د دریو طالبانو په بدل کې د امریکايي پوهنتون د استادانو خوشې کولو امریکا او په ځانګړي ډول ټرمپ ته دا زمینه برابره کړه، چې له طالبانو سره د خبرو بیا پیل ته پلمه جوړه کړي. که څه هم خبرې په رسمي ډول نه دي پیل شوې، خو نارسمي خبرې پیل شوې دي. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې دی او د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره پر چوکاټ، د خبرو د بیا پیل پر څرنګوالي، پخوانیو توافقاتو د امریکا پر نوو غوښتنو او شرطونو له طالبانو سره خبرې کوي. معلومه نه ده چې رسمي خبرې به کله پیلیږي، خو اټکل دی چې که طالبان د امریکا ځینې غوښتنې ومني، ژر به دا خبرې پیل شي.
وروستي بدلونونه ښيي چې امریکا د خپلې اړتیا پر اساس له طالبانو سره د سولې خبرو ته بیا را ګرځي. د امریکايي پوهنتون له استادانو سره د انس حقاني تبادله له پخوا د طالبانو غوښتنه وه، خو امریکا نه منله. اوس امریکا ومنله او داسې یې وښودله چې ګواکې طالبان بدل شوي او د دوی غوښتنې مني. دا په واضح ډول د امریکا له خوا د سولې خبرو د بیا پیل لپاره د یوې پلمې جوړول دي. امریکا پر طالبانو د خپلو غوښتنو د منلو او په امریکا کې دننه د ځینو اړتیاوو پر اساس خبرې پرېکړې او له طالبانو سره یې هوکړه لاسلیک نه کړه. امریکا هڅه وکړه په دې موده کې پر طالبانو فشار راولي او خپلې غوښتنې پرې ومني. داسې نه ښکاري چې امریکا به په دې هڅه کې بریالۍ شوې وي. اوس چې یو ځل بیا خلیلزاد قطر ته ورغلی، هڅه به وکړي چې طالبان د ځینو داسې غوښتنو منلو ته اړ کړي، چې د امریکايي ګټو له خوندیتوب سره مرسته وکړي.
دا چې دا ځل به امریکا بریالۍ شي او که نه، چې خپلو غوښتنو ته ورسیږي، وروسته به معلومه شي، خو څه چې روښانه دي، هغه دا دي چې له طالبانو سره خبرې بیا پیلیږي او دا کار ژر کېدونکی دی. له طالبانو سره سیاسي جوړ جاړی او په افغانستان کې بدلون د امریکا مهمه اړتیا ده. د دریو دلایلو پر اساس دا امریکايي اړتیا ده. لومړی دا چې د افغانستان جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده او امریکا غواړي دا جګړه بدله او یا هم داسې ختمه کړي چې خپلې ګټې خوندي کړي. له همدې امله د سیاسي جوړجاړي هڅې کوي او غواړي د سولې له لارې خپلې ګټې خوندي کړي. دویم دا چې په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې را روانې دي. له دې امله چې امریکايي عامه ذهنیت د افغان جګړې خلاف دی، نو ټرمپ غواړي د خپلې بریا لپاره په افغانستان کې یو بدلون راولي او سیاسي معامله وکړي. درېیم دا چې د افغانستان جګړه، د طالبانو قوت او سیمه ییزې اړیکې د امریکا لپاره پر یو جدي ګواښ بدلې شوې دي. دا ګواښ ورځ تر بلې زیاتېږي او امریکا ته لوی سرخوږی جوړولی شي. له همدې امله امریکا غواړي د دغه ګواښ مخه ونیسي او له طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي له لارې ستونزه حل کړي. د همدغو دلایلو پر اساس له طالبانو سره خبرې بیا پیلیږي او ژر به دا خبرې پایله هم ولري.