د سیاسي حالت مبهموالی خلک له یو نامعلوم راتلونکي وېروي. له ټاکنو دوې میاشتې تېرې شوې دي، خو لا یې هم پایلې نشته او تمه هم نشته چې پایلې به یې ژر معلومې شي. له بله اړخه دا هم روښانه ده چې پایلې به یې لانجمنې وي، ستونزې به ورسره زیاتې شي او ښايي موږ له یو نامعلوم برخلیک سره مخ کړي. له بله اړخه د سولې په برخه کې هم بدلونونه روښانه نه دي. که څه هم د امریکا او طالبانو تر منځ اړیکې شته او ښايي کومه هوکړه هم وشي، خو لا هم په دې برخه کې شته اندېښنو ته ځواب نه دی ویل شوی.
د افغانستان دا مبهم سیاسي حالت د دې لامل شوی چې خلک له راتلونکي ووېرېږي، ځکه هېڅوک نه پوهېږي چې څه پېښېندونکي دي. زموږ د ټاکنو برخلیک په واضح ډول د سیاسي لوبو او په ځانګړي ډول د بهرنیانو د موخو ښکار شوی دی. لومړی خو د ولس د خوښې خلاف ټاکنې وشوې او بیا پکې هر څه د درملوګ په لمن کې واچول شول. اوس هم د ټاکنو پر کمېسیون د سفارتونو او بهرنیانو لوی سیوری دی. له بله اړخه ارګ هم د کمېسیون خپلواکي زندۍ کړې ده چې دغو ټولو چارو موږ ته ټاکنې پر عذاب بدلې کړې دي. ټاکنې د سیاسي واک د لېږد مشروع لاره ده چې په اساسي قانون کې پرې ټینګار شوی دی، خو زموږ ټاکنې نه د اساسي قانون پر اساس وې او نه هم د واک مشروع لېږد ته لاره هواروي. اوس کمېسیون د حکومت پر پلوۍ تورن دی او مخالفین یې د ټاکنو د پایلو له منلو انکار کوي. پرون د هېواد په شمالي ولایتونو کې لاریونونه وو او اټکل دی چې دا لاریونونه به دوام کوي. دا حالت د یوې پراخې سیاسي بې ثباتۍ نښې دي. له بده مرغه له ټاکنیزو لانجو د وتلو کوم څرک هم نه ښکاري. سیاستوال په بې ساري ډول سره وېشلي او حکومت هم له یوه اړخه قانون تر پښو لاندې کوي او بله اړخه یو اړخیز او ډیکتاتورانه چلند کوي چې حالت یې لان خراب کړی دی.
روان مبهم سیاسي حالت د خلکو پر روان منفي اغېز کړی، اقتصادي حالت ورځ تر بلې خرابېږي، ډېری هغه کسان چې له هېواده د وتلو لاره لري، یا وتلي او یا هم وځي، خو حکومت د دې هر څه پر وړاندې بې توپیره دی او داسې چلند کوي، لکه دوی چې د دې خلکو او هېواد پر وړاندې هېڅ ډول مسوولیت نه لري.
له دغه حالته د وتلو لاره دا ده چې حکومت نور خپل چلند بدل کړي. حکومت باید له سیاستوالو سره د ټکر پر ځای، د همکارۍ روحیه خپله کړي. حکومت او سیاستوال دواړه باید داسې کارونه پرېږدي چې زیان یې ولس ته رسیږي. ټاکنیزه لانجه باید ختمه شي. نه دا ټاکنې مشروعیت لري او نه هم د دې ټاکنو ګټونکي ته ولسمشر ویل کېدلی شي. له ټاکنو او ټاکنیزو لانجو تېرېدل او پر سوله تمرکز کولی شي موږ له دغه مبهم حالت څخه وباسي او راتلونکي ته مو هیله من کړي.