څومره چې د جګړې د دوام بیه درنه ده، همدومره له جګړې د خلاصون لپاره د ستونزمنو پرېکړو اړتیا ده. د داسې جګړې د پای ته رسولو لپاره چې له څه کم نیمې پېړۍ راهیسې یې یو ملت د پرمختګ او سوکالۍ له ټولو فرصتونو بې برخې کړی، داسې اقداماتو ته اړتیا ده چې په عادي حالت کې یې ښايي منل منطقي ونه ګڼل شي. افغان ولس د روښانه راتلونکي لپاره اړ دی چې د ماضي زولنې ماتې کړي او پر سوله ییز راتلونکي تمرکز وکړي. دې موخې ته د رسېدو لپاره به ځینې وختونه د داسې اقداماتو اړتیا پیدا کېږي، چې منل به یې د افغانانو لپاره د ملت په توګه ستونزمن وي، خو اوږدمهالې پایلې به یې داسې وي چې افغانان به د زهرو د دغه ګوټ څښلو ته مجبوروي.
افغان دولت د افغانستان د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خلاصون په بدل کې د حقاني شبکې، چې د وسله والو طالبانو ترمنځ تر ټولو خطرناکه ډله بلل کېږي، د دریو غړو د خلاصون پرېکړه کړې ده. په دغو کسانو کې انس حقاني، چې د دې شبکې د بنسټګر جلال الدین حقاني زوی دی، عبدالرشید عمري او مالي خان شامل دي. سره له دې چې خلاصېدونکي کسان د داسې ډلې غړي دي چې په افغانستان کې په خورا سترو او خونړیو بریدونو کې پر ښکېلتیا تورنه ده، خو که د هغوی خلاصون د سولې د په ټپه درېدلي بهیر د بیا احیا سبب کېږي، د دغه ګام هرکلی باید وشي.
افغان دولت او وسله وال طالب د جګړې د افغان لورو په توګه د سولې د خبرو د بریالیتوب لپاره د باور د فضا رامنځته کولو ته اړ دي او د بندیانو تبادله دې موخې ته په رسېدو کې مرسته کولای شي، البته که د بندیانو خلاصون ته د مقابل لوري د ضعف د ټکي په توګه ونه کتل شي. طالبان او دولت دواړه باید په تدریج هڅه وکړي چې د جګړې د حالت له ذهنیت څخه راووځي او د حسن نیت په ښودلو سره د باور فضا رامنځته کړي.
د حقاني شبکې د غړو په څېر د خطرناکو کسانو خلاصون له شک پرته آسانه پرېکړه نه ده او ښايي ډېر مخالفین ولري، خو افغان ولس دا درک کوي چې سولې ته رسېدل بیه غواړي او د دې بیې له پرې کولو د انکار په صورت کې د افغانستان لپاره یوازې یو انتخاب پاتې کېږي، چې هغه د جګړې دوام دی. افغانانو د جګړې درنه بیه پرې کړې او له دې عذاب څخه د خلاصون لپاره د هرې داسې بیې پرې کولو ته چمتو دي، چې د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکي، ملي حاکمیت او د ښاروندۍ حقونه یې نه ګواښي.