پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د اقتصادي سیاستونو مفهوم او پېژندنه

لیکنه: ګلاب بهار - دویمه برخه

اکتوبر 16, 2019
in لیکنې
0 0

هر هېواد او اقتصادي نظامونه ټاكلې اقتصادي موخې لري، چې هغو ته د رسېدو لپاره هڅې كوي. د بېلگې په توگه، د پرمختيا په حال كې هېوادونه لكه د افغانستان اقتصادي نظامونه چې اقتصادي ودې او پراختيایي موخو ته د رسېدو لپاره هلې ځلې كوي او بېلابېل اقتصادي سیاستونه جوړوي او په پرمختللو صنعتي هېوادونو كې هم د دولتونو اغلبه موخه دا وي چې د اقتصادي سیاستونو په وسیله ټاکلي اهداف تر لاسه کړي. په هر حال، لکه څنګه مو چې مخکې یادونه وکړه چې اقتصادي سیاستونه د یوې سیمې او هېواد په کچه د زېربنایي فعالیتونو د رغولو او په هېواد کې د اقتصادي وضعې د تغیر په موخه هغه ګامونه دي، چې د یو هېواد د سیاسي مشرانو له لوري د هېوادوالو د هوسا ژوند د رامنځته کېدو لپاره تر سره کېږي او د عمومي سیاستونو یوه څانګه ده، چې هدف ورڅخه په ټولنه کې د تضاد ختمول دي.

يا په بل عبارت، اقتصادي ستونزو ته د پای ټکي اېښودل دي، چې د دې هدف د لاسته راوړلو لپاره پکار ده چې اول تضاد وپېژنو او بیا اقتصادي ستونزې تشخیص کړو:

تضاد: تضاد د ژوند یو واقعیت دی، چې انکار ور څخه نه شي کېدای او دا باید ومنو چې د افرادو او ګروپونو ترمنځ تضاد حتمي رامنځته کېږي، چې له خلاصون څخه یې هېڅ چاره نشته. دا چې تضاد له ژوند سره ملګری دی، نو لازمي ده چې په دې پوه شو چې تضاد څرنګه او له کوم ځای څخه پيل کېږي؟

تضاد په اصلي مانا د انسان له داخل څخه رامنځته کېږي او هغه په دې مانا چې د انساني خواهشاتو او انساني امکاناتو ترمنځ چې کوم تفاوت موجود دی، همدا تفاوت تضاد زېږوي. په اصل کې د اقتصادي سیاستونو موخه هم همدا ده، چې نوموړی تفاوت تر ممکنه حده پورې برقرار وساتي.

دا چې څنګه نوموړی تفاوت (تضاد) له منځه ولاړ شي، د دې لپاره دوه ډوله نظریات وجود لري:

لومړۍ- د اقتصادپوهانو نظریات

د اقتصادپوهانو نظریات هم په خپل ذات کې پر دوه ډوله وېشل شوي دي:

الف: د ګټو شراکت او د امکاناتو د ساحې پراخوالي نظریه

ب: خیالي یا تخیلي نظریه

الف: د ګټو شراکت او د امکاناتو د ساحې پراخوالي نظریه

د اوسني تمدن او پرمختګ په نظر کې نیولو سره د امکاناتو په برخه کې پراخوالی رامنځته کول، د تضاد یا په ټولنه کې د شته تفاوت د ختمولو پر ځای تضادونه او تفاوتونه پر جنګ بدلوي او دغه جنګ د افرادو او ټولنو ترمنځ په دایمي او جاري شکل سره دوام پيدا کوي.

اقتصادپوهان په دې عقیده دي چې د کارونو د تقسیم په صورت کې، چې له یوې خوا د تولید د زیاتوالي، د تولید د کیفیت لوړوالي او په کار کې د تخصص زیاتوالي لامل جوړیږي، ورسره جوخت په ټولنه کې شته تضاد او تفاوت له منځه تللی شي. په هر حال، باید ووایو چې دغه دواړه نظريات په هېڅ صورت سره نه شي کولای، چې شته تضادونه او تفاوتونه له منځه یوسي؛ ځکه چې له دې سره په ټولنه او ګروپونو کې یو ډول فاصله او مثمر تضادونه او تفاوتونه هم وجود لري، لکه درسي، اخلاقي او نور…

