شنبه, جولای 25, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند

ولې مو ماشومان ښوونځي ته له تلو وېرېږي؟

ژباړه: امان الله «حنیفي»

اکتوبر 29, 2019
in ژوند
0 0

ښوونځي ته له تلو د ماشومانو وېره څه نوې او عجیبه خبره نه ده. ډېر ماشومان وړکتون او ښوونځي ته له تلو وېرېږي. هغه ماشومان چې د یو کلنۍ او دوه کلنۍ عمر منځ کې له موره جدا شي، هغه ده چې له اظطراب او وېرې سره مخ کېږي.  ځینې داسې ماشومان هم شته چې د خپل له انګړ ورهاخوا د سختې نا ارامۍ او یو ډول ډار احساس کوي. دا طبیعي خبره ده او په دې اړه مو ماشومانو ته کومه جدي اندېښنه مه کوئ. دا ډول حس د وخت په تېرېدو او له نورو خلکو او چاپېریالونو سره د خپلو ماشومانو په ورو ورو اشنا کولو له منځه ځي. که مو ماشومان ښوونځي ته له تلو وېرېږي، دا مقاله تر پایه ولولئ، څو مو له خپلو ماشومانو سره د دې وېرې په له منځه وړلو کې مرسته وکړی.

له خپلو والدینو د بېل والي وېره په ځینو ماشومانو کې د نورو په پرتله بیخي زیاته وي. دوی نه غواړي چې د یوې دقیقې لپاره دې هم له خپل مور او پلاره جدا شي. دا وخت تاسې له هغوی سره ډېر په هوښیارتیا مخکې لاړ شئ، ځکه کېدای شي هغه په راتلونکي کې د همدې عادت لرلو له امله له بدو پېښو سر مخ شي. که ستاسې ماشوم د ډېر وخت لپاره ښوونځي ته له تلو وېرېږي، کېدای شي د ماشوم پر روحي او فزیکي اړخ مو بد تاثیر وکړي.

ښوونځي ته له تلو د وېرې نښې نښانې

هغه ماشومان چې له ښوونځي وېرېږي، ډېری یې ډېر حساس او فعال دي. دغه ماشومان غواړي چې هر وخت یې له والدینو سره و اوسي او له هغوی د بېل والي په صورت کې له سټرېس سره مخ کېږي. که ستاسې ماشومان لاندې نښې نښانې ولري، کېدای شي ښوونځي ته له تلو هم ووېرېږي او په اسانه ورته زړه ښه نه کړي.

له مور او پلار د بېل والي په حال کې خپه کېدل؛

ښوونځي ته د تلو په وخت ناراحته کېدل؛

ښوونځي ته د تلو په وخت ساعت ته ډېر کتل؛

د شنبې ورځې په رارسېدو خواشیني کېدل؛

جمعې او نورو رخصت ورځ ته خوشاله کېدل؛

له هغو ماشومانو سر مینه او ملګري کول، چې ښوونځي نه لولي؛

زیات وخت، خو ناراحته خوب کول.

هغه ماشومان چې ښوونځي ته له تلو وېره لري، ډېر وخت بانې کوي او په یو رقم نه یو رقم ځان خلاصوي. دا کومه جدي اندېښنه نه ده، خو د ماشوم پر زده کړو ډېره ناوړه اغېزه کوي.

له نېکه مرغه چې مور او پلار کولای شي له ماشومانو سره د دې وېرې په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.  تر ټولو ښه لار یې دا ده چې له هغوی وپوښتي، ولې ښوونځي ته له تلو وېرېږي؟

څنګه له هغو ماشومانو سره مرسته وکړو چې ښوونځي ته له تلو وېرېږي؟

۱ـ له هغوی سره خواخوږي وکړئ

بیا هم وایو چې ښوونځي ته له تلو وېره حتمي ده چې په ماشوم کې له منځه لاړه شي. که پوه شوی چې د ماشوم وېره او ډار مو خطرناک او وېروونکی دی، هغه وخت په دې اړه له اړوند ډاکتر سره خپله ستونزه شریکه کړئ. که دې ستونزې ته پام ونه کړی، حتمي ده چې د ماشوم پر کسب و کار او زده کړو به مو  د وخت په تېرېدو سره بد اغېز وکړي.

