افغانستان عملاً له یوه بل ټاکنیز کړکېچ سره مخ دی. د ټاکنو له تر سره کېدو تر یوې میاشتې ډېر وخت تېرېږي، خو لومړنۍ پایلې یې لا هم نه دي اعلان شوې. د کمېسیون له لوري په وروستي ځل پر اعلان شوې نېټه هم د لومړنیو پایلو د اعلان په تړاو شکونه راپورته شوي، ځکه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ځینې غړي وايي چې د نومبر په ۱۴مه نېټه هم د لومړنیو پایلو اعلان ممکن نه دی. پر دې سربېره، تازه د ملي یووالي حکومت د اجرایه رییس ډاکټر عبدالله په مشرۍ ټاکنیز ټیم د بیاشمېرنې له بهیر سره پرېکون کړی. دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون د مشرتابه د پرېکړې له مخې، د دوشنبې په ورځ په ټول هېواد کې د بیاشمېرنې او تفتیش لپاره ولایتونو ته د پلاوو او اړتیا وړ موادو د استولو بهیر پيلېږي.
د ټاکنو فلسفه د نظام پیاوړتیا ده او د ټاکنو ټول شریک اړخونه باید دغه اصل ته ژمن پاتې شي. ټاکنې باید د دې پر ځای چې خلک سره وویشي، د هغوی د یووالي لامل شي. د افغانستان شرایط ترینګلي دي او ټول ټاکنیز اړخونه، له کمېسیونه رانیولې تر ټاکنیزو ټیمونو پورې، دغه حساسیت باید درکړي او مسوولانه چلند وکړي. د ټاکنیزو شریکانو غیر مسوولانه چلند افغانستان یوه بل سیاسي کړکېچ ته ور ټېل وهلی شي او افغانان په دې حساسو شرایطو کې د داسې یوې سناریو زغم نه لري. په هېواد کې ناامني، اقتصادي ناخوالې، راتلونکي ته ناهیلي او ډېرې نورې ستونزې شته چې یوازې د سیاسي مشرانو په درایت او مسوولانه چلند سره حل کېدای شي.
ټاکنیز اړخونه باید د شرایطو ترینګلتیا درک کړي او د ۲۰۱۴ ز کال د ولسمشرۍ ټاکنو د کړکېچ تکرار ته زمینه برابره نه کړي. ټاکنیزو ټیمونو او ټاکنیزو کمېسیونونو دواړو ته پکار ده چې د ولس رایې ته درناوی وکړي. په ځانګړي ډول ټاکنیز کمېسیونونه باید د روڼتیا تر تضمین وروسته، د پایلو د اعلان جرئت وکړي. خلک غواړي چې د رایو پایله یې معلومه شي او هغه څوک د دولت په مشرۍ کې وګوري، چې دوی رایه ورکړې او باور یې ورباندې کړی دی.
ټول ټاکنیز اړخونه، په ځانګړي ډول ټاکنیز کمېسیونونه، له یوه مهمې او تاریخي ازموینې سره مخ دي. د هغوی کوچنۍ تېروتنه او بې غوري د هېواد لپاره خورا خطرناکې پایلې لرلی شي. د کمېسیونونو مشرتابه ته پکار ده چې د هېواد له شرایطو په سالم درک سره مسوولانه چلند وکړي او په دې ډول هېواد چې له وړاندې له خورا ډېرو ننګونو سره مخ دی، له یوه بل سیاسي کړکېچ څخه وژغوري.