د ګټو شراکت او د امکاناتو د ساحې پراخوالي په برخه کې اقتصادي عالم مارکس هم په دې عقیده و، چې د بشر احتیاج او اړتیا د امکاناتو د پراخوالي په صورت کې وده کوي او همدا اړتیا له نورې نړۍ سره د رابطې په صورت کې جوخت وده کوي، چې ټولنیز حالات او شرایط د انساني ودې لپاره تنظیموي، څو د ژوند په ورځنيو فعالیتونو کې برخه واخلي او همدا اړیکې دي، چې انساني ټولنې او ګروپونه یو له بل سره نښلوي او په نتیجه کې د انساني ټولنو او ګروپونو افکار او میتودونه په یو معلوم چوکاټ کې واقع کېږي. په دې ترتیب سره د انساني ټولنو او ګروپونو ترمنځ تضاد او تفاوت له منځه ځي. له بلې خوا که وویل شي همدغه اړیکې دي، چې د تخنیکي وسایطو په نتیجه کې منځته راځي او بیا د دې لامل کېږي چې د لویو تشکیلاتي سازمانونو اړیکې له مرکزي رهبرۍ سره وصل کړي. دا کولای شي په ملي او بین المللي کچه اتحاديې رامنځته کړي او تضاد ته د پای ټکی کېږدي، چې ښه مثال يې د اروپا اقتصادي اتحادیه ده. خو دلته باید وویل شي چې د دې ترڅنګ ممکن نورې ضمني پدیدې هم ایجاد شي، څو نور هېوادونه دې ته مجبور شي چې دوی هم په خپلو منځونو کې بالمثل عمل وکړي او په خپلو کې ګډې اقتصادي اتحاديې ایجاد کړي، څو د خپلو ګټو حمایت او ساتنه وکړي.

دغه چاره چې موخه يې تضاد ته د پای ټکي اېښودل دي، په ضمن کې د هېوادونو او بلاکونو ترمنځ تضاد ته لار پرانېزي، چې دا بیا د نړۍ په کچه یوه لویه ستونزه ایجادوي.

همدارنګه د ګټو شراکت او د امکاناتو د ساحې پراخوالي په برخه کې اقتصادي عالم افلاطون بیا په دې عقیده و: ((د ګټو شراکت د خلکو په منځ کې اتحاد تلقینوي او په خبري انداز کې د ټینګولو طرفداري کوي او د فرد پر نسبت، ټولنې ته زیات ارزښت ورکوي)). نوموړی ټولنه پر طبقاتو وېشي. یانې پوهان، نظامیان او د ټولنې پاتې لویه کتله. پوهان فرمان صادروي او عدالت ته عمومیت ورکوي. جګړه ماران او نظامیان د سرحداتو د ساتنې مسوولیت پر غاړه لري او پاتې لویه کتله د کار وېش د پرنسيپ له مخې، په بېلابېلو کارونو کې مؤظف کوي.

کمپلانس بیا په خپل معروف اثر (د لمر په شان دولت) کې د دولت موجودیت تاییدوي او شخصي ګټې غندي او وايي چې دولت دا وظیفه لري، څو د خلکو له حد څخه د زیاتو ګټو مخه ونیسي او هم د محرومیت مخه ونیسي. د ده په نظر، انسان باید څلور ساعته کار وکړي او پاتې وخت د نورو کارونو لپاره په دقیق ډول تنظیم کاندي. د ده په نظر، د اعدام جزا نشته، خو پرته له دې چې مجرم په خپله دا وغواړي، چې جزا دې ورکړل شي.

خو توماس نوریسوس د ګټو شراکت او د امکاناتو د ساحې پراخوالي په برخه کې د تضاد د ختمولو لپاره د افلاطون نظر ته لا پراختیا ورکوي. د ده په نظر، د افلاطون خیالي نظام په دوو طبقو پورې تړاو درلود، خو نوموړی دې ملکیت، بادار او غلام نظر ته هم په ارزښت قایل دی. هغه وایي: ((د دې لپاره چې خلک په کلیو او ښارونو کې ډلييز ژوند لري، د دوی ترمنځ د تضاد د ختمولو په خاطر هر لس کاله وروسته ګورو چې د قرعه کشۍ د اصل پر بنیاد باید تقسیم کړای شي او ډوډۍ په یو شریک سالون کې وخوړل شي او خلک په بېلابېلو برخو کې مؤظف کړای شي)).

