د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې د دریو مهمو طالبانو د خلاصون پروسه پرون بشپړه شوه. وړمه شپه انس حقاني، مالي خان او حافظ عبدالرشید قطر ته ورسېدل او پرون غرمه د امریکايي پوهنتون استادان په زابل کې امریکايي ځواکونو ته تسلیم شول. طالبانو هم په رسمي توګه تایید کړې چې له امریکایي لوري سره یې تبادله په بریالۍ توګه بشپړه شوې ده. وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا مسئله به د باور فضا رامنځ ته کړي او د سولې له بهیر سره به مرسته وکړي. دوی له دې سره پر یو وخت د لسو افغان سرتېرو د خوشي کولو خبره هم کړې ده.
له اوږده وخت راهیسې امریکايي لوری په دې هڅه کې و چې د امریکايي پوهنتون استادان خلاص کړي. لومړۍ یې هڅه دا وه چې د شپنیو عملیاتو او چاپو پر مټ دا کار وکړي، خو بریالي نه شول. وروسته یې بیا بیا له طالبانو وغوښتل چې د حسن نیت په خاطر دا کسان خوشي کړي، خو طالبانو تل د تبادلې خبره کوله. امریکايي اړخ به د ولسمشر غني هغه خبره بیا بیا کوله چې انس حقاني او ملګري به یې په دې شرط خوشي شي، چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي، خو طالبانو دا غوښتنه نه منله. وروسته امریکايي اړخ حاضر شو چې د طالبانو غوښتنه ومني. خلیلزاد دوې اونۍ وړاندې قطر ته ولاړ او په دې اړه یې له طالبانو سره یوه هوکړه لاسلیک کړه. که څه هم ولسمشر غني مقاومت وکړ، خو بالاخره امریکايي اړخ ته تسلیم شو، تبادله یې ومنله او له خپلې غوښتنې تېر شو. دا دي له یوڅه ځنډ وروسته دا تبادله وشوه.
اوس پوښتنه دا ده چې دا تبادله به پر سوله څه اغېر وکړي؟
ولسمشر غني په خپله وینا کې دا چاره له دې سره غوټه کړې وه چې مخامخ خبرو ته به لاره هواره کړي، خو داسې نه ښکاري چې دا چاره به طالبان دې ته حاضر کړي چې له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي. له یوه اړخه دا د حکومت شرط و، چې طالبانو رد کړ. له بله اړخه دا بندیان د امریکایانو او طالبانو تر منځ په معامله کې خوشي شوي دي. که دا معامله د حکومت او طالبانو ترمنځ شوې وی، یا د حسن نیت په خاطر د حکومت له خوا خوشي شوي وی، نو بیا به یې له بین الافغاني خبرو سره مرسته کړې وی او ښايي له حکومت سره په خبرو کې د طالبانو دریځ نرم شوی وی. خو اوس د امریکا او طالبانو معامله وه، نو ځکه پر بین الافغاني خبرو او له حکومت سره د خبرو په تړاو به د طالبانو پر دریځ کوم مثبت اغېز ونه لري.
له دې سره هممهاله دا شونتیا شته چې دا چاره به د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو له بیا پیل سره مرسته وکړي. د طالبانو له خوا دې معامله ته د حسن نیت نوم ورکړل شوی او خلیلزاد هم طالبانو ته ویلي وو چې دا چاره به په امریکا کې له طالبانو سره د خبرو د بیا پیل ملاتړي ډېر کړي. اوس به خلیلزاد او ملګري یې یو ځل بیا ټرمپ ته دا تبادله د طالبانو د حسن نیت په حیث وړاندې کوي او ترې غواړي به چې خبرې بیا پیل کړي. ښايي خبرې سم له لاسه پیل نه شي، خو له شک پرته دا تبادله له طالبانو سره د امریکا د خبرو له بیا پیل سره مرسته کولی شي.