څېړنې ښيي چې ډېری وخت یو ماشوم د فزیکي ناروغۍ له امله ښوونځي ته د تلو زړه نه ښه کوي. څېړونکي وايي، که مو ماشوم ښوونځي ته له تلو وېرېږي، لومړی یې ډاکتر ته بوځئ او د هغه د وجود معاینه وکړئ. کېدای شي د همدې فزیکې ناروغۍ له امله ښوونځي ته د تلو زړه ښه نه کړي.  وروسته له دې چې د ماشوم له جسمي لحاظه مو زړه خاطر جمعه شو، بیا د ښوونځي له آمر، ښوونکي او یا هم ارواپوه څخه مشوره وغواړئ. د هغوی په مرسته کوښښ وکړئ چې د خپل ماشوم د وېرې دلایل ځان ته روښانه کړی. د ښوونځي د کارکوونکو په مرسته کولای شی خپل ماشوم ښوونځي ته تشویق کړی او د وخت په تېرېدو سره ورو ورو دغه ستونزه له منځه یوسی.

کېدای شي ستاسې کورنی وضعیت هم د دې لامل شوی وي، چې ماشوم مو ښوونځي ته  د تلو زړه نه ښه کوي. ښه ده چې له هرڅه مخکې یوځل په کور کې له ماشوم سره ستاسې چار چلند ته هم کتنه وکړئ.

۲ـ له ماشوم سر مو خبرې وکړئ

کېدای شي ځینې وخت مو ماشومان ستاسې له غوښتنې پرته خپل احساسات بیان نه شي کړای. د (هو) او (نه) پوښتنو پر ځای له هغوی داسې پوښتنې وکړئ، چې تاسې ته اوږدې او یا هم له (هو) او (نه) اوږدې خبرې وکړي. د بېلګې په ډول، بچیه ته په ښوونځي کې ولې وېرېږي؟

۳- هغه خنډونه پيدا کړئ چې دوی زده کړو ته نه پرېږدي

وګورئ چې ایا ماشوم خو به مو له دې وجې ښوونځي ته زړه نه ښه کوي، چې هغوی ټنبل دي او درس نه شي زده کولای؟ که مو ماشوم له همدې امله ښوونځي ته نه ځي، اندېښنه مه کوئ، د نړۍ وتلي او پوه کسان هم لومړیو کې ښوونځي ته له تلو وېرېدل. ښه ده چې دا وخت هغوی ته د ښوونکي په درسي میتود، په ټولګي له دوی سره د چار چلند او خپله په کور کې په وار وار له ماشوم سره د درس پر تکرار او د هغوی پر تشویق او هڅونه فکر وکړئ. که مو له دې هره یوه ستونزه پيدا کړه، ژر یې د حل لپاره اقدام وکړئ.

۴- خپل ماشوم ته مو تسلي ورکړئ

تل مو ماشوم ته ووايئ چې هرڅه ښه کېږي او تاسې د هغه د زده کولو وړتیا لری او کولای شی راتلونکې ورځ، یا راتلونکې اونۍ، کال او یا هم په راتلونکي ټولګي کې هغه زده کړی.

۵ـ ماشوم ته مو ښه ملګری پيدا کړئ

له ښوونکي یا بل داسې د باور وړ کس څخه په دې اړه مرسته وغواړئ، چې ښوونځي ته د تلو او یا هم په ښوونځي کې د سټرېس او وېرې په وخت ستاسې له ماشوم سره مرسته وکړي. په دې اړه تر ټولو ښه مرسته کوونکی کس، د ماشوم لپاره د ښوونځي ښه ملګری کېدای شي. کوښښ وکړئ چې داسې یو څوک مو خپل ماشوم ته په ملګرۍ ونیسئ، چې ښوونځۍ ته د تلو، په ښوونځي او له ښوونځي د راتلو په وخت کې ستاسې د ماشوم ملګري وکړي.

۶- له ټولګیوالو سره مو د ماشوم اړیکې ټینګې کړئ

ماشوم ته مو ووايئ چې له ټولګیوالو سره ښې اړیکې ولري، ښه خبره دا ده چې  د ماشوم ټولګیوال مو له ماشوم سره یو ځای یوه ښه محفل ته بوځئ. دا محفل تر ډېره په خپل کور کې ونیسئ. کله چې مو د خپل ماشوم ټولګیوال کور ته راوبلل، د هغوی تر مخ خپل ماشوم په ډېرو ښو نمونو یاد کړئ او د هغوی تر مخ یې ښه ستاینه وکړئ. د هغه د ښو عادتونو په اړه هغوی ته خبرې وکړئ او ووايئ چې تاسې په ټوله مانا له هغه راضي یاستی.

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امريکا خبري رسنۍ: امريکا او برېتانيا د هرمز تنګي د يوې نړيوالې غونډې په چمتو کولو بوخت دي

جولای 25, 2026

د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلافي ځواکونو پر حوثيانو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

ايران: په څو هېوادونو کې مو د امريکايي ځواکونو پر اړوندو موخو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

وانګ يي د شانګهای همکارۍ سازمان د خارجه وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ

جولای 25, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In