د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې په ۲۶ مه ننګرهار ولایت د یوې لویې غمیزې شاهد و. دا زړه بوږنوونکې پېښه د دغه ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ په جودرې سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د یادې سیمې اوسېدونکي د جمعې لمانځه لپاره په ځایي جومات کې راټول شوي وو.
په پېښه کې تر ۷۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان شوي دي. همدارنګه د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی او طالبانو هم پکې لاس لرل رد کړي دي. پر افغان حکومت سربېره، ملګرو ملتونو، امریکا، چین، روسیې، هند، پاکستان، ایټالیا، ایران، په افغانستان کې د امریکا سفیر، په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په ټوله کې برید په ملي او نړیواله سطحه وغندل شو. د بښنې نړیوالې ادارې هم دا برید جنګي جنایت بللی او زیاتوي چې په افغانستان کې د عامو وګړو مرګژوبلې زیاتېدل نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لري.
په داسې حال کې چې د سولې خبرې له تېرې نږدې یوې لسیزې راهیسې په وروستیو څو میاشتو کې یوه هیله بښونکي پړاو ته رسېدلې وې، خو له تېرو دوو میاشتو راهیسې په ټپه درول شوې او دا ډول حملې په حقیقت کې د سولې هغه قیمت دی چې عام وګړي یې پرېکوي.
د هسکې مېنې پېښه، د ملکي وګړو مرګژوبله، د ملګي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما راپور ته کتنه او دا چې روان وضعیت به څه پایلې ولري؟ هغه موضوعات دي چې دلته مو بحث پرې کړی دی.
د هسکې مېنې پېښه
د هسکې مېنې پېښه یوه له هغو پېښو ده چې تر اوسه یې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې، په تېره یوه نیمه لسیزه کې دې ته ورته په لسګونه پېښې په کابل او ولایتونو کې شوې دي چې تر اوسه یې طرف نه دی معلوم شوی، د دې پېښې د څرنګوالي لپاره افغان حکومت او نړیوالې ټولنې پلټنې پیل کړې تر څو یې طرف معلوم کړي، خو تېرو تجربو ښودلې چې دې پلټنو هم کومه مثبته پایله له ځان سره نه ده لرلې، خو په ټوله کې دا ډول حملې او روانه جګړه یوازې له عامو افغانانو ژوند اخلي او بس.
د هسکې مېنې د خلکو سره د غمرازۍ په موخه جمهور ريیس محمد اشرف غني یادې ولسوالۍ ته سفر وکړ او له خلکو سره یې وعده وکړه چې د دې غمیزې عاملین به پیدا کوي او مرکزي حکومت به د دوی ستونزو ته ځانګړې پاملرنه کوي او د کارونو د تعقیب په موخه یې د امنیت شورا سلاکار حمد الله محب ته دنده وسپارله چې د دوی ستونزې واوري او په حل کې یې جدي اقدام وکړي. همدارنګه مشرانو جرګې د دغه برید په پار د ملي ماتم د اعلان غوښتنه هم وکړه او په افغانستان کې غیر دولتي خیریه بنسټ (احساس) هم بشر دوستانه مرستې دې سیمې ته ورسولې.
د افغانستان په جګړه کې ټول دخیل اړخونه دې پایلې ته رسېدلي چې د افغانستان د موضوع حل په جګړه نه، بلکې د خبرو اترو له لارې شونی دی. که چېرې یې حل جګړه وی، خو په تېرو دوو لسیزو کې به یې نسبي حل راوتلی و، خو موږ ګورو چې ورځ تر بلې جګړه ګرمېږي او قیمت یې عام افغانان ورکوي. د هسکې مېنې پېښه او دې ته ورته نورې ډېرې پېښې، د سولې هغه قیمت دی چې تر نن پورې یې عام افغانان ورکوي او څومره چې سوله ځنډېږي، هماغومره به دا قیمت نور هم پورته ځي.
جنګ له افغانانو نه قرباني اخلي
د افغانستان په روانه جګړه کې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د جګړې د ښکېلو خواوو له لوري د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه نه ده شوې او له همدې امله هر کال په دغه جګړه کې د جګړې د ښکېلو لورو ترڅنګ، زرګونه عامو وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.
