پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د ترکیې او کردانو شخړه او پر افغانستان یې اغېز

لیکنه: مشتاق رحیم

اکتوبر 28, 2019
in لیکنې
0 0

کابو دوې اونۍ وړاندې د سوریې له شمال ختیځ څخه د امریکا له وتلو سره سم ترکیې اعلان وکړ، چې د کردي ملېشو د ځپلو لپاره به د سوریې پر خاوره برید وکړي، څو خپلې پولې د دوی له ترهګریزو چارو په امن کې کړي. له دغه اعلان سره سم په افغانستان کې پر دغه شخړه باندې ستر بحث پیل شو او افغان ولس او د نظر خاوندان د قضیې په اړه د خپلو معلوماتو په رڼا کې له رامنځته شوي لیدلوري سره سم، پر بېلابېلو ډلو ووېشل شول. یوه ډله چې ځان د پان اسلامېزم د لارې لارویان معرفي کوي او د ترکیې ولسشمر اردوغان ته د اسلامي برم او حیثیت د بیا ګټلو د سرلاري په توګه ګوري او همدا راز ځان د مصر اخوان المسلمین خوځښت د تګلارې لارویان ګڼي، د کردانو مخالف شول او هغوی یې د امریکایانو او اسرایلو د لاسپوڅو په توګه معرفي کړل. دې ډلې په ډېر شوق او جذبې سره د انقرې له دریځ دفاع پیل کړه. دویمه ډله چې لومړۍ ډله ورته سېکولران وايي او دوی پخپله ځان تر ډېره بریده ملتپال را پېژني، د اردوغان دغه چاره یې تېری وباله او مخالفت یې کوي. د بحثونو په لړ کې درېیمه ډله هم لیدل کېږي چې ځان د ملتپالو په توګه وړاندې کوي، خو د بحث اساس یې له امریکا سره مخالفت دی. هغوي بیا د اسلامپالو په څېر د ترکیې د دریځ ملاتړ کوي ولې چې د ترکیې چاره د دوی په اند د امریکا ضد یو خوځښت دی.

په رسنیو کې د دغو دریو ډلو بحثونه تر ډېره د خپلو باورونو تر اغېز لاندې لیدل کېږي. هر یو د بلې ډلې د مخالفت یا موافقت لپاره د خپل سیاسي یا مذهبي عقیدو له زاویې په کتلو، استدلال کوي. که اسلامپالو د اردوغان د کردانو پر ضد نظامي اقدام د یهودو او امریکايي تېري کوونکو په مقابل کې یوه برحقه مبارزه ګڼله، نو بله خوا یې دا هېر کړي چې ترکیه د خپلو موخو په لټه کې پخپله تېری کوونکې ثابتیږي. ترکیې د سوریې د کړکېچ له پیل را پدېخوا، د سوریې یاغي ډلو لکه د سوریې آزاد پوځ او ورته نورو سره چې د سوریې د نظام په مقابل کې جنګېږي، ملاتړ کړی او د همدې ډلو په مرسته یې تېر کال د سوریې د افرین په نوم سیمه د تروریستي ډلو (کردانو) د ځپلو په پلمه ونیوله. دا اوس هم د ترکیې او سوریې په پوله انفره، تل ابیض او راس العین سیمو کې همدا یاغي ډلې د خپلو نایبانو یا لاسپوڅو په توګه په جګړه ګوماري. همدا راز، هغه څوک چې یهود او امریکا ښکېلاکګر ګڼي او ورڅخه کرکه لري، دا ترې هېر دي چې همدا ترکیه د ناټو په چوکاټ کې پر افغانستان د برید ګډونوال هېواد و او له امریکایانو سره اوږه په اوږه افغانستان ته راغله. بلخوا بیا ملتپال سره له دې چې پر دې پوهېږي چې اسرایلو په عراقي کردستان کې او آن په ایران او سوریه کې د خپلو شرارتي کړنو په خاطر له کردانو سره مرستې کړې، څو اسلامي هېوادونه پکې وځپل شي، کردان په حقه ګڼي. ملتپال په دې دلیل چې د ملي مبارزې د ګټلو لپاره امریکا او یهود مهم نه دي، بلکې د موخې د لاسته راوړلو لپاره د ازادۍ مبارزې له هر ډول امکاناتو څخه ګټه پورته کوي، خو ملتپال مفکوره لرونکي دا هېروي چې هغه اسرایل او امریکا چې د فلسطین ستر ملت حق یې له نیمې پېړۍ راهیسې تر پښو لاندې کړی، څنګه حق  حقدار ته رسولو کې مرسته کولی شي؟

