د هورمز تنګی یوه سمندریزه نرۍ لیکه ده چې په منځني ختیځ کې د نفتو د لېږد رالېږد اصلي لاره جوړوي. دغه تنګی د فارس خلیج هیوادونه لکه بحرین او کویټ د هند له سمندر سره نښلوي. د هرمز تنګی د نړۍ ډېری وګړي چې د آسیا او ختیځې افریقا د سواحلو څنډې ته اوسېږي، له منځني ختیځ سره یوځای کوي. د نفتو له کشف څخه لا ډېر مخکې دا تنګی د نړۍ د مغزو شریان (رګ) یادېده. که چیرې د نړۍ په بله هره سیمه کې دغه ډول جریان پریکړل شي، نړۍ به خپل نورمال ژوندانه ته ادامه ورکړای شي، خو د دې تنګي تړل کیدل کیدای شي وژونکې پایلې ولري. له خلیج څخه ۹۰ سلنه نفت او تیل صادریږي او د نړۍ سلنه نفت بیا د هرمز له تنګي له لارې لیږدول کیږي. د ورځې په منځنۍ کچه له دغه تنګي څخه نړیوالو بازارونو ته له ۱۵ میلیونو بیرلو څخه زیات د سعودي عربستان، عراق، ایران، کویټ، بحرین، قطر او متحده عربي اماراتو تولید شوي نفت تیرېږي چې اروپا، امریکا، چین، جاپان او هند ته صادریږي.
د هرمز تنګی، له تر ټولو په تنګې برخې کې ۳۳ کیلومتره پراخوالی لري چې د نړیوالو زبرځواکونو په تیره د امریکا او لوېدیځې اروپا تر تمرکز لاندی دی او په دغه سمندریزه سیمه کې هر ډول پوځي لاسوهنه د نړۍ اقتصاد ته ستر تهدید هم پېښولی شي. د تنګي یوې خوا ته ایران او بل لوري ته یې عمان هیوادونه پراته دي او سعودي عربستان هم ورته نږدی دی. د تنګي په سویلي خوا کې په عمان هیواد پورې اړونده سیمه کې چې موساندام نومیږي، د عربي راډیوګانو تر څنګ، ایراني راډیوګانې هم اوریدل کیږي. د تنګي په ځینو ساحلي سیمو کې رطوبت، تودوخه او تود باد دومره ډېر دی چې اوسیدل پکې ناشوني دي. په ځینو غرنیو ساحو کې بیا داسې درې او سیمې شته چې لږ خلک پکې اوسیږي.
سره له دې چې فارس یا ایران د دغه تنګي د مالکیت دعوی لري، خو هېڅکله هم ټول د هرمز تنګی یو هیواد یا یوې ډلې تر خپل کنټرول لاندې نه دی راوستلی. د ځینو ټاپوګانو پر سر د عربي متحده اماراتو او ایران ترمنځ اختلاف لا اوس هم شته. د موساندام، شحوح غرونو اوسیدونکي او ظهوري کب نیوونکي له تاریخي پلوه له مسقط څخه کورواکه یا خودمختاره پاتې شوي دي.
که چیرې په دغه سمندري تنګي کې هر ډول ګواښ او تهدید رامنځته کیږي، نو په شمال یا د فارس په خوا کې ایران هم د بېړیو د لېږد په برخه کې له نورو اړوندو خواوو زیانمن کیدای شي. د ایران د نفتو ترمینل د لاراک په جزیره او د هرمز په تنګي کې هغه مهال جوړ شول، چې عراق له ایران سره د جګړې پر مهال د خارګ پر تاسیساتو چې په خلیج کې دننه دي، برید وکړ. هرمز ته په نږدې سیمو کې ډېر قومي او ژبني لږکي اوسیږي. د لاراک، هرمز، د قشم جزیره او دغه راز د فارس خلیج په سواحلي سیمو کې فارسي او سني عربان په ګډه ژوند کوي. دا هغه سني عربان دي چې د عربو له جزیرې څخه د سمندري سرحداتو له ټاکلو مخکې رامهاجر شوي دي او له ایراني وګړو څخه توپیر لري. بلوچان هم په نږدې غرونو کې اوسیږي او د جندالله سني بلوچي بیلتون غوښتونکې ډلې څو ځله پر ایراني اهدافو بریدونه کړي دي، چې د ۲۰۰۹ ز کال هغه یې خونړی برید و، چې ۱۵ تنه د انقلابي ځواک غړي پکې ووژل شول. په دې تنګي کې چې د یو ځانګړي قدرت تر کنټرول لاندې نه دی، د نړیوالې سوداګرۍ تضمینول ډېر مهم دي.