ب: خیالي یا تخیلي نظریه

لکه څرنګه چې منل شوې خبره ده، چې انسان له خپل پیدايښت څخه تر ننه په دې لټه کې دی چې یو داسې نظام او سیسټم رامنځته کړي، چې وکولای شي په کافي اندازه تصادم او تضاد ته د پای ټکی کېږدي. خو بالاخره هېڅوک پر دې نه دي توانېدلي (علاوه له اسلامي نظام څخه) چې یو داسې نظام رامنځته کړي، چې په کافي اندازه تصادم او تفاوت ته د پای ټکی کېږدي؛ خو هر اقتصادي عالم حداقل د تضاد ختمولو په پار د ژوندانه په اوږدو کې ځینې وړاندیزونه کړي او په خپلو خیالاتو کې يې د تضاد ختمونې په موخه د نظام ترسیم کړی دی، چې د نوموړو علماوو له نظریاتو او خیالاتو څخه په لاندې ډول یادونه کوو:

۱- د افلاطون نظریه: مشهور مفکر او فیلسوف په خپل اثر (اوتوپي دولتي نظام) کې د دې مسئلې د حل لپاره داسې نظریه وړاندې کړې ده: «د خلکو ترمنځ اتحاد باید تلقین او جبراً تلقین کړای شي، چې همدا جریان د خلکو د ارادې تمایل او د نظر له یووالي څخه سرچینه اخلي».

د ده په نظر، د خلکو ترمنځ اتحاد قایمول او د فرد په نسبت ټولنې ته زیات ترجیح ورکول، ټولنه پر لاندې طبقاتو وېشي:

الف: د فیلسوفانو ډله چې فرمانونه صادروي او عدالت ته عمومیت ورکوي.

ب: د جګړه مارانو ډله چې دوی دا وظیفه لري، څو د هېواد د سرحداتو ساتنه وکړي.

ج: د ټولنې لویه کتله چې کار د تقسیم د پرنسيپ پر اساس په پوره اطمینان سره کارونه سرته رسوي.

د ده په نظر، په ټولنه کې باید عدالت موجود وي، څو فرد خپلې دندې ته متوجې کاندي. یانې کوم کس چې د کوم کار لپاره تربیه شوی وي او غواړي په خپل ذوق سره دنده تر سره کړي، هغه باید حمایت او تشویق کړل شي او خپله دنده بدله نه کړي. د دندې د بدلیدو په صورت کې باید د دې کار محتوی معلومه شي، ځکه دا کار د دولت په ضرر تمامیږي او له بلې خوا په دنده کې د دندې د تقدس بې احترامي صورت نیسي.

۲- د سن سیمون نظریه: د سن سیمون نظريې پيروان په دې عقیده دي، چې د ټولنې نظام چلوونکی باید داسې یو څوک وي چې له ټولنې څخه زیاته تجربه او ډېر مهارت ولري. دوی د سورل له نظريې سره توافق درلود او ټولنې ته يې د ورکشاپ په نظر کتل، چې په ورکشاپ کې باید هر یو د خپل اهلیت او مهارت مطابق دنده تر سره کړي. د دوی په نظر، په نظام کې باید جبر نه وي موجود او یوازې اخلاق حکومت وکولای شي.

دوی عقیده لري چې په سیسټم کې د جبر او اکراه ضرورت نشته، ځکه د مساوي او مشترکې موخې تعقیب، د دوستانه همکارۍ په صورت کې په خورا اسانۍ سره صورت نیسي او همدغه اطاعت او صمیمیت بیا د دې لامل کېږي، څو خودخواهي له منځه یوسي او یوه سالمه ټولنه رامنځته شي.

۳- د توماس موریوس نظریه: توماس موریوس په خپل اثر (د دولت ښکلی شکل) کې لیکي، چې کمونېزم د افلاطون له نظره په دوو طبقو پورې تړاو لري. دی هم د نوموړي نظريې ته یو څه پراختیا ورکوي او وايي چې ملکیت، باداري او غلامي په ترتیب سره د بادار او غلام ترمنځ تضاد هم رامنځ ته کوي.

د دوی په نظر، د دې لپاره چې د دوی (بادار او غلام) ترمنځ د تضاد مخنیوی وشي، باید هر لس کاله وروسته کورونه د قرعه کشۍ په حساب تقسیم بندي کړای شي. دوی ته باید په مختلفو برخو کې کارونو ور وسپارل شي او ټول په یوه سالون کې ډوډۍ وخوري.

د ده په نظر، داسې نظام به وکولای شي چې له یوې خوا د خلکو عیني اړتیاوې رفع کړای شي او له بلې خوا به په ټولنه کې جنایتونه، حرص او کینه له منځه لاړ شي چې په نتیجه کې به ټولنه په خپله خوښه د ښه ژوند تګلاره وټاکي او د ټولنې وګړي به له سکون څخه برخمن شي.

۴- د کمپلانس نظریه: کمپلانس په خپل معروف اثر (د لمر په شان دولت) کې لیکي چې شخصي ملکیت، حرص او ګټه باید تقبیح کړای شي. دی د توماس موریوس نظريې خلاف د دولت پر موجودیت باندې ټينګار کوي او خپله نظریه په لاندې توګه بیانوي:

الف: دولت دا وظیفه لري چې باید د فرد د زیاتې ګټې (حد نه وتلې ګټې) مخنیوی وکړي او په ټولنه کې د محرومیت د مخنیوي لپاره اقدامات تر سره کړي.

