په قطر کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ یو ځل بیا خبرې پیل شوې دي. که څه هم دا خبرې رسمي نه دي، خو د راتلونکو خبرو پر څرنګوالي، چوکاټونو او شرطونو خبرې کېږي. اټکل دی چې څه وخت وروسته دا خبرې په رسمي ډول هم پیل شي. دا خبرې له هغه وروسته پیلېږي چې د امریکايي پوهنتون دوه استادان د دریو طالبانو په بدل کې خوشې شول. په دې تړاو د زلمي خلیلزاد او طالبانو تر منځ په قطر کې رسمي هوکړه شوې وه. له دې بدلون وروسته دا دی امریکا ته پلمه په لاس ورغله او د طالبانو کار د حسن نیت په توګه اخلي. له همدې امله بیا خبرې پیلوي، خو د بین الافغاني خبرو برخلیک لا هم څرګند نه دی.
له ولسمشر غني سره د ټرمپ خبرو ته ارګ خوشاله دی، خو که له شخصي ګټو او د څوکۍ له غم ور تېر شو، نو د دې خبرو له پیل سره پکار ده چې زموږ اندېښنو ته ځواب وویل شي. دا ښه ده چې د امریکا او طالبانو خبرې پیل شي او پایله ولري، خو دا پوښتنه باید ځواب شي چې د بین الافغاني خبرو او توافق برخلیک به څه وي؟ د طالبانو دریځ دا دی چې موږ له امریکا سره یوې هوکړې ته رسیږو او له هغه وروسته بین الافغاني خبرو پیلوو چې حکومت به هم پکې د یوه سیاسي اړخ په توګه برخه لري. دا چې دا مذاکرات به څومره دوام کوي؟ ګډونوال به یې کوم اړخونه وي؟ په څومره وخت کې به توافق کېږي؟ که توافق ونه شي او خنډونه وي، څه به کېږي؟ دا هغه پوښتنې دي چې پکار ده ځوابونه ورته پیدا شي.
له بده مرغه حکومتي چارواکي، په ځانګړي ډول ولسمشر د دې پر ځای چې د افغانانو دغو اصلي اندېښنو ته پام وکړي، لا هم د یوې داسې معاملې په هڅه کې دی چې د ده واک خوندي شي او یا هم په راتلونکي کې غوښنه ونډه ولري. د یوه مسوول حکومت او یو مسوول ولسمشر دنده ده چې د خلکو او د هېواد برخلیک ته پام وکړي. پکار ده چې یادو شوو اساسي اندېښنو او پوښتنو ته ځواب پیدا کړي. له بده مرغه اوس داسې نه ده او یادې شوې اندېښنې هم جدي او مهمې دي. که د بین الافغاني خبرو لپاره یو واضح تعریف پیدا نه شي، که ګډونوال یې مشخص او پرې توافق ونه شي، که د پایلې وروستۍ نېټه یې ونه ټاکل شي، که دا معلومه نه شي چې څوک دا خبرې له خنډ سره مخ کوي، نو څه به ورسره کېږي او څوک به یې کوي. نو ښايي د طالبانو او امریکا هوکړه وشي، خو د افغانستان جګړه ختمه نه شي.
له همدې امله ولسمشر ته پکار ده چې نور د قدرت ساتلو له هڅو تېر شي او د سترو ګټو په اړه فکر او کار وکړي. سیاستوالو او سیاسي ګوندونو ته هم پکار ده چې دغو اندېښنو او پوښتنو ته سم او قانع کوونکي ځوابونه پیدا کړي. افغانان باید ډاډمن شي چې جګړه ختمیږي او موږ کومې بلې جګړې ته روان نه یو.