پرون یو ځل بیا د ټاکنو کمېسیون ځینې ولایتي دفترونه د معترضانو له غبرګون سره مخ وو. معترضانو هڅه کړې چې د ځینو محلونو د رایو د بیاشمېرنې مخه ونیسي. په بدخشان او ځینو نورو سیمو کې د تاوتریخوالي پېښې هم شوې دي. وړمه ورځ هم په دغو اعتراضونو کې تاوتریخوالی شوی و چې په کندوز کې یو تن ټپي شوی و. له دې سره پر ټاکنو کمېسیون او حکومت نیوکې ډېرېږي. پر ټاکنو کمېسیون له دې امله نیوکې دي چې قانون او طرزالعملونه تر پښو لاندې کوي او د یوه مشخص ټیم په ګټه کار کوي. پر حکومت نیوکې دي چې د کمېسیون په کار کې لاسوهنه کوي او امنیتي ځواکونه د خپلو ټیمي ګټو لپاره د معترضینو پر ضد کاروي.
پرون یو ځل بیا ځینو کاندیدانو، پخواني ولسمشر او ځینو سیاستوالو د ټاکنیزو لانجو په تړاو اندېښنې ښودلې دي او په دې لانجو کې یې د امنیتي ځواکونو ور ګډول ناسم کار ګڼلی دی. له دې ورستیو بدلونو ښکاري چې زموږ ټاکنیزه لانجه نه یوازې زیاتیږي، بلکې مختلف اړخونه پيدا کوي. د ټاکنو کمېسیون د دې پر ځای چې روڼ، قانوني او سم عمل وکړي، یو لوري ته یې تمایل زیات دی. که د کمېسیون پرېکړې سمې، قانوني او د طرزالعمل پر اساس وي، نو پکار ده چې وضاحت ورکړي. د کمېسیون چارواکي باید په دې تړاو واضح دریځ ولري، رسنیو ته راشي، پوښتنو او نیوکو ته ځواب ووايي چې خلک قانع شي او پوه شي چې کمېسیون سم کار کوي. اوس د کمېسیون د کار ډول او په دې تړاو د وضاحت نه ورکول نه یوازې شکونه ډېروي، بلکې ټاکنې یوه نوي بحران ته وړي. له همدې امله تر ټولو اساسي پړه د دوی پر غاړه ده. حکومتي مشرانو ته هم پکار ده چې امنیتي ادارې له دغو لانجو لرې وساتي او حکومتي ځواک هم ونه کاروي. همدا اوس پر دولت جوړوونکي ټیم تور دی چې دولتي امکانات کاروي او په همدغو امکاناتو یې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ کړې دي. څه کم یو میلیون رایې تر اوسه پورې بې اعتباره ګڼل شوې دي چې غوڅ اکثریت یې د دولت جوړوونکي ټیم په ګټه کارول شوې وې. ویل کېږي چې دولت جوړوونکي ټیم د دغو درغلیو لپاره ولایتي ادارې، والیان، ولسوالان او آن امنیتي ځواکونه هم کارولي دي چې پکار ده په دې تړاو یوه بې طرفه څېړنه وشي او دا تورونه و ارزوي.
که د روانو ټاکنیزو لانجو په تړاو یو اساسي ګام وا نه خیستل شي، ستونزې به ډېرې شي او پر موږ یو ځل بیا د ۲۰۱۴ ز کال تجربه تکرارېدونکې ده. د کمېسیون تېروتنې، د دولت جوړوونکي ټیم درغلۍ او حکومتي لاسوهنې د دې سبب کېږي چې ټاکنې یو واقعي بحران رامنځ ته کړي. له همدې امله وېره ده او داسې ښکاري چې بهرنیان هم د همداسې یو څه په لټه کې دي. داسې نه ښکاري چې دا ټاکنې به آن پایله ورکړي، له همدې امله سیاستوال او خلک باید د یوه داسې بدلون په لټه کې شي، چې هم له یوه اړخه له دغه بحران څخه ووځو او له بله اړخه دا بدلون د افغانانو له سترې غوښتني سره مرسته وکړي، هغه د جګړې خاتمه او له وسله والو مخالفینو سره سوله ده.