د سعودي د تېلو ملي شرکت ارامکو وايي، پلان لري چې خپله ونډه د ریاض ونډو بازار کې وپلوري او که دا کار کېږي، دا به په نړۍ کې تر ټولو لویه عرضه وي.
دا ګام د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان د اقتصادي پلان برخه دی.
سوداګریزې سرچینې وايي، سعودي تمه لري چې د دغې کمپنۍ یوه یا دوه سلنه برخه وپلوري.
له دې مخکې اول ځل چینايي شرکت علي بابا د نیویارک ونډو بازار کې په ۲۰۱۴ ز کال کې خپله ونډه وپلورله، چې ارزښت یې ۲۵ میلیارده ډالر و او له دې سره یې تاریخي ریکارډ جوړ کړ.
ارامکو د سعودي د تېلو ملي شرکت دی او د شمېرو له مخې یې تېر کال ۲۲۴ میلیارده ډالر عاید درلود.
په ۲۰۱۸ ز کال کې ارامکو هره ورځ ۱۳،۶ میلیون بیلره یا بېرله تېل تولید کړل، چې دا کچه د برېټانیا د “بي پي” او “رویال ډاچ شل” په څېر د تېلو د سترو شرکتونو له تولیده ډېره ده.
سعودي په نړۍ کې د تېلو ستر صادروونکی هېواد دی، خو پر ارامکو له برید وروسته یې نږدې ۵،۷ میلیون بیلره تېلي تولید کم شو. دا اندازه د نړۍ د تېلو بازار ته د ورځنیو وړاندې شویو تېلو له پنځه سلنې سره برابره ده.
له دې برید وروسته د نړۍ له دریو سترو موسسو د فېچ په نوم باورسنجوونکې موسسې د سعودي د باور کچه یوه درجه ټیټه کړه.
د ونډو په بازار کې ارامکو ولې مهم دی؟
د ونډو بازار ته د سعودي د تېلو ملي شرکت د ونډې وړاندې کولو اصلي لامل ښايي د هغو هڅو برخه وي، چې له مخې یې سعودي غواړي پر تېلي عاید تکیه کمه کړي.
د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان هیله من دی چې د ۲۰۳۰ لرلید په نوم پلان به یې په راتلونکو لسو کلونو کې د خپل هېواد اقتصاد بدل کړي.
نږدې دوې میاشتې مخکې ریاض دا هم وویل چې د ۴۹ هېوادونو لپاره د ویزې له لرې کولو سره بهرنیو ګرځندویانو یا سیلانیانو ته خپل ور پرانیزي.
سعودي پلان لري چې تر ۲۰۳۰ ز کال پورې به په ملي ناخالص تولید کې د ګرځندوی صنعت عایدو ونډه لس سلنې ته ورسوي.
ارامکو څومره شتمني لري؟
ارامکو په نړۍ کې د تېلو تر ټولو ستره کمپنۍ ده او بلومبرګ یې شتمني یا ارزښت ۱،۲ زیلین یا یو زر دوه سوه میلیارده ډالر اټکل کړې ده؛ خو د سعودي چارواکي دا شتمني دوه زره میلیارده ډالره بولي.
د دغه شک له امله د ونډو بازار ته د ارامکو وړاندې کول څو ځلې ځنډېدلي دي.
د سږ کال په لومړۍ نیمايي کې یې ګټه ۴۷ میلیارده ډالره وه، خو په دغه مهال د اپل امریکايي شرکت ګټه ۲۱ میلیارد او ۶۰۰ میلیون ډالره وه.
د اکسون موبیل په نوم د ګاز او تېلو شرکت هم په دغه مهال ۵،۵ میلیارده ډالر ګټه درلوده.
په وروستیو کلونو کې که څه هم د تېلو پر ځای د نوري انرژۍ سرچینې مخ پر وده دي، خو بیا هم تېل او ګاز د دې ډګر اصلي لوبغاړي بلل کېږي.
په سعودي کې د تېلو د سپړلو یوه ښېګڼه دا ده چې د ځمکې سر ته نږدې دي او اسانه چاڼ کېږي.
په سعودي کې د ځینو تېلي زېرمو ایستل ارزانه هم دي. بیلر ته تر رسېدو مخکې ان ځینې تېل ورته له لس ډالرو په کمه بیه تمامېږي. خو په بازار کې اوس د هر بیلر تېلو بیه تر ۶۰ ډالر لوړه ده او همدا وجه ده چې ارامکو ډېره ګټه کوي.
ارامکو څنګه جوړ شو؟
د سعودي او امریکا د تېلو کمپنۍ له تړون سره ارامکو جوړ شو. د ارامکو بنسټول هغه مهال پیل شول چې په ۱۹۳۳ ز کال کې سعودي له “سټنډرډ ایل کلیفورنیا” شرکت سره تړون لاسلیک کړ.
د عربي- امریکايي تېلو شرکت یا ارامکو په ۱۹۴۴ ز کال کې د “سټنډرډ ایل کلیفورنیا-عربي” شرکت د نوم په بدلولو سره رامنځ ته شو. په ۱۹۷۶ ز کال کې سعودي د دې شرکت ټوله ونډه خپله کړه او نوم یې سعودي ارامکو کړ.
په ۱۹۸۸ ز کال کې د سعودي د تېلو شرکت جوړ شو او د ارامکو ټولې چارې او تاسیسات یې په خپل واک کې واخیستل. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوه کاله مخکې له سعودي وغوښتل چې د ارامکو ونډې د نیویارک ونډو بازار ته وړاندې کړي. هغه وویل، امریکا ته دا ډېره مهمه ده چې د ارامکو ونډې اول ځل په امریکا کې وړاندې یا عرضه شي او په دې کار سره به منندوی وي.
هغه مهال ویل کېدل چې ارامکو به په ۲۰۱۸ ز کال کې خپله ونډه وړاندې کړي، خو تر اوسه داسې ونه شول.