د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس او د ولسمشرۍ د ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله وايي، د ملي ګټو لپاره باید پاکې رایې له ناپاکو بېلې او وروسته د رایو د بیاشمېرنې بهیر پیل شي. عبدالله چې د یکشنبې په ورځ یې په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وینا کوله وویل، چې د ټیم څارونکي یې د رایو د بیاشمېرنې په بهیر کې ګډون نه کوي او د هغوی له ګډون پرته د ټاکنو د پایلو په تړاو د ټاکنو د کمېسیون هر راز پرېکړه غیر قانوني ده. عبدالله وویل چې په ۲۰۱۴ ز کال کې یې د ملي ګټو لپاره انعطاف وکړ، خو اوس د ملي ګټو غوښتنه دا ده چې نا پاکې رایې باید باطلې اعلان شي او ګواښ یې وکړ چې دا ځل به انعطاف ونه کړي.
د رایو د بیاشمېرنې له بهیر سره د دریو مخکښو ټیمونو پرېکون د ټاکنیز کړکېچ پیل دی، چې تر لا ژورېدو وړاندې یې باید مخه ونیول شي، ځکه هېواد په دې ترینګلو حالاتو کې د نظام د سقوط تر بریده له سترو ننګونو سره مخ کولی شي. د ټاکنیزو اړخونو ترمنځ بې باورۍ د ټاکنو پروسه له بشپړې ناکامۍ سره مخ کړې ده. که د ټاکنیزو ټیمونو له ګډون پرته د رایو بیاشمېرنه تر سره کېږي او کمېسیون تر تفتیش وروسته د ټاکنو پایلې اعلانوي، د دې پایلو د منلو شونتیا نشته. له همدې کبله پکار ده چې د پایلو تر اعلان وړاندې، د ټاکنو د تر سره کوونکو بنسټونو او ټاکنیزو ټیمونو ترمنځ رامنځته شوې بې باوري له منځه ولاړه شي او په دې ډول افغانان د ۲۰۱۴ ز کال د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د نه منلو لوبې د ترخې تجربې له تکرار څخه وژغورل شي.
که په ټاکنو کې د ښکېلو افغان اړخونو ترمنځ بې باوري تر دې بریده وي، چې منځګړیتوب ته اړتیا پیدا کوي، ملګري ملتونه باید مداخله وکړي. په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر چې تر ډېره په ټاکنیزو چارو کې ښکېل هم دی، باید را وړاندې شي او د بې طرفانه رول په لوبولو سره ټاکنیز ټیمونه د ټاکنو د مشروع او رښتینو پایلو منلو ته وهڅوي. یوناما کولی شي چې د یوه بې طرفه منځګړي په توګه تر نورو په دې برخه کې ښه رول ولوبوي. د یوه نړیوال بنسټ په توګه چې د ټولو هېوادونو استازولي کوي، ملګري ملتونه مسوولیت هم لري چې له یوه بل سیاسي بحرانه د افغانستان په ژغورلو کې فعال رول ولوبوي. ټاکنیز ټیمونه هم که پر ټاکنیزو بنسټونو باور نه لري، د ملګرو ملتونو رول ته باید درناوی وکړي او هر څوک چې د ټاکنو مشروع ګټونکی وي، له هر راز سیاسي مزاحمت او سرخوږي پرته یې د دولت د مشر په توګه ومني او په خپله د قانون په چوکاټ کې د یوه بریالي اپوزېسیون رول ادا کړي. په یوه ناکام شریک حکومت کې تر کاره د یوه بریالي او کارا اپوزېسیون رهبري کول غوره دي.