د يوناما د شمېرو له مخې، له ۲۰۰۹ز کال راوروسته چې يوناما پکې د عامو وګړو د مرګژوبلې ثبتول پيل کړل، د ۲۰۱۹ز کال تر درېیمي ربعې په افغانستان کې په مجموعي توګه ۹۰ زره ولسي وګړو ته د جګړې د ښکېلو لورو له خوا مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ۲۰۱۴ ز کال کې د ملي یووالي حکومت له راتگ سره، کله چې له امریکا سره امنیتي تړون په هېواد کې د امن او سولې په پار لاسليک شو، خو برعکس د جګړې میدان ګرم او د عامو وګړو مرگژوبله زیاته شوه. د يوناما د ارقامو له مخې، د ملي يووالي حکومت په دوره کې هر کال شاوخوا لس زره عامو وګړو ته مرګژوبله اوښتې او په ټوليز ډول دغه وضعیت ورځ تر بلې د جګړې د میدان له ګرمېدو سره لا هم د خرابېدو په لور روان دی چې په افغانستان کې د یوه ناورین ښودنه کوي، ښه بېلګه یې د هسکې مېنې پېښه ده.
د ملکي وګړو د مرګژوبلې څارونکي بنسټونه، په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې پړه تر ډېره د دولت پر وسله والو مخالفینو ور اچوي، خو د وسله والو مخالفینو ترڅنګ، افغان او بهرني ځواکونه د دغې مرګ ژوبلې مهم عاملين دي چې په دغو راپورونو کې تر ډېره سترګې ترې پټېږي. د بهرنیانو له لوري ړندې بمبارۍ او هغه حملې چې څوک یې پړه په غاړه باندې نه اخلي، د عامو خلکو په کورونو، مدرسو، جوماتونو، جنازو، د خوښيو مراسمو او نورو ملکي تجمعاتو وخت ناوخت تر سره کېږي او په تېرو څو کلونو کې یې زرګونه ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د عامو وګړو د مرګژوبلې په اړه نوي راپورونه
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له لوري خپاره شوي ارقام ښيي چې د ۲۰۱۹ز کال په درېیمه ربعه کې د عامو وګړو مرګژوبله خپلې لوړې کچې ته رسېدلې ده.
په ټولیزه توګه، د ۲۰۱۹ز کال په لمړيو ۹ میاشتو کې د ثبت شویو ارقامو له مخې، ۸۲۳۹ عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې (۲۵۶۳ مړه او ۵۶۷۶ ټپیان)- چې له ۲۰۱۴ز کال راپه دېخوا په متواتر ډول د ۹ میاشتو په موده کې په افغانستان کې د عامو وګړو د لوړې کچې مرګ ژوبله په ډاګه کوي. همدارنګه د کال په وروستۍ ربعه کې یوناما د عامو وګړو د مرګژوبلې تر ټولو لوړه شمېره ثبت کړې ده.
د جولای له لمړۍ د سپټمبر تر ۳۰مې د عامو وګړو د مرګ ژوبلې په تایید شوې شمېره کې د ۲۰۱۸ز کال د همدې مودې په پرتله ۴۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی. پردې سربېره په جولای میاشت کې یوناما چې له ۲۰۰۹ز کال راهیسې یې په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د عامو وګړو د مرګ ژوبلې ثبتونه پبل کړې، په یوه میاشت کې د عامو وګړو تر ټولو لوړ شمېر مرګژوبله ثبت کړې.
تر هغه وروسته د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو په مجموعي شمېر کې کموالی راغلی چې تر ډېره د وسلوالو ډلو لخوا ملکي مرګ ژوبله کمه شوه، خو د کال په درېیمه ربعه کې چې کله د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ خبرې بندې شوې، د طالبانو لخوا د عامو وګړو مرګژوبلې په کچه کې بېرته زیاتوالی راغلی دی. په ورته وخت کې د جنورۍ له لومړۍ د سپټمبر د میاشتې تر۳۰ مې د حکومت پلوه ځواکونو د هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو له کبله هم عامو وګړو مرګ ژوبله خپل اوج ته رسېدلې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل: «په افغانستان کې د جګړې له کبله په لوړ شمېر کې د عامو وګړو د مرګ ژوبلې رامنځ ته کېدل د داسې سولې د خبرو اهمیت په ګوته کوي، چې د اوربند د رامنځ ته کېدو او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د یو سیاسي دایمي جوړجاړي سبب شي؛ کومه بله لار نشته». ښاغلی یاماموتو چې د یوناما مشر هم دی، زیاته کړه: «د ملکې وګړو مرګ ژوبله په هېڅ ډول د منلو نه ده، په ځانګړي توګه چې ټول پر دې باور دي چې د افغانستان جګړه نظامي حل لاره نه لري».