خو د ترک – کرد شخړې د لوبغاړو او د هغو ضد او نقیص (Paradoxical)  برخوردونه زما د بحث محور نه دی او په دې اړه ما دوې نورې لیکنې کړې، څو تر یو حده مسئله واضح کړم. پورته انځور ترتیبول راته یوازې په دې اړین و، څو دا واضحه شي چې د روانې شخړې له افغان څارونکو څخه څنګه خپلې فکري کرښې ګډې وډې شوې دي. همدا راز، زه دا هم منم چې د اړیکو کوم انځور چې ما وړاندې کړی، په هغه کې هم خورا ډېر بحث کېدای شي او شاید د قضایاوو په اړه داسې تور او سپین بحث ناسم وي، خو په دې لنډه لیکنه کې زما بنسټیز بحث د روانې شخړې تحلیل نه، بلکې د مسایلو په اړه د افغانانو د تحلیل چوکاټ او بڼه ارزول دي.

که وکتل شي، نو د افغانستان د ټولو ډلو تحلیل د خپلو عقیدو یا ډوګما (Dogma) په رڼا کې دی. د دغو باورونو یا Dogma په قید کې بندیوان تحلیلونه د دې لامل کېږي، چې د قضیې هر اړخیز تحلیل پر خپل ځای پاتې شي او هره ډله کوښښ کوي چې له خپلو عقایدو سره عیارې ډلې ته په افغانستان کې میدان وګټي. پر خپلو باورونو باندې پرته له ارزونې او شننې کلک درېدل، د دې لامل کېږي چې شننه تعصبي یا ډوګما ځپلې (Dogmatized) شي. د یوې قضیې په اړه د طرف په توګه قضاوت که د قضیې اړخونه وکړي، خو شاید هغوی ته مونږ په دې حق قایل شو او دا ورسره ومنو چې هغوی د خپلو موخو له زاویې دا چاره تر سره کوي، خو د یو درېیم اړخ په توګه چې په یوه لرې جغرافیه کې پراته یو، دا ډول قضاوت نه یوازې دا چې مونږ له حقیقته لرې کوي، بلکې د ناسم دریځ ملاتړ له کبله مو په ټولنه کې خپل باور ته هم زیان رسوي.

د ترکیې او کردانو د شخړې په اړه د بحث په لړ کې دویم څه چې لیدل کېږي، هغه د موضوع له کبله د افغانستان د وېشل شوي ټولنیز او سیاسي جوړښت وېش دی. د یوې داسې قضیې په اړه د طرف په توګه قضاوت چې زموږ له هېواد څخه په خورا ډېر لرې واټن کې پرته جغرافیه ده او کړکېچ او شخړه یې شاید د افغانستان پر اوسني وضعیت، سیاست او بدمرغۍ هېڅ ډول مثبت یا منفي اغېز ونه شي لرلی، زموږ د ټولنې پر ډلې ټپلې د وېشل کېدو لامل شوې. د طرف په توګه تعصبي قضاوت او بیا د خپل دریځ د ترویج په خاطر، پر نورو باندې ټاپې او تورونه لګول د دې لامل کېږي چې د بېلابېلو اېډیالوژیکو ډلو او اشخاصو ترمنځ شته فاصلې لا زیاتې شي. د تفاهم په موخه بحث، ځای د خپل دریځ ترویج ونیسي او په ټوله کې د یوې شړېدلې ټولنې د جوړښتونو ترمنځ ټکر لا پسې پیاوړی شي.

