په نړیواله کچه د یو غورځنګ او یا نهضت پر رسمیت پېژندلو لپاره د دولتونو او نړیوالو سازمانونو مرستې ته اړتیا ده تر څو چې د دولتونو په حمایت او یا لږ تر لږه د خصومت په نه شتون یې وکولای شي خپل فعالیت ته ادامه ورکړي او وکولای شي په خپلو داخلي مبارزو کې بریا ترلاسه کړي؛ ځکه چې دا ډلې د اړوند دولت سره د خصومت په وجه اصولاً له ډول ډول ربړو، کړاوونو، بې کوره کېدو، فشار او تبعیض سره مخ وي او د هغوی لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې مادي او معنوي ملاتړ یې وشي، تر څو وکولای شي خپلې اړتیاوې پوره کړي.
په بل عبارت دا غورځنګونه باید تر یوې اندازې د نړیوال مشروعیت څخه برخمن وي. د سیمه ییزو سازمانونو له لوري د اړوندو جنبشونو په رسمیت پېژندنه لکه د اروپا شورا، د امریکایي هېوادونو سازمان او یا اروپایې اتحادیې لخوا کېدلای شي د حقانیت او مشروعیت پله یې درنه کړي. حقوقپوهان په دې عقیده دي چې د دولتونو او یا نړیوالو سازمانونو له لوري د دا ډول غورځنګونو په رسمیت پېژندنه د دوی شخصیت پيدا کېدنې او یا نړیوال شخصیت تاییدۍ نښه ده.
کله چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د آزادي بښونکو غورځنګونو مسئله راپورته شوې، دې رکن همېشه هڅه کړې چې په دریو برخو کې( د استعمار سره په جګړه، د اجنبیانو له لوري د ځمکې اشغال او توکمیز تبعیض) د جنبشونو له لوري زور کارونه مشروع وښایي.[1]
دا ښکاره ده چې د دغه ډول مبارزو اساس او بنسټ په حقیقت کې د ځینو نړیوالو مسلمو حقونو څخه سرچینه اخلي؛ لکه د استقلال لاسته راوړلو حق، د خودمختارۍ حق، د خپل سرنوشت د تعین حق چې د ملګرو ملتونو منشور په لومړۍ ماده، همداراز د سیاسي او مدني حقونو کنوانسیون په اوله ماده کې صراحتاً ذکر شوی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې هم په خپلو ډېرو پرېکړه لیکونو کې د خودمختارۍ، استعمار پر ضد د استقلال لاسته راوړنې پر اساس دا ډول جنبشونه هغه حرکتونه بللي چې د استعمار، نژادي تبعیض او د خپل سرنوشت ټاکلو په موخه مبارزه کوي. عمومي اسامبلې همداراز د غیرمتعهدو غورځنګو طرحه هم د استعمار یوغ پای ته رسولو او استقلال ته د ملتونو رسېدلو په منظور تصویب کړه. د دغه پرېکړه لیک تر تصویب وروسته ډېری هېوادونه د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ز کلونو ترمنځ مستقل شول او په همدې کال ( ۱۹۷۰ز) کې دغه سازمان اعلان وکړ چې استعمار په هر ډول او د هر نوم لاندې جنایت دی او د منشور تخلف حسابېږي.[2]
د عمومي اسامبلې ۲۹۱۸ ګڼې پرېکړه لیک هم همدا رویه تعقیب کړه او په ۱۹۷۳ ز کال کې یې رسماً اعلان وکړ چې: «قیام او مسلحانه اقدام، د آزادي بښونکو جنبشونو له لوري مشروع او موجه اقدام حسابیږي، ترڅو وکولای شي د استعماري او توکم پالونکو قدرتونو د شړلو په لار کوټلۍ ګام واخلي.» په ۱۹۷۶ ز کال کې د دغه سازمان ۳۱۳۴ نمبر پرېکړه لیک هم آزادي بښونکو غورځنګونو ته د زور کارونې اجازه ورکړه او په مقدمه کې یې راغلي چې دا پرېکړه د جنبشونو له لوري د مسلحانه مبارزې په شمول د هر ډول وسایلو او امکاناتو ګټې اخیستنې ملاتړ کوي چې د استعماري او اجنبي ځواکونو پر ضد یې کاروي.
