شنبه, مارچ 14, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    غزني کې د کرکټ لس‌اووریزې رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

    بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    سلام ضعیف: پاکستان به د خپل بادار خوشحالولو کې پاتې راشي

    خلیلزاد: پاکستان کېدای شي د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شي

  • نړۍ

    سپاه پاسداران: د ایران د توغندیو توغولو کچه دوه برابره شوې

    مولانا فضل الرحمان: پاکستان له سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

    قالیباف: جګړه به تر هغه دوام کوي چې امریکا او اسراییل پېښمانه شي

    This video grab from AFPTV taken on April 14, 2024 shows explosions lighting up the sky in Hebron in the Israeli-occupied West Bank during an Iranian attack on Israel. Iran's Revolutionary Guards confirmed early April 14, 2024 that a drone and missile attack was under way against Israel in retaliation for a deadly April 1 drone strike on its Damascus consulate. (Photo by AFPTV / AFP)

    د ایران په بریدونو کې د امریکا پنځه الوتکې زیانمنې شوې دي

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه لیکنې

بېلابېل قومونه د شينجيانګ له ثبات او پرمختګ ګټه اخلي

ليکواله: غوټۍ؛ د چين نړیوالې راډیو د پښتو څانګې خبریاله

سپتمبر 29, 2020
in لیکنې
0 0

د شينجيانګ په اړه د چين د کمونېست ګوند درېيمه کاري غونډه څو ورځې مخکې د چين په پلازمېنه بېجينګ کې تر سره شوه. د بې وزلۍ له منځه وړل او د خلکو د ژوند ښه والی په دغه غونډه کې عمده موضوعات وو. د چين د دولت ریيس شي جين پينګ د شينجيانګ په جنوبي برخه کې د خلکو د ژوند ښه والي ته ډېره پاملرنه کړې ده او کوي يې. د شينجيانګ جنوبي برخه يانې د شينجيانګ د تيان غره په جنوبي لمن کې پرته منطقه ده. پخوا د کاشغر، ختن او قزلسو قرغيز کورواکه سيمې په شمول، په ځینو سيمو کې په دريو کورنيو کې يوه بې وزله کورنۍ وه، نو ويل کېږي چې په دې سيمه کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو کارونه له زياتو ستونزو سره مخ دي.

سږ کال مې د سپټمبر له اوومې تر پنځلسمې نېټې د بايغولن مغولي کورواکې سيمې، کاشغر سيمې او قزلسو قرغيز کورواکې سيمې په شمول، د شينجيانګ د جنوبي برخې له ډېرو ځايونو څخه ليدنې وکړې او هلته مې له استوګنيزو سيمو، علاقه‌داريو او کليو، فابريکو او په کرنيزو فارمونو کې مرکې وکړې. له نږدې مې ليدلي چې د شينجيانګ د جنوبي برخې په بېلابېلو ځايونو کې ځايي اوسيدونکي د مرکزي حکومت او ځايي حکومتي ادارې په لارښوونه د نويو استوګنځايونو د ابادۍ، د توليدي او کرنيزو چارو د ابادۍ په شمول، له بېلابېلو لارو چارو د بې وزلۍ له حالته وتلي او ژوند يې شتمن او ښه شوی دی چې د هر کس په مخ او شونډو موسکا ليدل کېږي.

ځوان اکرام ابليميت له خپل پلار، مور او دوو خويندو سره يو ځای د شينجيانګ د کورلا ښار د اوات علاقه‌دارۍ د اوشاکتراک په کلي کې ژوند کوي. د اکرام ابليميت کورنۍ د دوو هکټارو په پراخوالي فارم کې د کورلا ځانګړي ناک کرلي. تېر کال د ناکو د پلورلو او د سيلانيزو چارو د پرمختګ په رڼا کې د دوی د کورنۍ کلنۍ ګټه دوو لکو يوانو يانې دوو ميليونو افغانيو ته رسېدلې ده.

د معلوماتو له مخې، په اوات علاقه‌دارۍ کې د ناکو د کرلو مساحت کابو ۵۷۰۰ هکټارو ته او د ناکو کلنۍ توليدي اندازه ۱۰۵ زرو ټنو ته رسېدلې ده. په ۲۰۱۹ ز کال کې په دغه علاقه‌دارۍ کې د ناکو ارزښت ۳۳۰ ميليونو يوانو يانې ۳ ميلياردو او ۳۰۰ ميليونو افغانيو ته رسېدلی دی.

