د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو موضوع او ولسمشریزې ټاکنې تقریباً سره موازي روان وو. د افغانستان د غوڅ اکثریت نفوس غوښتنه دا وه چې سولې ته دې ترجېح ورکړل شي. د پخواني ولسمشر حامد کرزي نظر دا و چې حکومت دې د همدې اوسنیو مشرانو په موجودیت کې دوام وکړي، سوله دې وشي او بیا دې لویه جرګه را وغوښتل شي، بیا چې جرګې څه پرېکړه وکړه، هغسې دې وشي؛ خو ولسمشر دوه پښې په یوه موزه کې کړې چې نه؛ خامخا دې ټاکنې وشي. د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې نهم پړاو ته وغځېدې، خو دا چې له دې خبرو څه کوچ لاس ته راغلل، هغه له همدې دواړو لوریو سره پاتې شول؛ خو په نویمه دقیقه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لغته ورکړه او په یوه ټویټ یې د خبرو لړۍ بنده کړه. دې کار افغان حکومت ته یوه ښه پلمه په لاس ورکړه چې اوس خو نو باید خامخا ټاکنې وشي. ټاکنې وشوې؛ خو د ټاکنو په باب د ډېری شنونکو اټکل سم وخوت او هغه دا چې په ټاکنو کې په لومړي قدم کې «تقلب» او په دویم قدم کې د امریکا تصمیم رول لري، دا نورې خبرې ثانوي حیثیت لري. په ټاکنو کې د مختلفو دلایلو په وجه ډېرو لږو خلکو ګډون وکړ، یو خو د طالبانو ګواښ و ګیر او بل د تېرو پارلماني ټاکنو برخلیک خلک له ټاکنو سره بالکل بې علاقې کړي وو. ټاکنې باید په ۶/۷/۹۸ نېټه په اوو بجو پیل او په دریو بجو ختمې شوې وای؛ خو کمېسیون دا وخت تر پنځو بجو پورې وغځاوه؛ خو بیا هم د ټاکنو بهیر همغسې کم رنګه پاتې شو. که څه هم تر اوسه پورې خو لا د رایو هغه لومړني نتایج هم نه دي اعلان شوي او لا ورته وخت شته؛ خو کوم خبرونه چې د نارسمي سرچینو لهخوا خپرېږي یا د نوماندانو لهخوا کومې ادعاوې کېږي، سړی حیران شي چې دا څه ډول کیدای شي چې غویی لا حلال نه او خنکي پر سر ایښې! یو وایي ما ګټلې او بل وایي ما ګټلې. ځینې ځوانان خو یې په اټکلیزه توګه سلنه هم ښیي چې د دغومره رایو په حدودو کې مو ګټلې دي. د اټکل له مخې داسې برېښي چې دولت جوړوونکی او د ثبات او همپالنې ټیم به سره د سیالۍ په ډګر کې پاتې کېږي. په دوی پسې دویمه درجه ټیمونه هم ځان له چا کم نه ګڼي او دوی په ټاکنو کې د تقلب مشخص مثالونه هم وړاندې کوي. یوه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې هم ښکته پورته کېده، په یوه مرکز کې څو ښځې لګیا دي او صندوقونه له رایو ډکوي، دا ویډیو تقریباً پنځه دقیقې ده. همدارنګه په پارلماني ټاکنو کې چې په کوم ځای کې څومره رایې ورکړل شوې وې، اوس هلته د څو چنده رایو راپورونه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو ګډون د پارلماني ټاکنې په تناسب ډېر کم و؛ نو بیا رایې په څه زیاتې شوې؟ دغسې د بایومتریک او نه بایومتریک رایو ناندرۍ هم لا پر خپل ځای دي. د ټاکنو کمېسیون وایي چې نا بایومتریک رایې به نه شمېرل کېږي، همدغه غوښتنه د نورو نوماندانو هم ده؛ خو ځینې لوري له هغې جملې د دولت جوړوونکي ټیم د ځینو مشرانو لهخوا ګواښل کېږي چې نا بایومتریک رایې به شمېرل کېږي؛ خو پخپله کمېسیون بیا وایي چې نا بایومتریک رایې، تکراري رایې، سپینې رایې او قلم خورې رایې په اصلي رایو کې نه شمیرل کېږي. د زیاترو نوماندانو غوښتنه هم همدا ده چې باید نا بایومتریک رایې و نه شمېرل شي او که داسې وشي، دوی به پایلې هم مني او ګټونکي ته به مبارکي هم وايي؛ خو وبه ګورو چې د ټاکنو کمېسیون تر کومه بریده پر خپلو ژمنو عمل کولای شي او یا یې څوک عمل ته پرېږدي.
