په جرمني کې د افغان سولې په تړاو د یوې بین الافغاني غونډې لپاره کارونه پیل شوي دي. ویل کېږي چې دا غونډه د جرمني په ملاتړ او د طالبانو په خوښه جوړېږي. معلومه نه ده چې د دې غونډې په اړه به د افغان حکومت دریځ څه وي. تر دې وړاندې په چین کې بین الافغاني غونډه دری ځلې وځنډېدله او اوس داسې ښکاري چې یو مخ لغوه شوې ده. د دې غونډې د ځنډ او په لاره کې یې د خڼد لامل د غونډې د ګډونوالو پر سر د حکومت، طالبانو او افغان سیاستوالو اختلاف و.
اوس چې په جرمني کې د بین الافغاني غونډې لپاره هڅې روانې دي، یو ځل بیا وېره ده چې ښايي د غونډې پر څرنګوالي او ګډونوالو اختلاف د دې غونډې د ځنډ او لغوه کېدو سبب شي. د چین په بین الافغاني غونډه کې حکومت هڅه کوله چې هم خپل استازي وټاکي او هم په سیاستوالو کې خپله انتخاب وکړي. هغه سیاستوال چې حکومت نه غوښتل غونډې ته ورشي، له لېسته و ایستل شول او پر ځای یې نور کسان شامل شول. له هغه لېست سره هم سیاستوالو مخالفت وکړ، ځکه چې هر څه یې د حکومت په خوښه نه غوښتل او هم طالبانو مخالفت وکړ، ځکه چې حکومت هڅه کوله له کابله ټول تلونکی پلاوی د حکومت دریځ بیانوونکی وي او یا هم د حکومت تر اغېز لاندې وي. اوس چې په جرمني کې دا غونډه جوړېږي، حکومت به بیا دا هڅه وکړي.
لومړی خو بین الافغاني تفاهم او مذاکره د سولې لپاره بنسټیز کار دی. له بین الافغاني تفاهم، مذاکرې او توافق پرته سوله شونې نه ده. پر همدې اساس له بین الافغاني خبرو سره هېڅ ډول مخالفت پکار نه دی او آن ښکېل اړخونه باید په دې برخه کې قرباني ورکړي او له خپلو ځینو دریځونو او غوښتنو تېر شي. پخوانۍ بین الافغاني غونډې چې په مسکو او قطر کې وشوې، خورا ګټورې وې، که څه هم په هغو غونډو کې څه ستونزې وې او د تخریب هڅې یې هم وشوې، خو بیا یې هم د ښکېلو اړخونو دریځونه نرم کړل، موقفونه واضح شول او آن کرکه او نفرت کم شو. څومره چې د افغانانو تر منځ خبرې اترې کېږي، دریځونه روښانه کېږي، بحث کېږي، د یو بل د قانع کولو هڅې کېږي، په همغه کچه کرکه او نفرت کمېږي او سولې ته لاره لنډېږي. دا سمه ده چې په دې غونډې کې ستونزې شته، د غونډې ځای، څرنګوالی او ګډونوال به داسې نه وي چې ټول پرې موافق وي، خو بیا هم یو ګام دی او مهم ګام دی. د دغو غونډو د اصلاح هڅه باید وشي، نیمګړتیاوې یې باید کمې او یا هم ختمې شي، خو هېڅکله باید داسې هڅې ونه شي چې د غونډو د ځنډ او لغوه کېدو سبب شي.
اوس چې د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې روانې دي او ښايي ژر پایله هم ولري، نو بین الافغاني خبرو، تفاهم، مذاکراتو او توافق ته لا زیاته اړتیا لیدل کېږي. دا کارونه باید چټک شي او د طالبانو او امریکا له توافق وروسته باید بین الافغاني توافق او سولې ته هم لاره هواره شي.