د فلسطین په قضیه کې هم د عمومي اسامبلۍ له لوري پرېکړه لیکونه صادر شوي چې د هغې جملې څخه کولای شو د ۲۵۳۵، ۲۶۷۲، ۳۲۳۶ او… پر اساس د فلسطیني وګړو مبارزه د منشور او بشري حقونو نړیوالې اعلامیې په چوکاټ کې مبارزه مشروعیت ورکړی او تاکید یې کړی چې دوی ( فلسطینیان) کولای شي په هر حالت کې له هرې وسیلې د زور کارونې په شمول ګټه واخلي، ترڅو خپلو ملي موخو ته ورسېږي.
همداراز ملګرو ملتونو په ډېریو مواردو کې له دولتونو غوښتي چې له دغه ډول غورځنګونو سره ټول مادي او معنوي کمکونه وکړي او په دې برخه کې له هېڅ ډول مرستې سپمونه ونه کړي.[3] البته دا هڅه بې نتیجې هم پاتې نه شوه او په ۱۹۷۷ ز کال کې د یو ډیپلوماتیک کنفرانس په ترڅ کې د بشردوستانه حقوقو اړوند دوه پروتوکولونه تصویب شول چې یو یې د مسلحو ازادي غوښتونکو غورځنګونو اړوند و چې د خپل سرنوشت تعین حق لاسته راوړلو په موخه مبارزه کوي.
د پورتني پروتوکول تصویب د درېیمې نړۍ هېوادونو په ځانګړي ډول آزادي غوښتونکو غورځنګونو لپاره مهمه لاسته راوړنه بلل کېدای شي؛ ځکه چې د غربي نړۍ له جدي مخالفت سره سره، د درېیمې نړۍ په بیا بیا غوښتنو بالاخره دا پروتوکول تصویب شو. سربېره پر دې دا ډول غورځنګونه د نړیوالو ډلو په عنوان چې د جنګ حقوقو مشمول کېږي، په رسمیت وپېژندل شول.
په پایله کې ویلای شو چې په نړیوال سټېج کې د دغو غورځنګونو ځای تثبیت او د موفقیت د تحقق لپاره دوه عامله په نظر کې ونیسو، ۱- د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ او تخصصي نهادونو کې د ملي مقاومت کوونکو غورځنګونو ناظر عضویت امکان ۲- په بین المللي مخاصماتو کې د سرنوشت تعین حق په اړه د ملي مقاومت کوونکو جنبشونو په رسمیت پېژندل.
د ترورېزم په اړه بېلابېل تعریفونه شوي دي چې دا په خپله د دې ښکارندویي کوي، چې دولتونه د دې پدیدې په پېژندګلوۍ او ارزونې کې د نظر اختلاف لري. د نړیوالو حقوقو انجمن له انده ترورېزم، د افرادو، سازمانونو، ځایونو او د نړیوالو حمایت لرونکو حمل او نقل وسایلو پر ضد هر ډول انفرادي او ډله ییز تهدید دی چې د دولت په داخل او یا بهر کې صورت نیسي. [4]
واقعیت دا دی چې د ترورېزم او او آزادي بښونکو جنبشونو ترمنځ ورته والی او توپیرونه ترسترګو کېږي. د ساري په توګه د خشونت کارول او د سیاسي انګېزې شتون په دواړو هغو کې مشترکه وجه ده، لېکن په حقیقت کې دا دواړه اقدامونه د انګېزې له پلوه د فعل په ترسره کولو کې سره توپیر لري، هغه مبارزین چې د استقلال لاسته راوړلو په موخه هڅه کوي، له هغو ډلو سره توپیر لري چې د ترور او وحشت ایجاد په موخه هېڅ ډول اخلاقي او انساني اصولو ته غاړه نه ږدي. تروریست هغه څوک دی چې بین المللي بشردوستانه قواعدو ته په نه پام جنایتونه ترسره کوي، دا په داسې حال کې ده چې د ملي مقاومت کوونکو جنبشونو اصلي موخه آزادۍ ته رسېدنه او د استعماري رژیم سرکوب دی.
