شنبه, مارچ 14, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    غزني کې د کرکټ لس‌اووریزې رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

    بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    سلام ضعیف: پاکستان به د خپل بادار خوشحالولو کې پاتې راشي

    خلیلزاد: پاکستان کېدای شي د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شي

  • نړۍ

    سپاه پاسداران: د ایران د توغندیو توغولو کچه دوه برابره شوې

    مولانا فضل الرحمان: پاکستان له سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

    قالیباف: جګړه به تر هغه دوام کوي چې امریکا او اسراییل پېښمانه شي

    This video grab from AFPTV taken on April 14, 2024 shows explosions lighting up the sky in Hebron in the Israeli-occupied West Bank during an Iranian attack on Israel. Iran's Revolutionary Guards confirmed early April 14, 2024 that a drone and missile attack was under way against Israel in retaliation for a deadly April 1 drone strike on its Damascus consulate. (Photo by AFPTV / AFP)

    د ایران په بریدونو کې د امریکا پنځه الوتکې زیانمنې شوې دي

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    غزني کې د کرکټ لس‌اووریزې رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

    بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    سلام ضعیف: پاکستان به د خپل بادار خوشحالولو کې پاتې راشي

    خلیلزاد: پاکستان کېدای شي د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شي

  • نړۍ

    سپاه پاسداران: د ایران د توغندیو توغولو کچه دوه برابره شوې

    مولانا فضل الرحمان: پاکستان له سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

    قالیباف: جګړه به تر هغه دوام کوي چې امریکا او اسراییل پېښمانه شي

    This video grab from AFPTV taken on April 14, 2024 shows explosions lighting up the sky in Hebron in the Israeli-occupied West Bank during an Iranian attack on Israel. Iran's Revolutionary Guards confirmed early April 14, 2024 that a drone and missile attack was under way against Israel in retaliation for a deadly April 1 drone strike on its Damascus consulate. (Photo by AFPTV / AFP)

    د ایران په بریدونو کې د امریکا پنځه الوتکې زیانمنې شوې دي

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

تر یوه اسمان لاندې اوسېدونکي انسانان د یوې کورنۍ په څېر دي

لیکنه: وانګ یو؛ په افغانستان کې د چین لوی سفیر

اکتوبر 1, 2020
in لیکنې
0 0

 راځئ چې یوځای د چین او افغانستان د ګډ برخلیک ټولنه جوړه کړو. نن د چین د ولسي جمهوریت ۷۱یمه کلیزه ده. چین په تېرو ۷۱ کلونو کې داسې جادویي پرمختګونه کړي چې په بشري تاریخ کې یې ساری نه لیدل کېږي. په ۱۹۵۲ ز کال کې د چین د ناخالص کورني تولید کچه ۶۷،۹ میلیارده یوان یا د سړي سرکلني عاید له مخې، ۱۱۹ یوان ته رسېده، خو له لسیزو سخت کار او هڅې وروسته په ۲۰۱۹ ز کال کې د یاد هېواد د کورني ناخالص تولید کچه ۱۰۰ ټرېلیونه یوان یا ۱۴،۴ ټرېلیونو امریکايي ډالرو ته ورسېده، چې د سړي سرکلني عاید له مخې ۷۱ زره یوان یا ۱۰۳۰۰ ډالره کېږي.

په تېرو ۷۱ کلونو کې چین تل متحد پاتی شوی او له نورې نړۍ سره یوځای مخ پر ودې روان دی. چین اوسمهال د نړۍ د ۱۲۰ هېوادونو تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی او د ټولې نړۍ د وارداتو ۱۱ سلنه جوړوي. دا یوولسم پرله پسې کال دی چې چین د نړۍ تر ټولو لوی دویم مارکېټ کېږي او دغه راز د نړیوالو تولیداتو عمده تامینوونکی دی. چین د ۲۰۲۰ ز کال تر جنوري پورې له ۱۳۸ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو سره په ګډه د یو کمربند او یوې لارې نوښت (BRI) د جوړولو په تړاو تړونونه لاسلیک کړي دي. چین له ډېر پخوا راهیسې د ورېښمو له لرغونې لارې د مسافرو او پوهانو د تګ راتګ په شان له نورې نړۍ سره نږدې پاتې شوی دی.

کووېډ- ۱۹ وبا په ۲۰۲۰ ز کال کې د نړۍ تر ټولو لویه (توره پېښه) وه، چې لاهم ټوله نړۍ ترې کړېږي. په تېرو نږدې اتو میاشتو کې له دې وبا سره د اغېزمنې مبارزې په موخه، د چین ټول قومونه او خلک د ولسمشر شي جین پینګ په پياوړې مشرۍ یو موټی پاتې شوي دي.