د خيرالله حسن کورنۍ چې ۵ غړي لري، په ۲۰۱۸ ز کال کې له اژملي کلي څخه د اتوش ښار د اغو علاقه‌دارۍ د نيکمرغه کور په نوم استوګنځای کې کور ته انتقال شوي. پخوا د دوی کورنۍ صفر اعشاريه دوه هکټاره کرونده درلوده. څرنګه چې د اقليم او خاورو شرايط سخت او مناسب نه وو، نو حاصلات او ګټې يې لږ وې، چې هر کال يوازې څو زره يوانه وو. نوي کور ته له انتقال وروسته ځايي حکومت د دوی د ژوند د ښه والي لپاره په وړيا توګه دوی ته دوې تودې خونې ورکړې او د کرنيزو چارو په اړه يې لارښوونې او معلومات هم ور زده کړي دي. اوس د خيرالله حسن کورنۍ په دوو تودو خونو کې د سرو بانجانو او مرچکو په روزلو سره هر کال څه باندې ۴۰ زره يوانه يانې ۴ لکه افغانۍ ګټه تر لاسه کولی شي. پر دې سربېره، هغه په فارغ وخت کې د نجارۍ کار له لارې څه باندې ۳۰ زره يوان يانې ۳ لکه افغانۍ هم ګټلی شي. ژوند يې له بې وزلۍ څخه وتلی او ورځ په ورځ ښه شوی دی.

د اغو علاقه‌دارۍ د نيکمرغه کور په نوم د استوګنې په سيمه کې د خيرالله حسن د کورنۍ په شان ۱۰۷ کورنۍ اوسېږي. ځايي حکومت د دوی لپاره ۳۴۵ تودې خونې جوړې کړې او ځايي بزګرانو ته يې د سبزيو او ميوو د کرلو طريقې هم ښوولې دي.

د کاشغر سيمې د کومکسار په علاقه‌دارۍ کې کابو ۳۰۰ بزګران د انځورګرۍ په برخه کې لوی مهارت لري. دوی هر کال څه باندې ۵۰۰۰ انځورونه جوړولی شي. ځايي بزګرانو له ۱۹مې پيړۍ څخه د انځورګرۍ هنر ته مخه کړې او د تيرې پيړۍ له منځنۍ دورې څخه دغه چارې ګام په ګام غوړېدلې دي. په تېرو څو کلونو کې ځايي حکومت د بزګرانو د انځورونو پر اساس سيلاني چارې نورې پياوړې کړې، لا زيات سيلانيان د دې سيمې سيل کوي او په دې اساس ځايي بزګران ښه عايدات تر لاسه کولی شي او ژوند يې ورځ په ورځ ښه شوی دی.

د شمېرنې له مخې، له ۲۰۱۴ ز کال څخه تر ۲۰۱۹ ز کال پورې په شينجيانګ کې د کورنيو توليداتو عمومي اندازې د منځني کلني زياتوالي انډول په سلو کې اووه اعشاريه دوه و، چې دغه انډول د چين له منځني انډول څخه لوړ و. په شینجيانګ کې د بې وزلۍ د رامنځ ته کېدو انډول له نولس اعشاريه څلور سلنې څخه يو اعشاريه څلورويشت سلنې ته ټيټ شوی دی. د اټکل له مخې به د ۲۰۲۰ ز کال تر پايه پورې په شينجيانګ کې ټول اوسيدونکي له بې وزلۍ څخه ووځي. دغه راز په تېرو شپږو کلونو کې د چين د ماليې مرکزي څانګې د شينجيانګ د پرمختګ لپاره څه باندې ۲۰۰۰ ميليارده يوانه پانګونه کړې ده.

د سږ کال د اکټوبر لومړۍ نېټه به د شینجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د جوړېدو له ۶۵مې کاليزې سره برابره وي. په تېرو ۶۵ کلونو کې شينجيانګ د ټولنې، اقتصاد او ښوونې په شمول، په بېلابېلو ساحو کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. ما له شينجيانګ څخه د خپلې ليدنې په ترڅ کې احساس کړې، چې د شينجيانګ د بېلابېلو قومونو خلک له ټولو چينايانو سره يو ځای د خپلو کوښښونو له لارې د ټولنې ثبات، د اقتصاد سمسورتيا او د ژوند ښه والی تجربه کړی دی. د هر کس په څېره کې او د هغوی په مخونو باندې لا د روښانه راتلونکې خوږه موسکا له ورايه ليدل کېږي. دا د شينجيانګ د پرمختګ ډېرې ښې نښې نښانې او شواهد دي.

Share5Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

جاو له جي د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس د ۴مې غونډې له برخوالو خبريالانو سره مرکه وکړه

مارچ 14, 2026

بېجينګ: امريکا د ايران د اټومي مسئلې د بحران جوړوونکی دی

مارچ 14, 2026

د چین د سره صليب ټولنې د ایران د وژل شويو زده‌کوونکو د کورنیو لپاره ۲۰۰ زره ډالره بېړنۍ بشري مرسته ورکړه

مارچ 14, 2026

ټولبهير ولسي ډيموکراسي د بشري سیاسي تمدن لپاره یو بل امکان برابروي

مارچ 14, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In