ملي مقاومت کوونکي جنبشونه د خپلو ملي غوښتنو په وجه د پراخ داخلي حمایت څخه برخمن دي او په حقیقت کې د خلکو پراخ ملاتړ له ځان سره لري. په بل عبارت د آزادۍ غوښتونکو غورځنګونو په اصل کې مبارزه مسلحانه او سازمان شوې ده چې د جنګي عملیاتو نه یې موخه د اشغالګرو ځواکونو ته زیان اړول دي او په پایله کې یې هېواد آزاد شي.
همداراز د یادولو ده چي د سرنوشت تعین حق د ازادی غوښتونکو غورځنګونو انحصاري او مسلم حق دی او د زور کارونې مشروعیت هم له همدې حقه سرچینه اخلي. په دې دلیل چې د خپلو وګړو په استازیتوب په دا ډول اعمالو لاس پورې کوي. لېکن کومې مبارزې چې د مقاومت په عنوان ترسره کېږي، باید اشغالګر په نښه کړي؛ ځکه چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ دا ډول غورځنګونه کولای شي په بهر کې هم د اشغالي دولت موخې په نښه کړي. دا په داسې حال کې ده چې تروریستي ډلې هېڅ ډول نړیوالو توافقاتو ته ژمنې نه دي او د خپلو موخو په لار کې له هر ډول عملیاتو څخه کار اخلي؛ حتی د ملکي او غیرنظامي وګړو پر ځان، مال او ناموس تجاوز باندې هم بسنه نه کوي.
د آزادۍ غوښتونکو غورځنګونو حقوقي وضعیت د ژنیو(۱۹۴۹ز) څلورګونو کنوانسیونونو په لومړي نمبر پروتوکول کې پېشبیني شوی چې د نړیوالو حقوقو تابعان دي او کولای شي د حق او تکلیف طرف وګرځي، دویم دا چې د دوی له لوري د زور کارونه تروریستي اعمال نه دي، درېیم دا چې د دوی مسلحانه مبارزه د نړیوالو مخاصماتو له ډلې ده؛ ځکه خو د جنګ حقوقي قواعدو اصولو تابع دي. همدا علت دی چې که د دغو نهادونو غړي ونیول شي، جنګي اسیر حسابېږي[5] او د نوموړي کنوانسیون حقوقي قواعد پرې حاکم دي. دا په داسې حال کې چې په تروریستي ډلو هېڅکله دا شرایط او حالات حاکم نه دي. د یادونې ده چې د تروریستي اعمالو او ملي آزادي بښونکو جنبشونو د فعالیت بېلوالي لپاره په نړیواله کچه اولین تړون په ۱۹۸۸ ز کال کې د عرب اتحادیې له لوري رامنځته شو. د دغه کنوانسیون په مقدمه او دویمه ماده کې په صراحت وایي چې: «د تروریزم پر ضد مبارزه چې یوه شومه پدیده ده، هېڅکله باید د ملي مقاومت کوونکو او آزادۍ غوښتونکو غورځنګونو د اقداماتو مانع ونه وګرځي چې د سرنوشت تعین حق په منظور د نړیوالو حقوقو په چوکاټ کې وي».
کردانو د تاریخ په اوږدو کې کوچیاني ژوند درلود او د بین النهرین په هوارو سیمو کې په مالدارۍ بوخت وو. کردان اوس یوه ځانګړې ټولنه ده چې د نژاد، کلتور او ژبې له پلوه واحده ډله ده، اکثریت یې سني مسلمانان دي، خو یو شمېر نور مذهبونه او عقیدې هم لري. د دوی ټول نفوس تر ۳۰ میلیونو اوړي او په ترکیه، سوریه، ایران، عراق او ارمنستان کې مېشت دي. کردان په منځني ختیځ کې څلورمه ستره نژادي ډله ده چې رسمي دولت نه لري.
