دویمه برخه
له طالبانو سره د خبرو لغوه کېدو عوامل
سخته برېښي چې د ټرمپ د وروستیو ټویټونو تر شا هغه رښتیني عوامل په نښه کړو، چې له کبله یې ده له افغان طالبانو سره د سولې خبرې اترې وځنډولې. خو بیا هم په دې تړاو ځینې عوامل شته، چې هم هیله بښونکي دي او هم هیله رژوونکي.
لومړی؛ د خبرو اترو له تمولو او ځنډولو څخه د سولې په خبرو اترو کې د فشار د آلې په توګه ګټه اخیستل. ټرمپ له دې وړاندې هم له شمالي کوریا سره د خبرو اترو پر مهال دغه تاکتیک غوره کړی و.
دویم؛ په امریکا کې د اوسني تړون پر ماهیت له زیاتېدونکو نیوکو څخه ځان خلاصون. په امریکا کې له وروستیو څو اونیو راهیسې له افغان طالبانو سره د سولې پر تړون ډېرې نیوکې کېږي. په دې اخرو کې کانګرېس زلمي خلیلزاد ته درېیم ځل لیک واستاوه او له نوموړي څخه یې له طالبانو سره د خبرو وضاحت وغوښت. کانګرېس وویل، که چېرې وضاحت ورنه کړل شو، نو دوی به بدیله لاره غوره کړي. همدارنګه په افغانستان کې د امریکايي سفیر لیک چې هغه غوښتنه کړې وه، چې د امریکایانو وتل باید د سولې له راتګه وروسته وي، نه د سولې له راتګه مخکې. په ټوله کې له ټرمپ سره د سې ای اې، دفاع وزارت، کانګرېس او ملي امنیت سلاکار جان بولټن چې ډېر ګومان کیږي د همدې موضوع پخاطر ټرمپ له ده غوښتنه وکړه، چې استعفا وکړي او له دندې ګوښه کړی شو، هغه مسایل دي چې امکان لري په دې خاطر ټرمپ له طالبانو سره خبرې لغوه کړې وي.
درېیم؛ دا هم له امکانه لرې نه ده چې ټرمپ خپل موقف يوځل بيا بدل او د سولې د مذاکراتو ځنډېدلی بهير بيا پيل او عاجلې يي پايلې هم اعلان شي.
څلورم؛ داسې انګېرل کیږي چې طالبانو نه غوښتل چې له توافق څخه مخکې له ټرمپ سره وګوري او غوښتنه یې دا وه چې له توافق وروسته کېدای شي په درېيم ځای کې له ټرمپ سره وګوري.
پنځم؛ د توافق د ځای او وخت په اړه د دواړو لوریو مخالفت هم امکان لري چې د خبرو د لغوه کېدو سبب شوی وي.
د امریکا-طالبانو د خبرو له لغوه کېدو وروسته د سولې هڅو ته کتنه
طالبانو له امریکا سره تقریباً د یو کال په جریان کې نهه پړاوه خبرې وکړې، چې په نهم پړاو خبرو کې دواړه لوري نهایي توافق ته رسېدلي وو، خو د ځینو ستونزو له امله چې ډېره پړه یې پر امریکا ور اچول کیږي، خبرې بندې شوې. له هغه وخته چې خبرې بندې شوې دي، د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر غړو د سیمې هېوادونو ته خپل سفرونه کړي او له هغو هېوادونو سره د خبرو د بندېدو په اړه یې خبرې کړې دي. د دې سفرونو په لړ کې دوی ایران، روسیې، چین او پاکستان ته لاړل. یادو شویو هېوادونو ته چې دوی سفر وکړ، د هغو هېوادونو حکومتونو له دواړو لوریو د بیا خبرو د پیل کېدو او خشونت د کمېدو غوښتنه وکړه. د یادونې وړ ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف چې د خپل هېواد په پارلمان کې یې خبرې کولې، د افغان سولې یادونه وکړه. ده زیاته کړه چې موږ په افغانستان کې بهرنۍ سوله د بهرنیانو په لاس نه غواړو او هېڅکله به ملاتړ هم ترې ونه کړو. د یادولو وړ ده چې کله طالبانو پاکستان ته سفر وکړ، د هغه هېواد له مشرانو سره یې ولیدل او د افغان سولې لپاره د امریکا له استازي زلمي خلیلزاد سره یې هم ولیدل، خو د دې لیدنې ډېر جزیات یې شریک نه کړل. داسې انګېرل کیږي چې کومه د خبرو دروازه بنده شوې وه او له دې لیدنې سره بېرته پرانیستل شوه. اوس وینو چې د ټولو لوریو لخوا د سولې هڅې پیل شوې دي او دا یو ښه ګام دی، چې ټول اړخونه پکې برخه اخلي.
همدارنګه د امریکا له لوري د افغان سولې لپاره ټاکل شوي استازي زلمي خلیلزاد هم له تېرې اونۍ بیا ځل اروپایي هېوادونو ته خپل سفر پیل کړی. د اروپایي ټولنې له مشرتابه سره یې په لیدنه کې د افغان کشالې د حل په موخه، د خشونت پر کمېدو ټینګار کړی. همدا ډول د افغان سولې پروسې په اړه په روسیه کې د امریکا، چین او پاکستان ترمنځ څلور اړخیزه مشورتي غونډه کې یې ګډون کړی دی.
