په ۱۹۶۵ ز کال کې د پوهنتون په لومړي ټولګي کې وم. یوه ورځ استاد له موږ د نوښت ازموینه اخیسته، هغه غوښتل موږ معلوم کړي چې څوک نوښتګر دي، کله یې چې د ازموینې نمرې اعلان کړې، په ټولګي کې تر ټولو ټیټې نمرې زما وې، سخت خجالت شوم، بیخي ډېر خجالت.
ما ډېرې ازموینې ورکړې وې او له دریو پوهنتونو مې اسناد اخیستي وو، خو له دې ټولو سره سره دې نمرو سخت خپه کړم. پوهېدم چې مسلک مې څه داسې دی چې له ډېرو خلکو سره باید ارتباط ولرم او دا اصلاً راته د منلو نه وه چې زه د یو عیب لرونکی رهبر وم. کله چې یوڅوک نوښتګر فکر ونه لري، څنګه کولای شي ځان نوښتګر کړي؟
کله چې له هغه ټولګي راووتم، دوه څیزونه مې ذهن ته راغلل: «یو دا چې هېڅکله به له خلاق ذهن پرته خپلو بالقوه وړتیاوو ته ونه رسېږم او بله دا چې د خلاق اوسېدو لپاره به لار پيدا کوم.»
نن ورځ له ۵۰ کلونو وروسته، ډېری کسان راته وايي چې زه په نوښتګر ډول فکر کوم. د ټیم ټول غړي مې راځي څو په خلاقانه ډول د انتخابونو او هغه ته د رسېدو د اغېزمنو لار په پيدا کولو کې راسره مشوره وکړي او د خلکو په منځ کې په اړیکو جوړولو کې د خلاق انسان په نوم پېژندل شوی یم. دا ټول د دې شاهدي ورکوي چې ما په دې برخه کې ډېر پرمختګ کړی او تاسې هم کولای شی.
د تفکر د نوښت وړتیا په واسط کولای شی د ژوند د بېلابېلو اړخونو په اړه ښه اقدام او ښه انتخابونه وکړی. کوم کسان چې داسې دي، هغوی د ستونزو د حل لپاره تر ټولو ښې لارې چارې لټوي. هغوی هر وخت له نویو فرصتونو استفاده کوي او له نورو سره مرسته کول یې د پلان په لومړۍ کرښه کې قرار لري، څو له هغوی سره په مرستې کولو سره شاوخوا وضعیت ښه کړي. هغه کس چې د نوښتګر تفکر وړتیا پياوړې کوي، له ټولو ننګونو سره د مبارزې نوې لارې هم لټوي.
ایا دا سمه ده چې ځینې کسان له پياوړې نوښتګرې وړتیا سره دنیا ته راغلي دي؟ البته چې سمه ده. هغه کسان چې دغه خدایي وړتیا لري څو د ژوند په هره برخه او هره شېبه کې ترې ګټه واخلي، ډېر کم دي. د دې برخې ځینې متخصصان وايي، ټول انسانان له نوښتګرې وړتیا سره دنیا ته راغلي دي، خو ډېری یې ان له لومړیو له دې وړتیا د ګټنې په برخه کې په بې غورۍ سره لوی او بالاخره بیرته همداسې له دې دنیا تللي دي. مادلین ال انګل وايي: «ټول ماشومان هنر لرونکي دي، دا ملامته ټولنه ده چې د هغوی ډېریو په لویېدو سره له هغوی د خلاقیت وړتیا اخلي».
تاسې دا وړتیا لری چې خپله نوښتګره وړتیا را ژوندۍ کړی او پر هغه سربېره، نورې د نوښت لارې هم پيدا کړی. دا چې ما وکولای شوای، تاسې هم کولی شی. غواړم په دې اړه درسره خپلې تجربې شریکې کړم. تاسې یې هم یوه یوه عملي کړئ، له هغه درس واخلئ او کوښښ وکړئ چې د هرې یوې لپاره تر ټولو ښه ځواب پيدا کړی.
ما ویل، زه باوري یم چې د هرڅه لپاره یوه حللاره شته. د Reactive کلمې مانا انفعالي او د Creactive کلمې مانا بیا خلاقیت یا نوښت ده. دا دوه کلمې یوازې له C پرته نورې له ورته حرفو څخه جوړې شوې دي. د پرمختګ لار په پيل کې مې چې د خلاقیت پر لور خپل مسیر بدل کړ، لومړی تصمیم مې د C حرف د ځای بدلول وو. یانې خپلې اندېښنې مې پر ننګونو هغو بدلې کړې چې بالاخره زه له یو منفعل شخص څخه پر یو نوښتګر هغه بدل شوم. ما له ځان سره دا ژمنه کړې وه چې د هرې پوښتنې لپاره حتمًا يو ځواب شته. دا پوښتنه که هرڅه وي. دا د بېلابېلو حالتونو د منلو په مانا ده. ما د همدې پوښتنې ځواب «ایا ځواب یې شته؟» پر «ځواب یې څه دی؟» بدل کړ.
د فکر کولو همدا طرز مې د دې لامل شو چې ځینې راباندې نیوکې وکړي، ځکه هغوی زما په دې بدلون پسې مسخرې کولې او دا یې لیونتوب باله. خو همدې ننګونې له ما سره تر حد زیات کمک وکړ. «جف بزوس» د یو لوی انټرنیټي شرکت مؤسس وايي: «زه له ژنتیکي لحاظه یو خوشبین شخص یم. ځینې وخت خو بعضې کسان راته وايي چې تا له ځانه لیونی جوړ کړی، دا ستونزه هېڅ حل نه لري. خو زه بیا داسې فکر نه کوم. هغه ستونزه یوازې وخت، زیاتې حوصلې او بیا بیا ازمویلو ته اړتیا لري.» نوښت د «ایا ځواب یې شته؟» پوښتنه «ځواب یې څه دی؟» هغې ته اړوي.
ځکه د بزوس په څېر بریالي کسان د نه حل وړ ستونزې ته زیات وخت ورکوي، صبر کوي او هغه په وار وار ازمويي. ځکه نوښت هر وخت؛ وخت، صبر او ازمویلو ته اړتیا لري. تاسې هم باید دا خبره ومنئ چې د هرې ستونزې لپاره یوه حللاره شته. د فکر همدا ډول ما ته جالب داستانونه لري.
نوښت یانې د «ایا ځواب یې شته» پوښتنې «ځواب یې څه دی» هغې ته اړولو ته ویل کېږي.
دا چې د ځواب پيدا کول وخت غواړي، ممکن په دې هم پوه شی چې د هر درد پای د بل درد په شروع پای ته رسېږي. خو بالاخره دا دردونه له ځان سره د خوښۍ یو رنګ راوړي.