طالبان او امریکا دواړه مني چې درېدلې خبرې یې بیا پیل کړې دي. دغو خبرو ته د رسمي خبرو نوم نه ورکول کېږي، خو اوس د خبرو پر چوکاټ، شرطونو او په تکمیل شوې هوکړه کې پر ممکنه بدلونونو خبرې روانې دي. ټرمپ خبرو ته د اوربند شرط را مخکې کوي، خو طالبان وايي، د هوکړې له لاسلیک سره سم به اوربند وکړي. داسې ښکاري چې په راتلونکو څو ورځو کې به د امریکا او طالبانو خبرې رسمي شي او آن کېدای شي ژر هوکړه هم لاسلیک کړي. د امریکا او طالبانو هوکړه حتمي دي، خو دا چې څه ډول به وي، په ډاډ سره څه نه شي ویل کېدلی. اوس چې د امریکا او طالبانو معامله یا هوکړه حتمي ده، نو موږ څومره د دې هوکړې او معاملې راتلونکي ته تیار یو؟
په کابل او د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې فضا ټاکنیزو لانجو نیولې ده. لانجې هم ورځ تر بلې زیاتېږي او زیان یې عامو خلکو ته اوړي. دلته ولسمشر غني لا هم په دې هڅه کې دی چې په واک کې پاتې شي او د امریکا او طالبانو د هوکړې له عواقبو ناخبره پر وړو مسایلو ټینګار کوي. دې ټاکنیزې لانجې له موږ سترې او برخلیک ټاکونکې لوبې هېرې کړې دي. که د طالبانو او امریکا تر منځ سوله کېږي او هوکړه لاسلیک کېږي، واضح ده چې نه بیا د ولسمشر غني واکمني دوام کوي او نه هم ټاکنې او پایله یې کومه مانا لري. که په دې ټاکنو کې څوک بریالي هم شي، نو رایې به یې تر نهو لکو کمې وي، نو پر داسې ټاکنو ټینګار د ولسواکۍ مسخره کول دي او ولسمشر ته به یې خلک بیا ولسمشر نه، بلکې اته لک مشر او یا نهه لک مشر وايي. له بده مرغه دغو ټاکنو سیاسیون او افغانان لا زیات سره وېشلي هم دي، چې دې چارې په سوله کې د افغاني ګټو خوندي کولو ته هم زیان اړولی دی. که حکومت پر ټاکنو ځان نه وی بوخت کړی او سولې ته یې پام کړی وی، که سیاسیون له حکومت سره په ټاکنیزه لانجه کې نه وی، که ټولو سیاستوالو له حکومت سره په ګډه د سولې په برخه کې واحد دریځ خپلی کړی وی، نو هم به سوله شوې وای او هم به پکې افغاني ګټې خوندي شوې وی.
له بده مرغه پر ټاکنو ټینګار، ټاکنیزې لانجې او بیا په دغو لانجو کې د سیاستوالو او حکومت ښکېلتیا د دې سبب شوې چې موږ هم د سولې په برخه کې فرصتونه له لاسه ورکړو او هم په دې برخه کې په کېدونکو معاملو او هوکړه کې څنګ ته پاتې شو. د بې مانا او بې ارزښته ټاکنو لانجه باید نوره ختمه شي او دا چېپټر باید یو مخ وتړل شي. پکار ده چې سیاستوال او حکومت پر سوله ټینګار وکړي، واحد دریځ پیدا کړي او په ګډه د سولې لپاره کار وکړي. له دې پرته د امریکا او طالبانو معامله کېدونکې ده او هوکړه به لاسلیک کوي. بیا به سیاستوال هرو مرو تاوان کوي او ښایي ولس هم تاوان وکړي. له همدې امله پکار ده چې پر سوله تمرکز وشي، ملاتړ یې وشي او له طالبانو سره د جوړجاړي او ګډ راتلونکي لپاره پیاوړي ګامونه واخیستل شي.