسدو هېوادونو په سر کې راځي، له امنیتي اړخه هم د دغه هېواد امنیت د بل هر وخت په پرتله ترینګلی شوی او هغه مهال یوازې طالبان د ترهګړې ډلې په توګه پېژندل کېدل، خو اوسمهال پخپله د امریکایي چارواکو په وینا، په افغانستان کې پر طالبانو سربېره، د داعش خطرناکې ډلې په ګډون، له ۲۲ زیاتې ترهګرې ډلې فعالیت کوي.
په تېرو ۱۸ کلونو کې د جګړې له کبله په لسګونو زره افغانان وژل شوي او لاهم هره ورځ لسګونه نور یې قرباني کېږي. په ۲۰۰۱ ز کال کې د طالبانو ماتې یوه موقتي ماتې وه، خو دغه ډله اوسمهال د پخوا په پرتله تر بل هر وخت ډېره پیاوړې شوې، جګړې د هېواد ټولو برخو ته غځېدلې او د افغانستان نږدې ۵۰ سلنه خاوره د دوی په کنټرول کې ده.
دغه وضعیت ته په کتو، امریکا په دې وروستیو کې اړ شوه چې د جګړې پر ځای د سولې پر پروسې تمرکز ډېر کړي، نو له همدې کبله د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ امریکایي حکومت نږدې یو کال وړاندې له طالبانو سره د خبرو لپاره د خلیلزاد په مشرۍ پلاوی وټاکو او دواړو لورو د قطر په پلازمېنه دوحه کې مخامخ خبرې پیل کړې. د دواړو لورو ترمنځ دغه خبرې ډېرې اوږدې شوې چې تر لسو میاشتو او نهو پړاوونو پورې وغځېدې، خو دغه خبرې وروسته له هغې ناکامې شوې کله چې طالبانو په کابل کې په یوه برید کې د یوه امریکایي سرتېري په ګډون، دوه د ناټو سرتېري او لس افغانان ووژل. له دې برید وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټويټ کې له طالبانو سره خبرې لغوه اعلان کړې او ګواښ یې وکړ چې پر طالبانو به خپلو بریدونو ته زور ورکړي.
د ټرمپ له دغه اعلان وروسته، یو ځل بیا جګړې زور اخیستی چې ډېری قرباني یې عام افغانان ورکوي. طالبان په ښارونو کې ځانمرګي بریدونه کوي چې تر ډېره پکې ملکیان وژل کېږي، کورونه یې ورانېږي او مالي زیانونه ورته اوړي، خو له بله اړخه په هوایي بریدونو او شپنیو عملیاتو کې هم تر ډېره دوی په نښه کېږي.
که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو افغانان تر یوې کچې هیله من کړي وو چې په هېواد کې به یې روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسېږي، خو د ټرمپ وروستي اعلان دغه هر څه په اوبو لاهو کړ. اوس که څه هم د سولې د بیا پيل لپاره هڅې روانې دي، خو د ټرمپ بې ثباته دریځ او د افغان حکومت نامعلوم برخلیک پر دې پروسې سیوری غوړولی دی او لاهم نه ده معلومه چې دا خبرې به بیا پیل شي او که نه.