وروسته له هغه چې امریکایي ولسمشر ټرمپ د دوی او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو لړۍ وځنډوله، طالبانو د موجود ذهنیت د ماتولو په موخه، د امریکا مخالفو پلازمېنو مسکو، بیجېنګ، تهران او تازه اسلام اباد ته سفرونه وکړل.
د دوی د سفرونو پایله د دغو هېوادونو له لوري د افغان سولې ملاتړ، د بهرنیو پوځیانو وتل او په ټوله کې د بین الافغاني مذاکراتو پر پیلېدو ټینګار و.
په دغه جریان کې وروسته له هغه چې د طالبانو او امریکایي اړخ ترمنځ مذاکرات ودرېدل، د امریکایي لوري د سولې قرائت هم تغیر کړی او له افغان حکومت سره د طالبانو د معاملې بحث پر امریکایي شرایطو د امریکایي نظامي او سیاسي ویاندویانو تازه رجزونه ګرځېدلي، ځکه کله چې امریکایانو په دوحه کې د سیاست پر میز د خپل استعماري عادت خلاف ډېر څه له لاسه ورکړي او بایللي ولیدل، نو د یوه امریکایي عسکر د وژل کېدلو په پلمه یې هر څه صفر ته راکښته کړل او یوځل بیا یې د ۲۰۰۱ ز کال په څیر د جګړې او تسلیمۍ اعلانونه وکړل.
پر امریکایي شرایطو متکي بین الافغاني سوله څه ده؟
د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د امریکا ـ افغان جګړې د پایته رسېدلو اړوند، د دوحې د خبرو اترو له درېدو سره سم افغان حکومت دغه بګتۍ غږول لا پسي چابک کړل، چې یوازې بین الافغاني مذاکرات د امریکا په کفالت د افغان حکومت په محور سره، چې جمهوریت او بې تعریفه ډیموکراسي یې سرې کرښې دي، مونږ یوې نسبي سولې ته رسولی شي.
دوی د دې لپاره د ټولو لوېدیځو سفارتونو دروازې وټکولې، په امریکا کې یې افغان سفارت ته د لابي په موخه پیسې واستولې او په کور دننه یې یوځل بیا د جګړو، وحشتونو، افغان وژنو، مرګونو او وینو کمپاین پیل کړ.
اوس پر دې بین الافغاني سولې د ټینګار اړوند د ډاکتر غني موخه او د امریکا پروژه څه ده؟ طالبانو او افغان ولس ته به ترې څه رسیږي؟ مونږ د ډاکتر غني د خبرو له څرنګوالي څخه دغه موخه درک کولای شو.
زما په نظر د حکومت او امریکا بین الافغاني سوله امریکایي او مطلقاً د تسلیمۍ پر شرایطو ولاړه ده.
د بېلګې په توګه، غني فکر کوي چې له طالبانو سره به لکه د حزب اسلامي په فورمول سوله وکړي، په دې سره به امریکا خپل استعماري شتون برحق، د حکومت موقف به مشروع او د طالب مبارزه به نامشروع، یاغي ګري او یوازې د افغانانو د وژلو پروژه وګرځوي.
د دې پایله به د ډاکتر غني لپاره د خپل حاکمیت دوام، د امریکا د پوځي شتون برلاسي او د طالبانو انشعاب، ټوټه کېدلو او مسخه کېدلو ته رسماً زمینه برابره کړي.
دا ځکه غني پوهیږي چې له سولې وروسته په افغانستان کې د سیاست کول څه چې د یوه عادي افغان په توګه د ژوند کولو خیال هم ورته محال ښکاري. ځکه خو دی هم د جمهوریت د دفاع په هنګامه کې غواړي چې یوځل بیا خپل مقام، د ولس لخوا بایکاټ شویو او په ټوله کې له درغلۍ او پراډ څخه ډکو ټاکنو له لارې تر لاسه کړي.
هغه چې د نوموړي په اصطلاح که په دغو ټاکنو کې یوازې هم پاتې شي او یو افغان هم پکې برخه وانه خلي؛ دی به ټاکنې وکړي او برخه به پکې اخلي.