د دې لپاره چې په ټولنه کې مو شننه او خبره د مکث او اورېدو وړ وګرځي، نو اړینه ده چې د خلکو باور تر لاسه کړو. دا باور په هماغه کچه پورته ځي، په کومه کچه چې موږ د خپل نظر په وړاندې کولو کې د تعصب کچه را ټیټه کړو. په ټولیزه توګه د خپلو باورونو له قید څخه خلاصون یو آیډیال حالت دی چې تر لاسه کول به یې هر چاته په هره مرحله کې اسانه نه وي، خو د امکان تر بریده هڅه کولی شي شننه او خبره د نورو لپاره د منلو وړ وګرځوي.

د خپلې خبرې لپاره د باور ګټلو او له دې لارې د ټولنې د مسایلو په اړه له قضاوت کولو سره د مرستې تر څنګ، ډېره اړینه ده چې په هېواد کې مو د اېډیالوژیکو ډلو ترمنځ ډیالوګ ته فضا جوړه شي. داسې یو حالت را منځته شي چې له موږ سره له دې چې په بېلابېلو فکري ډلو کې ځای پر ځای و اوسو، خو بیا هم له یو بل سره د سالمې مباحثې لپاره یوه سالمه فضا خپله کړو، یوڅه مرسته وکړي.  که وکتل شي، د افغانستان د نننۍ غمیزې یو بنسټیز لامل د همدا ډول یوې فضا نه درلودل او پر ټولنه باندې د خپلو افکارو د تپلو هڅه وه، چې افغانستان یې لوټې لوټې کړ. په همدې دلیل، اړینه ده چې لومړی باید دا تفکیک کړو چې یوه مسئله تر کومه بریده زموږ پر حالت باندې مثبت او منفي اغېز درلودای شي او یا هم په قضیه کې د ټولنې په توګه موږ څومره رول درلودلی شو. که له دواړو حالتونو څخه یو راته پېښ وي، نو باید هغه بحث ته لومړیتوب ورکړو، چې وشو کولای خپله ټولنه په موضوع کې د مثبت رول جوګه کړو. دویمه خبره دا ده چې د قضاوتونو په لړ کې د خپلو باورونو اغېز تر اعظمي حده را کم کړو، څو ټولو لوریو ته د منلو وړ یو انځور وړاندې کړو او کله چې یو تکمیل انځور په خپل مخ کې ولرو، بیا د هغې په مرسته د خپلو افکارو او عقایدو په رڼا کې د رول لوبولو هڅه وکړو. دا به له موږ سره مرسته وکړي چې له یو بل سره د مخالفت او ملامتولو پر ځای، د تفاهم له لارې د یوې مسئلې په اړه بېلابېلې حللارې وړاندې کړو.

زه فکر کوم چې په افغانستان کې د اوس لپاره باید لومړیتوب زموږ د کور دننه سوله او ثبات وي. خپله ټوله انرژي د خپل حال پر بدلولو متمرکزه کړو او د خپلو ستونزو لپاره حللاره ولټوو. د ترکانو او کردانو په شخړه کې شاید موږ د هېڅ ډول رول لوبولو جوګه و نه اوسو او همدا راز د هغوی روان کړکېچ هم پر موږ کوم اغېز ونه شي لرلی. په داسې حالت کې تعصبي قضاوت که یوه خوا زموږ باور ته تاوان رسوي، نو بلخوا مو د ډلو او اشخاصو ترمنځ د وېش واټن لا پسې غځوي.

Share23Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

مارچ 12, 2026

رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

مارچ 12, 2026

پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

مارچ 12, 2026

سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In