ب: فرد باید په ټولنه کې یوازې څلور ساعته؛ خو د یو دقیق او معین مهالوېش او پلان له مخې سرته ورسوي.

ج: په نظام کې باید د اعدام سزا نه وي؛ خو که فرد په خپله خوښه د جرم سزا وغواړي، نو اعدام به تطبیق کېږي.

د: کله چې په پورته توګه د ټولنې هر فرد نوموړي قوانین تطبیق کړي او پر دغو اصولو ټولنه جوړه کړي، نو په ټولنه کې به د فقر، بدبختۍ او ګېروګنو مخه ونېول شي او پر ځای به یې ټولې خوښۍ او نعمتونه د فرد په اختیار کې ولوېږي.

دویم: اسلامي نظریات

اسلامي نظام چې یو بشپړ او وضاحتي نظام دی او دا یو حقیقت هم دی، چې الله تعالی انسان له پوره او مکمل نظام سره د ځمکې پر مخ خلیفه جوړ کړی او د یو دقیق او نه بدلیدونکي پلان له مخې يې د ځمکې د ابادۍ لپاره پر دې مؤظف کړی او هم يې د اشرف المخلوقاتو په صفت موصوف کړی دی. د الله تعالی له لوري په انساني تفاوت (ژبې، رنګ، جسمي توانمندۍ، عقلي توازن او اقتصادي وضعیت) کې حکمت دا دی چې که چېرې يې ټول انسانان له ورته صفاتو او خصوصیاتو سره نړۍ ته استولي وی، نو انساني ژوند او انساني مسوولیت نه پر ځای کېده.

دا چې د انسان مسوولیت په ځمکه کې د ځمکې ابادوالی دی او ابادې چارې سکون او امن ته ضرورت لري، نو ویلای شو چې د اصلي پلان له مخې د اسلام دین یو د امن او یووالي دین دی. الله تعالی د انساني ژوند په اوږدو کې انسان تل د خیر او کامیابۍ لوري ته هدایت کړی دی او د دوی د هدایت لپاره يې وخت پر وخت پيغمبران علیه السلام را استولي دي. اسلامي نظریات هم د الله تعالی له دې حکم څخه پيروي کوي، چې ویلي يې دي: ((ما چې څه درکړي دي، پرې شکر وکړئ. په دې صورت کې به زه خپل نعمتونه در زیات کړم او که ناشکري مو وکړه، دا به هم درڅخه واخلم، زما عذاب ډېر سخت دی)).

د همدې اصل له مخې اسلامي علماء خلک د اسلامي ورورګلوۍ خواته تشویقوي او وایي چې انسان باید قانع او شکر ایستونکی وي. دا ځکه چې یوازې قناعت او شکر دی چې انسان ته له عذاب څخه نجات ورکوي.

الله تعالی د اقتصادي تضادونو د ختمولو لپاره یو مکمل او بشپړ نظام د خپلو استازو په وسیله رالېږلی دی او فرمايي: ((هر څه چې مې تاسې ته درکړي دي، پرې شکر وکړئ، په دې صورت کې به زه خپل نعمتونه در زیات کړم)). د دې مانا دا ده چې که چېرې فرد او ټولنه پر شته وسایطو او مسوولیتونو باندې شکر وکړي او له هغه سمه ګټه واخلي، نو لرې نه ده چې تضاد یا تصادم ته به د پای ټکی کېښودل شي؛ خو که چېرې په ټولنه کې حرص او ناشکري موجوده وي لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلی دي، له ټولنې او فرد څخه شته هستي هم اخلي او په ټولنه کې لوی تضادونه صورت نیسي.

اسلامي علماء د الله تعالی د دغې اصل پر بنیاد چې فرمایلي يې دي: ((ما چې څه درکړي دي، پرې شکر وکړئ، په دې صورت کې به زه خپل نعمتونه در زیات کړم او که ناشکري مو وکړه، دا به هم درڅخه واخلم. زما عذاب ډېر سخت دی)). فرد او ټولنه اسلامي قواعدو او اسلامي ورورګلوۍ ته متوجې کوي او په دې عقیده دي چې فرد له اړتیاوو څخه ازاد او بې نیازه کړي، څو د همدې مفکورې په خپرولو سره وکولای شي چې د نړۍ په کچه تضاد ته د پای ټکی کېږدي، چې پرته له دې بل هېڅ داسې دلیل نشته چې تضاد او تصادم ته د پای ټکی کېږدي.

Share20Tweet6Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

مارچ 12, 2026

پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

مارچ 12, 2026

سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

مارچ 12, 2026

ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In