د شکایتونو کمېسیون هم مني چې دوی ته مختلف شکایتونه ور رسېدلي دي، چې دوی یې لومړی تصنیف بندي کوي او بیا پرې غور کوي. د دې کار لهپاره په قانون کې پنځلس ورځې وخت ټاکل شوی چې باید تصفیه او په هکله یې پرېکړه وشي.
دلته دوې خبرې مهمې دي:
لومړۍ دا چې د ټاکنو او شکایتونو کمېسیونونه لکه د مخه مو چې هم یادونه کړه، تر کومه بریده پورې خپلې ژمنې عملي کولای شي؟
دویمه دا چې د ټاکنو او شکایتونو کمېسیونونو تر اجراآتو او په ټاکلي وخت د رایو تر اعلانولو وروسته به بایلونکي نوماندان کوم غبرګون ښيي؟
په دې کې شک نشته چې د افغانستان په څېر په یوه جنګ ځپلي هېواد کې او هغه هم چې لا د ډیموکراسۍ او ټاکنو د تمرین په لومړنیو مراحلو کې واقع دی او پر هغې سربېره، جنګسالاري او زورواکي هم پر خپل ځای پکې پاتې ده او یوه تپلې نیابتي جګړه هم دوام لري، د شفافو ټاکنو کول او یا یې تمه کول هسې بېځایه خبره ده. دلته به تر ډېره پورې ټاکنې کېږي؛ خو سلو په سلو کې د شفافو ټاکنو تمه نه شي کېدای. تر اوسه پورې لا حکومت پر ټول هېواد حاکم نه دی، ډېری سیمې د وسله والو مخالفینو په لاس کې دي، قانون لا پوره نه دی حاکم؛ نو په دغسې یوه حالت کې به څه ډول شفافې ټاکنې وشي. له بلې خوا ولسمشرۍ ته نوماندان او خصوصاً هغه نوماندن چې د ګټلو چانس یې ډېر کم لیدل کېږي، هېڅکله پر دې قناعت نه کوي چې د شفافو ټاکنو په نتیجه کې د ګټونکي شي، بس هر یو وایي چې له هرې لارې ممکن وي؛ خو چې ټاکنې وګټي. دا چې په خپلو غونډو او خبري کنفرانسونو کې څه وایي، هغې خبرې ته پاتې کېږي چې:
«دستم به آلو نمیرسد، آلو ترش است».
زما په باور، که څه هم د تقلب ادعا خو ټول کوي؛ خو یو هم داسې نه دی چې په تقلب کې لاس ونه لري، فقط دا خبره ده، د چا چې څومره وس رسیدلی، د تقلب لمن یې نیولې او که یې وس نه دی رسیدلی، هغه خو نو جلا خبره ده.
متأسفانه زموږ ټاکنې هر ځل تقلب بدنامې کړې او بې اعتباره کړې دي. په ۲۰۱۴ ز کال کې موږ ولیدل چې بین المللي څارونکي راغلل، رایې یې بیا وشمېرلې او څومره رایې یې باطلې اعلان کړې؛ خو له هغې سره سر هم دوو مخکښو نوماندانو قناعت و نه کړ، تر هغې چې د امریکا د بهرنیو چاور وزیر راغی او د ملي وحدت حکومت یې پرې جوړ کړ؛ خو دې حکومت ښه نتیجه نه درلوده، هیله ده چې دغه ناکامه تجربه بیا تکرار نه شي.
د ولسمشرۍ مخکښ نوماندان باید پر دې پوه شي چې ولس نور د بحرانونو د بیا بیا تجربو حوصله نه لري. اوسنیو ټاکنو وښوده چې ولس نور له ټاکنو سره څومره بې علاقې شو دی او په حقیقت کې پر حکومت بې باوره شوی دی؛ نو هیله ده چې بحرانونو ته لار اواره نه کړي او ټول یو ځل بیا هېواد ته د سولې راوستلو په لار کې خپلې هلې ځلې پیل کړي.