د یادولو وړ ده چې د اکتوبر په ۲۹مه او ۳۰مه د چین د خلکو جمهوریت په نوښت بین الافغاني ناسته جوړیږي، چې په دې ناسته کې تر اوسه د طالبانو د سیاسي دفتر غړو او افغان سیاسیونو چې مشري به یې پخوانی جمهور رییس حامد کرزی کوي، د ګډون خبره کړې او افغان حکومت هم ویلي چې په مناسب وخت کې به د هغو کسانو نوملړ چې په یاده غونډه کې ګډون کوي، له چین سره شریک کړي.
اوربند
اوربند په رښتینې مانا د سولې او خبرو اترو لومړۍ اړتیا ده. یوه نسبي اوږده اوربند ته رسېدل د دې مانا ده، چې دواړو جنګي طرفونو دا په رښتیا منلې چې جنګ د ستونزې حل له ځانه سره نه لري. ولې اوربند هغه څه دی چې ټول ملت یې له تېرو دوو لسیزو راهیسې لارې څاري. باور وکړئ چې د تېر کال د کوچني اختر دری ورځني اوربند د خلکو له کامه د اتلس کلن جنګ ترخه ډېرې ټیټې کچې ته راکوز کړل. اوربند ډېر سوچ غواړي، هومره موده ورته پکار ده چې حد اقل بین الافغاني خبرې اترې پکې د یوې نوې اوضاع، نوي بې طرفه حکومت، نوي موقت حکومت، نوي مشترک حکومت، یا هرې هغې ادارې چې د افغاني طرفونو د نوي سیاسي لفظ فیصلې پکې پای ته ورسیږي او د همدې نوې ادارې په لړ کې افغانان په خپل منځ کې پاتې اختلافي مسائل په حوصله بحث او هره اختلافي قضیه په یو متفقه یا اکثریتي حل ودروي.
د اوربند د وخت په پرتله د اوربند هغه موضوعات ضروري دي چې دا اوربند په کې اوربند پاتې شي او په پایله کې یې په افغانستان کې یوې تل پاتې سولې ته ورسیږو، ورځ تر بلې دخیل طرفونه په کې یو بل ته نږدې او د باورونو سلسله په خپلو کې د هغه مشترک بحث بستر کړي او په پایله کې افغانان نړۍ ته د یوې ښې ادارې، د یوه ښه ملت او د یوې ښې سولې امتحان ورکړي.
تېر اوربند ته کتنه
د ۱۳۹۷ لمریز کال د غبرګولي په میاشت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روژې له اووه ویشتمې څخه د اختر تر پنځمې نېټې پورې د یو اړخیز اوربند اعلان وکړ، چې وروسته د طالبانو لخوا هم د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان وشو. دا اوربند چې د افغانستان په اوږده جګړه کې لومړۍ تجربه وه، په ټول هېواد کې يې د امنیت یوه بې سارې فضا جوړه کړې وه او په ډېرو ځایونو کې وسلوالو طالبانو او دولتي ځواکونو سره ولیدل او یو ځای یې اختر ولمانځه. همدارنګه په سلګونو طالب جنګیالي کابل ته راغلل، له خلکو او حکومتي ځواکونو سره یې د اختر دری ورځې په ګډه ولمانځلې، محمد اشرف غني یاد اوربند وغځولو، خو د طالبانو له لوري ونه غځول شو.
پایله
افغان حکومت او طالبان باید دا ومني، چې سوله د یو څه ورکولو او یو څه منلو په مانا ده او په هېواد کې د جګړې ختمولو او سولې راوستلو لپاره باید دواړه لوري د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د زمینې برابرولو په موخه جګړه کمه کړي، چې په پایله کې به مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي. د دواړو لوریو په همغږۍ سره به د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شي، که چېرې دواړه لوري په دې سره جوړ نه شي، نو دا د بهرنیو ځواکونو د لا تم کېدو او مېشته کېدو په مانا دي، چې په دې برخه کې به بیا هم د قربانۍ ډېره بیه عام افغان ولس پرېکوي او په پایله کې به د هېواد راتلونکی له یو نامعلوم برخلیک سره مخ وي.
له دې ورهاخوا د افغان سولې په اړه سیمه ییز او نړیوال لوري هم باید په پام کې ونیول شي او هغوی له بین الافغاني خبرو ورهاخوا له امریکايي لوري سره د سولې په اړه د خبرو اترو له جریان څخه هم باید خبر کړل شي او هېڅ هېواد ته باید د سولې په اړه د شکونو ځای پرې نږدي، څو په راتلونکې کې د خپلو ګټو لپاره د رښتینې سولې سبوتاژ کولو هڅه وکړي.
په ټوله کې افغان مشران باید طالب لوری او افغان دولت دې ته اړ کړي څو د یو بل پر وړاندې له سختو او منفي څرګندونو څخه لاس واخلي او په ګډه د هر اړخیزې سولې راوستلو ته کار ووایي، څو د افغان ولس ستره هیله او ارمان چې په ټول هېواد کې د سولې راتلل دي، پوره شي او د جګړې ټغر له هېواد څخه د تل لپاره ټول شي.
همدارنګه د طالبانو سفرونه د سیمې هېوادونو ته او په خپره کړې اعلامیه کې له امریکایانو سره د خبرو پر پیل ټینګار، امریکا هم باید له طالبانو سره د افغان کشالې د حل په موخه خپلې شروع شوې هڅې تېزې کړي، څو په افغانستان کې تل پاتې سوله راشي چې دا د امریکا، د سیمې هېوادونو او په ټوله کې د ټولو په خیر ده.