د ټاکنو کمېسیون وروستۍ پرېکړه یو ځل بیا له ستونزو او خنډونو سره مخ شوې ده. پرون د ځینو محلونو د رایو د بیاشمېرنې لړۍ پیل شوه، خو په څو ولایتونو کې معترضینو د کمېسیون کارکوونکي پرې نه ښودل چې رایې بیا وشمېري. د کاندیدانو شورا هم د کمېسیون وروستۍ پرېکړه رد کړې او خپل مخالفت یې څرګند کړی دی. پرون د ثبات او همپالنې ټیم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم د کمېسیون له لوري وروستۍ پرېکړې رد کړې او خپل مخالفت یې څرګند کړ. عبدالله وویل چې کمېسیون په خپلواک ډول عمل نه کوي او پرېکړې یې د قانون او د هغو کړنلارو خلاف دي چې خپله کمېسیون جوړې کړې او تصویب کړې دي. له بله اړخه پرون په ځینو ولایتونو کې تاوتریخوالی هم شوی دی چې معترضین له امنیتي ځواکونو سره نښتي دي.
له دې سره ټاکنیزه لانجه کوم لوري ته ځي؟
زموږ ټاکنې له سره له ولسي تحریم سره مخ وې او خورا کمو خلکو په ټاکنو کې برخه واخیسته، خو د کمېسیون پرېکړو دا کمې رایې هم له ستونزو او خنډونو سره مخ کړې دي. ټاکنې که د ولسي ګډون له اړخه معیوبې دي، نو پکار ده چې د پروسې په اړه د کاندیدانو او ناظرینو رضایت وي، خو اوس له یوه اړخه کم ولسي ګډون دی او له بله اړخه کاندیدان او ناظرین ناراضه دي. له همدې امله لانجه نوره هم زیاتیږي او مشروعیت نور هم خرابېږي. کمېسیون ته پکار ده چې په پرېکړو کې په رښتینې مانا خپلواک عمل وکړي او د بهرنیانو او کاندیدانو تر اغېز لاندې را نه شي. د کمېسیون وروستۍ پرېکړې نه یوازې د لانجې سبب کېږي، بلکې د قانون خلاف دي او له هغو طرز العملونو سره ټکر لري، چې کمېسیون له وړاندې تصویب کړي دي. اوس باید کمېسیون ووايي چې له وخته مخکې او له وخت وروسته رایې ولې شمېري؟ په داسې حال کې چې د کمېسیون خپل طرز العمل په دې اړه واضح حکم لري او دا رایې سمې نه ګڼي. د هغو رایو په اړه چې له وخت وروسته کارول شوې، ښايي استدلال دا وي چې خلک په لیکو کې ولاړ وو او رایه یې حق وه، خو له وخته مخکې رایې څنګه توجیه کېدلی شي؟ له همدې امله د کمېسیون پرېکړې په واضح ډول قانوني ستونزې لري او په اړه یې پکار ده چې لا زیات وضاحت ورکړل شي.
کمېسیون به ښايي د ځینو تمایلاتو پر اساس پرېکړې کوي، خو هېروي چې له دغو پرېکړو سیاسي ګټه پورته کېږي. دا سیاسي ګټه داسې ده چې افغانستان یو بل بحران ته وړي. داسې ښکاري چې بهرنیان هم په قصدي او شعوري ډول د دغو لانجو تر شا دي. دوی خو یا خپله غواړي چې کمېسیون داسې پرېکړې وکړي چې لانجې ته لاره هواره کړي او یا هم پرېږدي چې کمېسیون همداسې پرېکړې وکړي. په دواړو حالتونو کې دوی غواړي لانجه جوړه شي، بحران جوړ شي او سیاسي لاسوهنې ته لا زیاته زمینه برابره شي. که کمېسیون سمې پرېکړې ونه کړي، که ټاکنیزه لانجه اوږده شي، خلک به مجبور شي چې را ووځي او دا ټاکنې له یو مخې باطلې کړي او د خپل حکومت د ټاکلو لپاره بله لاره وکاروي.