کردانو غوښتل په ۲۰ مه پېړۍ کې د کردستان په نوم دولت جوړ کړي او له لومړۍ نړېوالې جګړې وروسته یې متحدینو هم په ۱۹۲۰ ز کال کې پرېکړه وکړه چې د کردانو لپاره دولت جوړ شي، خو په لوزان تړون چې په ترڅ کې یې ترکیه د عثماني امپراتورۍ ځایناستې شوه، د دوی موضوع یاده نه شوه. له هغې وروسته دوی په تېرو ۱۰۰ کلونو کې بې رحمه وځپل شول. کله چې په ۲۰۱۳ ز کال کې داعش د سوریې په شمال کې د کردي سیمو د نیولو هڅه وکړه، دوی یې پر ضد راپاڅېدل او د تېر کال په اخرو کې یې د اسلامي دولت غړي په شا و تمبول شول او کردان وتوانېدل چې بېرته خپلې سیمې ترلاسه کړي. د ترکیې ۲۰ سلنه نفوس کردان جوړوي، ترکي واکمنو له دې خلکو سره ډېر بد چلن کړی او پاڅونونه یې ورته تیت او پرک کړي. په ترکیه کې د همدغه پروګرام له مخې کردي نومونه او دودونه منع شول، د کردي ژبې کارول محدود شول او حتی د کردانو له توکمیز هویت څخه انکار وشو. په ۱۹۷۸ ز کال کې عبدالله اوجالان د pkk ګوند بنسټ کېښود.شپږ کاله وروسته یې په وسله والې مبارزې پیل وکړ. له هغې راهیسې شاوخوا ۴۰۰۰۰ کرديان وژل شوي او په سلګونو زره یې بېځایه شوي دي. انقره سره له دې چې داعش ډله ځانته خطر ګڼي، خو په عین حال کې وېرېږي چې ترکي کردان سوریې ته ورتېر شي او له هغه ځایه د هغه ځای کردي جنګیالیو سره په ګډه چې د پي کې کې یو ښاخ دی، ترکي موخې په نښه کړي.
همداراز د سوریې دولت هڅه کوي چې د کردانو اعتراضونه وځپي، مشران یې ونیسي او له اساسي انساني حقونو څخه یې محروم ساتلي دي. د سوریې دولت دا هڅه کوي چې د خپلواکۍ غوښتنې یې محدودې کړي.
په عراق کې هم کردان د ټول نفوس شاوخوا ۲۰ سلنه جوړوي. دلته هم د تاریخ په دوران کې له بېلابېلو ربړو سره مخ شوي دي. په ۱۹۷۰ ز کال کې دوی په سیستماتیک ډول له کرکوک ښار څخه وشړل شول، په ۱۹۸۸ ز کال کې صدام حسین پر عراقي کردانو بې رحمه بریدونه وکړل او حتی هایدروجني ګازونه یې پرې وکارول.
سره له دې چې په سوریه، عراق او ترکیه کې کردان له ډول ډول کړاوونو سره مخ دي، د هر ډول توطیو ښکار شوي، خو دوی تر اوسه هېڅ ډول فشار ته نه دي تسلیم شوي او تل یې د خپل سرنوشت تعین حق غوښتلو غږ پورته کړی. استعمار به هڅه کوي چې رسا غږونه یې چوپ کړي، د تروریستي ډلو نوم ورکړي، خو د نړیوالو حقوقو له مخې، دوی حق لري چې د خپل سرنوشت ټاکلو حق ته رسېدلو او د استعمار ځپلو په موخه هر ډول مبارزه وکړي، حتی کولای شي مسلحانه مبارزه وکړي. د دوی مبارزه د ملي آزادي بښونکي غورځنګ په توګه د نړیوالو حقوقو سره په تطابق کې ده او په نړیواله کچه د ځانګړي حقوقي اعتبار او حیثیت درلودونکې ده.
[1] صادقی، حقیقی، دیدخت، نهضت های رهایی بخش ملی و تروریسم بین المللی از دید حقوق بین الملل، مجله ای اطلاعات سیاسی، ۲۰۵ ګڼه، ۱۳۸۳، ۲۹مخ
[2] اصغری، آمشهدی، فخرالدین؛ شیرانی، فرناز، حق تعین سرنوشت در اسناد بین المللی و قرآن کریم، د اسلامي بشري حقونو مطالعې مجله، دویم کال، ۳ ګڼه، ۱۳۹۲، ۱۱۵مخ
[3] امین زاده، الهام، تفاوت تروریسم و تلاش برای دستیابی به حق تعین سرنوشت، ۱۳۸۰، ۹۳مخ
[4] International law Association, Report of Fifty seventh, conference, Madrid 1976, London, p.119
[5] د ژنو( ۱۹۴۹) څلور ګونو کنوانسیونونو ۱ماده، څلورمه فقره.