په داسي حال کې به غني او امریکا په لاس بري دریځ کې وي، بل پلو به مات مات او په کمزوري دریځ کې ګیر طالب د دوی په دام او پراډ کې بند پاتې وي، ملي پلویتوب به یې بایللی وی، ولس ته به مخ نه لري، غني به قدرت، ثروت، مشروعیت او د امریکا ملاتړ لري. په داسې یوه وضعیت کې به طالبان په یوه محور د راټولیدو هېڅ ډول رهبریت او د دریځ نیولو وس ونه شي لرلای، داسې مهال به امریکا د غني د خوښې خپل یو بل ملګری واک ته د ولسمشر په نوم ورسوي او طالبان به له هغه سره په دغسې یوه وضعیت کې د سیالۍ هېڅ امکان ونه لري. له دې سره به هغه طالبان چې ۴۸ هېوادونو په هېڅ وسله، وسیله او فریب سره مات نه کړل، په یوې حیلې سره به مات او مسخه شي.
امریکایان او په واک کې حکومت به یې د تبلیغاتو او پروپاګنډۍ له لارې پاتې محبوبیت هم ورختم کړي او دا به زموږ پر ملي او د امت پر سیاسي تاریخ کې د اشغال، بلواکو، پردیپالو او ورځچارو یوه داسې بېسارې بریا وي، چې نور به هېڅ ملتپاله، آزادي غوښتونکي، پر ملي ارادو باورمند او خپلواک مزاجه خوځښت او انسان به د دوی پر وړاندې کله هم سر جګ نه کړي.
د طالبانو دریځ او کورنۍ دنده
په دې ټولو کې جالب ټکی دا دی چې اوس شرایطو ډېر بدلون کړی، خپله امریکایان جګړه حللاره نه ګڼي، د سیمې او نړۍ هیوادونه د امریکا پر نیت او ماموریت شکمن دي، هغوی چې په افغانستان د امریکا د یرغل اسانچاري او مدافعان وو، اوس یې د وتلو په داعیه کې ولاړ دي، خپله په امریکا کې عادي امریکایان نور چمتو نه دي چې خپل زامن یوې پر حتمي ماتې ولاړې د تباهۍ کندې ته واچوي، په کور دننه خو سوله د ټولو افغانانو د خولې پر ورځني شعار او دعا اوښتې ده، هغه سیاستوال او پخواني چارواکي چې یو وخت د امریکا د شتون ټینګ ملاتړي وو، اوس د سولې مخکښ فعالان ګرځېدلي او په ټوله کې له ډاکتر غني او څو د ګټو له یارانو څخه چې له نوموړي سره له څوکۍ او موقف پرته نور هېڅ مشترکات نه لري، هر څه زمان او زمین د سولې د راتګ او د بهرنیانو د وتلو غوښتونکي دي.
په داسې شرایطو کې طالبان باید پر خپل ملي، ولسي او تاریخي دریځ ټینګ ودریږي، له ولس سره له وروستي تساهل څخه کار واخلي، کوښښ وکړي څو هغه ځایونه چې ډېرو عامو افغانانو ته پکې زیان رسیږي، خپل نظامي اهداف ونه ګرځوي، په خپله ډیپلوماسۍ کې د امریکا د سنتي مخالفانو تر څنګ، له خپلو مخالفینو لکه هند چې تل د طالب ضد جبهه کې پاتې شوی، اړیکې نږدې کړي او د هند له ستراتیژیکو ګټو او دریځونو سره د سازش ډاډ ورکړي. همدارنګه له ولس او د ولس په منځ کې له هغو سیاستوالو، مخورو او فعالانو سره کار وکړي چې کولای شي ولس د امریکا خلاف جبهه کې یو موټی کړي، سولې ته ولسي چوکاټ جوړ کړي او د خپلو مدني لاریونونو، اعتراضونو او فشارونو له لاری نړۍ او د یرغلګرو هېوادونو ولسونو ته وښایي چې طالبان د افغان ولس برخه دي او دوی له سیاسي بهیره لرې کول تاریخي جفا ده. طالبان اوس هم په هغو سیمو کې چې د دوی تسلط دی، د حکومتي ادارو په څېر دعام ولس د ژوند پروا نه لري، دغه ډول چلن دوی هم په ولس کې د تېر ځل په څېر منزوي کوي. دوی باید دې ستونزې ته جدي پام وکړي.
په پای کې باید پر دې وپوهېږو چې بهرنیان به بالاخره له هېواده وځي، که نن نه وي سبا ته به مجبورېږي چې ووځي، د دوی له وتلو سره به یې لاسپوڅي د ولس رحم او کرم ته پاتې وي، ځکه خو ټولو افغانانو ته پکار دي چې د خپل هېواد د برخلیک په باب مسوولانه فکر وکړي او مسوولانه ګام واخلي.