د دغه راپور پر اساس، په افغانستان کې د ټولې مرګژوبلې ۴۱ سلنه ښځې او ماشومان دي. د ۲۰۱۹ز کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۹۲۳ ښځو ته (۲۶۱ وژل شوي او ۶۶۲ ټپیان) مرګ ژوبله اوښتې، همدارنګه ۲۴۶۱ ماشومانو ته(۶۳۱ تنه یې وژل شوي او ۱۸۳۰ یې ټپیان) مرګژوبله اوښتې ده.
روان وضعیت په کوم لوري روان دی؟
کله چې د طالبانو-امریکایانو ترمنځ مخامخ خبرې بندې شوې، د سولې په ځای ټاکنو ته پام واوښتو او ټاکنې د تلې په شپږمه تر سره شوې، داسې انګېرل کېږي چې په ټاکنو کې ۹ میلیونو کسانو نوملیکنه کړې وه، یوازې ۲ میلیون کسانو په ټاکنو کې برخه اخیستې او لومړنۍ پایلې یې ټاکل شوې وه چې د میزان په ۲۷ مه نېټه اعلان شي، تر نامعلومې نېټې پورې وځنډېدلې.
همدارنګه د سولې د خبرو له درېدو سره د امریکایي چارواکو راتګ افغانستان ته زیات شوی، په ځانګړي ډول د هغو کسانو چې هغه په افغانستان کې د امریکا د پاتې کېدو پلوي دي. د دغو سفرونو په لړ کې وړمه جمعه د امریکا دفاع وزیر په یوه نااعلان شوي سفر افغانستان ته راغی او په یوه مطبوعاتي غونډه کې د افغانستان له دفاع او داخله وزیرانو سره راڅرګند شو، ده وویل چې طالبان د هر بل وخت نه زیات ځپل شوي او تر فشار لاندې دي او افغان ځواکونه یې وستایل چې د دفاعي حالت نه یې تعرضي شکل غوره کړی او دوی ته یې د خپلو اوږدمهاله نظامي مرستو وعده ورکړه. له دې سره هممهاله د امریکا د سنا د مشرې نانسي پلوسي په مشرۍ پلاوی هم افغانستان ته سفر وکړ او د افغان ولسمشر، اجرایه ريیس او نظامیانو سره یې ولیدل د افغان نظامیانو سره د لیدنې پرمهال یې د دوی هڅې د جګړې په ډګر کې وستایلې او زیاته یې کړه چې ستاسو قربانۍ یوازې د افغانستان خاورې د ساتلو او افغانانو لپاره نه بلکې د ټولې نړۍ د ساتنې لپاره دي.
دا چې کله له طالبانو سره د امریکا مخامخ خبرې بندې شوې، امریکایي لوري تل د جګړې ژبه کارولې او ورسره په افغانستان کې امنیتي وضعیت هم خراب شوی او د عامو وګړو مرګژوبله هم خپل اوج ته رسېدلې، چې ښه بېلګه یې د هسکې مېنې واقعه ده. په اوس وخت دا ډول څرګندونې د هغه څه ښکارندویي کوي چې د افغانستان په قضیه کې جنګ پلوه داخلي او بیروني اړخونه روان وضعیت په خپله ګټه بولي، نو ځکه خو جنګي اجراءاتو ته د سولې د مذاکراتو په ځای ترجېح ورکوي، په داسې حال کې چې د دغه وضعیت پایله نه یوازې په افغانستان کې د جګړې دوامداره کېدل او د زیاتو افغانانو وژل کېدل دي، بلکې د دې سرخوږي دوام به سیمه او نړۍ هم د نه جبرانېدونکو پایلو سره مخ کړي.