پرون د ټاکنیزې لانجې د حل لپاره جوړه شوې ستره او مهمه غونډه بې پایلې او په لانجې پای ته ورسېده. دغه غونډه د شاوخوا ۳۰۰ زرو لانجمنو رایو په اړه د ټاکنو کمېسیون له لوري جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د ټاکنیزو ډلو او سیاسي ګوندونو استازو، د ټاکنو د څار بنسټونو استازو، د اروپايي ټولنې او جرمني د سفیرانو، د انګلستان سفارت مرستیال او ځینو نورو بهرنیو ډیپلوماتانو برخه اخیستې وه. په غونډه کې کمېسیون د دغو رایو د قانوني ګڼلو لپاره خپل دلایل وویل، خو د ثبات او همپالنې ټیم دا رایې باطلې، د قانون او کړنلارو خلاف وبللې. وروسته غونډه لانجمنه شوه او بې پایلې پای ته ورسېده.
د ټاکنیزې لانجې د حل په موخه دا تر ټولو ستره او مهمه غونډه وه، چې تمه وه یا به ټاکنیزه لانجه حل کړي او یا به ستونزې را کمې کړي. اوس ښکاري چې ټاکنیزه لانجه نه یوازې حل کېدونکې نه ده، بلکې لا پېچلې کېږي. اوس ښايي کمېسیون ته دوې لارې پاتې وي: لومړی دا چې ټول کاندیدان خپه کړي او یوازې دولت ساز ټیم خوشاله کړي، پایلې اعلان کړي او کیسه ختمه کړي. داسې ښکاري چې کمېسیون غواړي همداسې وکړي، خو ستونزه دا ده چې په دې سره د ټاکنو لانجه نه ختمېږي او ستونزې لا پسې زیاتیږي. دویمه لار دا ده چې د نورو ټاکنیزو ډلو او کاندیدانو غږ واوري او په خپله پرېکړه کې بدلون راولي. په لانجمنو ۳۰۰ زرو رایو کې چې کومې ستونزې دي، لامل یې خپله کمېسیون او د کمېسیون کمزوری مدیریت، فساد او ګډوډۍ دي، نو پکار ده چې خپله مسوولیت واخلي او دا لانجمنې رایې چې د قانون او طرزالعملونو خلاف دي، لغوه کړي او بیا پایلې اعلان کړي. په دې سره به ټاکنې دویم پړاو ته ځي او کمېسیون باید دویم پړاو ټاکنو ته سر له اوسه تیاری ونیسي.
خو که ټاکنیزه لانجه نه حل کېږي، نو یوه درېیمه لاره هم شته، چې دا لاره هم اسانه ده او هم د ستونزې له اساسي حل سره مرسته کولی شي. دا حللاره له سولې سره تړلې ده. د امریکا او طالانو تر منځ د سولې خبرې بیا پیل شوې دي. تمه ده چې دا خبرې به ژر وروستۍ شي او دواړه لوري به د سولې هوکړه لاسلیک کړي. د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له هوکړې وروسته، د بین الافغاني خبرو اړتیا ده چې به پکې په راتلونکي نظام او د نظام پر څرنګوالي بحث کېږي. دغه راز له شک پرته یو موقت او یا انتقالي حکومت به هم د خبرو برخه وي چې راتلونکي نظام ته لاره هواره کړي. له دې امله چې په افغانستان کې ټاکنیزه لانجه ده او دا لانجه حل کېږي هم نه، نو ښه ده چې سر له اوسه پر یو داسې حکومت کار وشي چې د سولې په برخه کې مرسته وکړي. په دې سره به له یوه اړخه ټاکنیزه لانجه ختمه شي او له بله اړخه به مو له سولې سره مرسته کړې وي.