په افغانستان کې د امریکا د تګلارې یوه عمده او دوامداره ستونزه د پوځیانو او ملکي حکومت ترمنځ د همغږۍ نشتون دی. د امریکا پوځ او بهرنیو چارو وزارت ډېر وخت د افغانستان په تړاو یوه خوله نه وي، چې د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې د مشر جنرال مارک میلي وروستۍ څرګندونې یې ښکاره مثال دی. په داسې حال کې چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي ډیپلوماتانو یو کال له وسله والو طالبانو سره د جګړې پر سیاسي حل مذاکرات وکړل. جنرال میلي په یوه تازه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت لا هم پای ته نه دی رسېدلی. هغه زیاته کړې چې دغه ماموریت ښايي څو نور کلونه هم دوام وکړي.
امریکا له یوه لوري د افغان جګړې د سیاسي حل خبره کوي او ډیپلوماتان یې وايي چې دا جګړه پوځي حل نه لري، خو د لوی درستیزانو د کمېټې مشر یې بیا په ښکاره د هغوی خلاف دریځ نیسي. دغه کار که له یوه لوري د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا پر ارادې د شک سبب کېږي او له بل لوري ښيي چې د امریکا دولت هم د افغان جګړې په تړاو واحد دریځ نه لري. په داسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ او د امریکا ډیپلوماتیکه دستګاه له افغان جګړې ستړې برېښي، خو پوځي جنرالان لا هم د جګړې پای ته رسولو ته چمتو نه ښکاري.
د امریکا له لوري د جګړې او سولې په تړاو د مخالفو زېګنالونو لېږل، هغه اندېښنې پیاوړې کوي چې د واشنګټن لپاره لا هم د جګړې سوله ییز حل لومړیتوب نه دی او ځینې حکومتي کړۍ یې د جګړې په دوام کې خپلې ګټې لټوي. د افغانستان جګړه د ځینو امریکایانو لپاره د عاید پر سرچینه بدله شوې او هغوی د دې سرچینې وچېدو ته نه دي چمتو. امریکا، په ځانګړي ډول ولسمشر ټرمپ ته چې د یوه بل دور ولسمشرۍ د ګټلو په لټه کې دی، پکار ده چې په افغانستان کې د جګړې او سولې په اړه روښانه او واحد دریځ ولري او د پوځیانو د توطیو ښکار نه شي. افغانان او عام امریکایان دواړه د دې ناپایه جګړې پای غواړي. نه امریکایان غواړي چې په دې جګړه کې یې اولادونه ووژل شي او په لویه کچه یې پیسې مصرف شي او نه هم د افغانانو لپاره نور د ترهګرۍ خلاف د مبارزې په نوم د خپلو بېګناه عزیزانو وژل کېدل د زغملو وړ دي. که امریکا رښتیا دې پایلې ته رسېدلې وي چې افغان جګړه پوځي حل نه لري، نو له پوځي لارو دې د یوې سیاسي ستونزې د حل هڅه نه کوي. تر اوسه هم د جګړې د اوږدېدو یو عمده لامل پر ډیپلوماسۍ د پوځي ځواک برلاسي ده.