ارګ وايي چې د انس حقاني په ګډون دری طالبان چې د خوشې کولو پرېکړه یې شوې وه، لا هم په بند کې دي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي چې پر دې پرېکړه له سره غور شوی، طالبانو د تبادلې شرایط نه دي مراعات کړي، نو ځکه دا تبادله نه ده شوې او بندیان بېرته زندان ته لېږل شوي دي. ټاکل شوې وه چې انس حقاني، حافظ عبدالرشید او مالي خان د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې خوشي شي. ولسمشر د دوی د خوشې کولو په تړاو رسمي او ځانګړې وینا وکړه، خو له وینا دوې ورځې وروسته په نامعلوم دلیل تبادله وځنډېدله.
پوښتنه دا ده چې د دې ځنډ اصلي لامل څه و او حکومت په دې تړاو رښتیا وايي؟
په دې تړاو له سره ناسم معلومات ورکړل شوي وو. د تبادلې رسمي پرېکړه څو ورځې وړاندې د خلیلزاد او ملا برادر په پټه لیدنه کې وشوه. خلیلزاد قطر ته ورغلی و او هلته یې له ملا برادر سره وکتل، خو دا سفر پټ وساتل شو او په رسمي ډول یې په اړه څه ونه ویل شول. په قطر کې پرېکړه وشوه چې دا دری طالبان به د امریکايي پوهنتون له دوو استادانو سره تبادله کېږي. دواړو لورو دا پرېکړه هم وکړه چې طالبان به لس افغان امنیتي ځواکونه پرېږدي او داسې به نه ښيي چې ګواکې دا تبادله د امریکایي پوهنتون له استادانو سره شوې ده. د امریکايي اړخ ټینګار دا و چې طالبان باید د استادانو خوشې کولو ته د حسن نیت نوم ورکړي، څو د خبرو له بیا پیل سره مرسته وکړي. پر همدې توافق وشو، خو ولسمشر غني په دې شرط د طالب بندیانو خوشي کول منل، چې طالبان له حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي. د طالبانو د انکار او د امریکا د فشار په پایله کې ولسمشر له خپل دریځ څخه تېر شو او د دغو بندیانو د خوشې کول یې نه یوازې ومنل، بلکې رسمي وینا یې وکړه.
د تبادلې کارونه روان وو، بندیان له زندان څخه و ایستل شول، جامې ورته ورکړل شوې، د افغانستان لس کلن پاسپورټونه ورته ورکړل شول او یوه قطري الوتکه بګرام ته راغله چې بندیان ولېږدوي؛ خو یو ناڅاپه د امریکایانو پرېکړه بدله شوه. امریکایانو بېرته بندیان له الوتکې را وګرځول او له ځان سره یې وساتل. امریکا ظاهراً په لوګر او کابل کې وروستي بریدونه طالبانو ته د پلمې په توګه وړاندې کړې وو، خو اصلي لامل یې لا هم معلوم نه دی. دا کټ مټ هغسې چاره وه چې ټرمپ له طالبانو سره د خبرو له وروستي کېدو وړاندې یو ناڅاپه ټویټ وکړ او خبرې یې بندې کړې. په دې چاره کې تر ګردو لوی زیان زموږ حکومت او ولسمشر ته واوښت، ځکه چې امریکا یو ځل پرې وینا وکړه، د بندیانو د خوشې کولو اعلان یې وکړ او هغه ته یې خیالي کیسې جوړې کړې، خو وروسته یې بندیان خوشې نه کړل او بېرته یې بند ته ولېږل. د ملي یووالي حکومت نه د بندیانو په خوشې کولو کې صلاحیت درلود او نه یې هم په بېرته را ګرځولو کې. دا یوه امریکايي پرېکړه وه او د امریکا ګټې یې ایجاب کړې، نو لرې نه ده چې بیا دې هم تبادله وشي.