پخوانی ولسمشر حامد کرزی پرون له ډېرو ژورنالېستانو، کارپوهانو، سیاستوالو او حقوقپوهانو سره په یوه خبرې غونډه کې را څرګند شو او د بیان ازادۍ ته په ور پېښو شوو وروستیو ګواښونو یې اندېښنه وښوده. حامد کرزي پرون په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې د تېرو اتلسو کلونو یوه مهمه لاس ته راوړنه د بیان ازادي ده، خو له بده مرغه په وروستیو دریو کلونو کې دغه مهمه لاس ته راوړنه له جدي ګواښ سره مخ ده. نوموړي له امریکا، اروپايي ټولنې، نړیوالې ټولنې او نورو نړیوالو ملاتړو وغوښتل چې په افغانستان کې د بیان ازادۍ د ساتنې لپاره مبارزه او همکاري وکړي. پخواني ولسمشر ویلي، په دې وروستیو کې په مستقیمه توګه هغه کسان ګواښل کېږي چې د بیان د ازادۍ له حقه په استفادې د سولې لپاره غږ اوچتوي. نوموړي وویل چې امنیتي ځواکونه باید د هېواد له ملي ګټو دفاع وکړي، نه دا چې په سیاسي معاملو کې د ځینو ځانګړو شخصیتونو او کړیو له لوري وکارول شي.
د بیان ازادۍ په ګواښ کې حکومت له دریو اړخونو پړ دی. لومړی دا چې په حکومت کې دننه ځینې کړۍ د دغو ګواښونو او بریدونو تر شا دي. که څه هم د دې ادعا لپاره پوره اسناد او شواهد پکار دي، چې لا نه دي وړاندې شوي، خو ځینې پېښې داسې دي چې شکونه پیدا کوي او دا ادعا پیاوړې کوي. ځینې پېښې داسې دي چې پل یې حکومتي ادارو ته تللی او حکومت نه دی توانېدلی چې په دې برخه کې د قناعت وړ ځواب ورکړي. آن کله کله په ټولنیزو رسنیو کې حکومت پلوي کسان او پاڼې د دغو ګواښونو او بریدونو ستاینه او ملاتړ کوي. دویم دا چې حکومت د دغو بریدونو پر وړاندې بې تفاوته دی او نه غواړي چې د بیان ازادۍ ته د دغو ور پېښو ګواښونو مخه ونیسي. د بیان ازادۍ ته په وروستیو کې د ور پېښو شوو ګواښونو په برخه کې حکومت سوړ چلند کړی او داسې ښيي چې کوم مهم کار نه دی شوی. د حکومت دا سوړ چلند سم نه دی او له همدې امله پړ هم دی. درېیم دا چې حکومت د بیان ازادۍ، ژورنالېستانو، سیاسي کارپوهانو او د نظر خاوندانو ته د ور پېښو ګواښونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی. بیا بیا دا ګواښونه شوي، وسله وال بریدونه شوي، ځینې کسان ټپیان شوي او په وروستۍ پېښه کې وحید مژده شهید شوی، خو حکومت د دې یوې پېښې مخنیوی هم ونه کړ او نه یې د دغو بریدونو په تړاو څوک نیولی دي. له همدې امله حکومت ناکام دی او نه دی توانېدلی چې په اساسي قانون کې د خلکو د خوندي شوي حق ساتنه وکړي.
که په دغو دریو واړو کې هر لید سم وي، بیا هم حکومت پړ دی او باید خلکو ته قناعت کوونکی ځواب ووايي. کله چې خلک د فکر او نظر د بیان په غبرګون کې د ټوپک له شپیلۍ سره مخ کېږي، بیا نو جمهوریت، ولسواکي او د بیان ازادي مانا نه لري. له همدې امله حکومت باید د دغه حالت د بدلون لپاره ګام واخلي. که حکومتي کړۍ په دغو ګواښونو کې ښکېلې وي، باید مخه یې ونیسي او سزا ورکړي. که حکومت ته دا چاره مهمه نه وي، پکار ده چې د اساسي قانون د حکم پر اساس یې مهمه وګڼي او که حکومت ناکام شوی وي چې د دې پېښو مخه ونیسي، دا ناکامي هم د زغم وړ نه ده. له همدې امله د بیان ازادي باید خوندي شي او نور باید دا ګواښونه او بریدونه ودریږي.