له تاریخي پلوه نړیوالو هڅه کړې ده چې دغه تنګی په بشپړه توګه د یو هیواد تر ولکې لاندې رانه شي. په ۱۹۸۷ ز کال کې، متحده آیالاتو د عراق- ایران د جګړې په ترڅ کې مداخله وکړه، څو کویټي بېړۍ له بریدونو خوندي وساتي. په ۱۹۸۸ ز کال کې متحده آیالاتو د ایران یوه جنګي بېړۍ او ګزمه کوونکې کوچنۍ کښتۍ په اوبو کې ډوبې کړې. یو څو کاله وروسته، بیا متحده ایالاتو د خلیج جګړه پیل کړه څو د کویټ له نیولو څخه عراق راوګرځوي. ایران له تاریخ زده کړه وکړه او په دې فکر کې شو چې اغېزمنه تګلاره دا ده چې په مذاکراتو کې قوي دریځ ولري، بندیزونه له ځانه لرې کړي او دغه تګلاره هغه وخت پلې کېدونکې ده، چې له مستقیمې شخړې څخه ځان وساتي او له سیاسي چلونو څخه ګټه واخلي. نو له همدې امله یې د خلیج په جګړه کې ظاهراً ځان بې پلوه راڅرګند کړ، خو د هرمز په تنګي کې یې د یو ګواښ په توګه لا هم خپل مزاحمت ته دوام ورکړ. آن تر همدا اوسه هم ایران کوچنۍ جنګي بېړۍ د لویو نفتي او کانټینري بېړیو د وېرولو او ګواښلو لپاره د هرمز تنګي ته لیږي.
په هرمز تنګي کې له ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ ز کلونو څخه راپدېخوا ګواښونه او خطرات ډېر لوړ دي؛ ځکه د بېړیو تقابل کیدای شي د ایران او امریکا ترمنځ پر یوې بشپړې مستقیمې او حتي اټومې جګړې بدل شي. له تاریخي پلوه په دې تنګي کې نورې پېښې هم تر سره شوې دي. د ۱۹۸۸ ز کال د جولای په میاشت کې له یوې امریکايي بېړۍ څخه د ایران یوه مسافروړونکې الوتکه چې دبۍ ته پر لاره وه، وویشتل شوه او ۲۹۰ کسان پکې ووژل شول، واشنګټن دا یوه تصادفي او ایران یوه قصدي پېښه وګڼله. په ۲۰۰۸ ز کال کې امریکایانو وویل چې ایرانیانو د دوی دری جنګي بېړۍ ګواښلې دي. د ۲۰۱۰ ز کال د جولای په میاشت کې د جاپان په تېلو بار د ایم سټار په نامه بېړۍ تر برید لاندې راغله او په القاعدې پورې تړلې د عبدالله عزام په نوم یوې ډلې یې مسوولیت پر غاړه واخیست. په ۲۰۱۲ ز کال کې ایران ګواښ وکړ چې د امریکا او اروپايي ټولنې د بندیزونو له امله به د هرمز تنګی وتړي. د ۲۰۱۵ ز کال په مې میاشت کې د ایران پوځي کښتیو یوه بېړۍ چې د اندونیزیا تر بیرغ لاندې یې کار کاوه، ډزې یې ورباندې وکړې او توقیف یې کړه. په ۲۰۱۷ ز کال کې بیا حسن روحاني وویل چې که امریکا د ایران د تیلو پر صادراتو بندیزونو لګولو ته ادامه ورکړي، دوی ممکن د هرمز تنګی وتړي. په ۲۰۱۹ ز کال کې هم د سعودي عربستان دوې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ د فیجره په سواحلو کې چې د نړۍ تر ټولو لوی سوداګریز بندر دی، تر برید لاندې راغلې.
پورته موضوعاتو ته په کتو سره ویلای شو چې د هرمز تنګی په لومړي سر کې د نړۍ لپاره له اقتصادي پلوه ډېر مهم دی، ځکه د نفتو او تېلو د انتقال مهمه لاره ده. څرنګه چې اقتصادي مسایل له سیاسي او پوځي هغو سره نیغ په نیغه اړیکه لري، نو دغه سمندري تنګی له سیاسي او پوځي نظره هم پر یوې ستراتیژیکې نقطې بدل شوی دی. ایران یې د تهدید په توګه کاروي، له نړیوالو سره یې په مذاکراتو کې د امتیاز غوښتنې یوه مهمه موضوع ګرځولې ده او د امریکا شتون په بحرین کې دې ته لاره هواره کړې ده، چې د ایران تحرکات مهار کړي. له بل پلوه په سیمه کې د عمان، ایران او متحده عربي اماراتو ترمنځ لا هم سرحدي لانجې شته. خو په لنډه توګه باید ووایو چې د ایران او امریکا ترمنځ د روانې شخړې په بهیر کې او دا چې دا شخړه د ټرمپ لخوا تر هستوي هوکړې وروسته لا هم شدیده شوې ده، ایران به هڅه ونه کړي چې د هرمز تنګی بشپړ بند کړي او یا پکې ترانسپورټي کښتیو ته لوی ګواښ پیښ کړي، خو د فشار د وسیلې په توګه به ورڅخه هر وخت کار اخلي.