یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

که د ټاکنو پایلې اعلان شي، ستونزې حل کېږي؟

دسمبر 4, 2019
in دریځ
0 0

په دې ورځو کې حکومتي پلوي سیاستوال، ځینې عام خلک او کله کله بهرنیان هم د ټاکنو د پایلو د ژر اعلان غوښتنه کوي. دوی وايي چې تاکنې شوې دي، خلکو رایه ورکړې ده او اوس پکار ده چې د خلکو د رایو پر اساس پایلې اعلان شي. دې چارې ورو ورو داسې یو تصور را پیدا کړی چې په دې اعلان سره ښايي، نه یوازې ټاکنیزه لانجه، بلکې د افغانستان نورې ستونزې هم حل شي.

خو د ټاکنو د پایلو په اعلان سره ټاکنیزه لانجه او نورې ستونزې حل کېږي او که دا به د یوې بلې ستونزې پیل وي؟

 له ولسمشریزو ټاکنو ډېر وخت تېر شوی، خو د پایلې اعلان یې څه باندې دوې میاشتې ځنډېدلی دی. سره له دې چې ټاکنې له پراخ تحریم سره مخ وې او تر دوو میلیونو کمو خلکو پکې ګډون وکړ، لانجې، کمزوری مدیریت، سیاسي لوبې او بهرنۍ مداخلې د دې سبب شوې چې پایلې یې هم پر وخت اعلان نه شي. د ټاکنو د پایلو اعلان په ښکاره د ډاکټر عبدالله او نورو کاندیدانو د مخالفت پر اساس ځنډول شوی، خو په واقعیت کې یې تر شا بهرنیان دي چې د ځانګړو موخو لپاره د ټاکنو د پایلو اعلان ځنډوي.

اوس که د ټاکنو پایلې اعلان هم شي، په دوو دلایلو نه یوازې دا چې ستونزې نه حل کوي، بلکې زیاتوي یې. لومړی دا چې کاندیدان دغه پایلې نه مني او کمېسیون د حکومت پر پلوۍ او ناقانونۍ تورنوي. په دې سره نه یوازې ستونزه حل کېږي نه، بلکې سیاسي مخالفت او په ټوله کې سیاسي بې ثباتي زیاتېږي. دویم دا چې که د ټاکنو پایلې اعلان هم شي، ستونزې نه ختمیږي. د اوسنیو ټاکنو په پایله کې اعلانېدونکی ولسمشر به د شاوخوا اتو لکو خلکو رایې ولري، چې دا خپله یوه لویه ستونزه ده. د اتو لکو کسانو د رایو پر اساس، پر ۳۶ میلیونو خلکو حکومت کول او یا د دې ټولو ځان ولسمشر ګڼل، خپله ستونزه ده. د اتو لکو خلکو د رایو واکمني خپله د اساسي قانون، ولسواکۍ او جمهوریت نقض دی چې دوام یې ستونزمن دی. د اتو لکو کسانو د رایو پر اساس د یو ولسمشر او حکومت د کار دوام خپله د سیاسي بې ثباتۍ لامل کېږي، چې په طبیعي ډول به حکومت کمزوری، بې ریښې او بې ولسي ملاتړه وي. د دغسې یو حکومت راتګ چې ټول رایه ورکوونکي یې یو میلیون ته نه رسیږي، نه په کور دننه کوم مهم کار کولی شي او نه هم په نړیواله کچه د افغانستان لپاره کومه لاسته راوړنه لرلی شي، ځکه چې حکومت به کمزوری، بې ریښې او بې ولسي ملاتړه وي.

پر همدغو دلایلو د ټاکنو د پایلو اعلان نه یوازې دا چې ستونزې حل کوي نه، بلکې ډېروي یې. تر هغو چې زموږ حکومتي چارواکي د واک د غځېدو له هڅې را ونه ګرځي او پر لویو مسایلو تکیه ونه کړي او تر هغو چې زموږ سیاستوال د شخصي مسایلو پر ځای پر لویو او ملي مسایلو تمرکز ونه کړي، موږ به خپلې ستونزې ورځ تر بلې ډېروو. اوس باید حکومت د اتو لکو کسانو د رایو پر اساس ځان ته د مشروعیت اخیستو پر ځای هڅه وکړي چې ولس پر ځان را ټول کړي. باید ولسي مشروعیت پیدا کړي، سیاستوال را ټول کړي او په ټوله کې د افغانستان د اساسي ستونزو پر حل او د سولې لپاره پر کارنده لارو چارو فکر او کار وکړي.

Share17Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In