چین د نړۍ له لومړنیو هېوادونو څخه و چې دا وبا یې تر خپل کنټرول لاندې راوسته. کله چې کرونا ناڅاپي وبا د خلکو ژوند او سلامتیا له ګواښ سره مخ کړل،  د چین دولت د خلکو ژوند ته لومړیتوب ورکړ او په همدې تړاو یې جدي او پرېکنده اقدامات وکړل. په نږدې یوه میاشت کې دغه ویروس په چین کې مهار کړل شو. وروسته په شاوخوا دوو میاشتو کې په چین کې د دغه ویروس نوې پېښې هم ورځ تر بلې راکمېدې، له هغې وروسته په دریو میاشتو کې په هوبي ولایت کې چې دغه ویروس د لومړي ځل لپاره پکې خپور شوی و، بېرته اقتصادي او ټولنیز وضعیت عادي شو او د کرونا مثبتې پېښې صفر ته راټيټې شوې. اوسمهال نږدې یوه میاشت کېږي چې په چین کې د کرونا هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

چین یو له هغو هېوادونو څخه و چې په لومړي ځل یې د دغه ویروس له کبله له ځپل شویو هېوادونو سره مرستې وکړې. موږ په ډېر تنګ وخت کې تر ټولو پراخ بشردوستانه اظطراري عملیات پیل کړل. موږ د نړۍ ۳۲ هېوادونو ته د روغتیايي متخصصینو ۳۴ ټیمونه ولېږل، څلورو نړیوالو سازمانونو او ۱۵۰ هېوادونو ته مو ۲۸۳ مرستندويې بستې چمتو کړې او د نړۍ له ۲۰۰ څخه ډېرو هېوادونو ته مو له کرونا سره د مبارزې تجهیزات ولېږل، چې ۱۵۱،۵ میلیارده ماسکونه، ۱،۴ میلیارده محافظتي جامې، ۲۳۰ میلیونه عینکې، دوه لکه او نهه زره تنفسي دستګاوې، ۴۷۰ میلیونه د ټسټ بستې او اته میلیونه یو لک او ۴۰ زره د تبې معلومولو الې پکې شاملې وې. چین د افغانستان په ګډون د نړۍ له مخ پر ودې هېوادونو سره د دغه ویروس په کنټرول کې ډېره مرسته کړې ده.

چین د نړۍ لومړنی اقتصاد و چې د کووېډ – ۱۹ ویروس له پیل سره سره یې بیا هم وده وکړه. دغه راز د چین د اقتصادي شاخص څو برخو مثبته وده درلوده. د روان کال د دویمې برخې په دریو میاشتو کې د چین د ناخالص کورني تولید کچې ۳،۲ سلنه وده وکړه. بېلابېلو بنسټونو وړاندوینه کړې چې د چین اقتصادي وده پر مثبت لوري روانه ده او د روان کال د درېیمې برخې په دریو میاشتو کې به نوره هم زیاته شي چې د کال تر پایه به دا وده له ۵ – ۶ سلنې ته ورسېږي.

د دولت په رهبرۍ افغانستان هم له کوویډ -۱۹ وبا سره د مبارزې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي او اوسمهال په دغه هېواد کې وضعیت بېرته عادي حالت ته د تلو په حال کې دی، چې بېرته به ورسره اقتصادي او ټولنیزه وده وغوړېږي. په دې وروستیو کې د بین الافغاني خبرو پیل هم د افغان سولې پروسې په برخه کې مهم پړاو و. دا یوه مهمه پېښه وه چې د افغانستان په تاریخ کې ډېره اغېزناکه ده.

د سپټمبر په ۱۲مه د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په مراسمو کې د ویډیو له لارې ګډون وکړ. چیني لوري ټینګار وکړ چې د خبرو ټول اړخونه باید د هېواد ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي، له سیاسي لارې یوې هوکړې ته ورسېږي، د افغانستان د رهبرۍ اصل ته پابند اوسي او یو پراخ او ټول‌شموله چوکاټ ته کار وکړي چې ټول اړخونه پکې راټول شي. چین هیله لري چې د افغانستان راتلونکی جوړښت او حکومت به هم په پرېکنده توګه د تروریزم پر وړاندې مبارزه وکړي، د سولې او دوستۍ پر بنسټ ولاړ بهرنی سیاست تعقیب کړي او افغانستان د سولې، ثبات او پراختیا پر لور بوځي. چین به د تل په څېر په افغان سوله کې د اسانچاري په توګه خپلو هڅو ته دوام ورکړي او له دې پروسې به خپل ملاتړ کوي.

سږکال هم د افغانستان او چین تر منځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د ټینګېدو ۶۵مه کلیزه ده. کرونا ویروس او د نړۍ بدلېدونکي وضعیت زموږ دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم پیاوړې کړې او له ډېرو اړخونو دا اړیکې ثابتې پاتې شوې دي.

لومړی؛ د متقابل درک، باور، ملاتړ او مرستې دود زموږ په منځ کې ثابت پاتې دی. له ۲۰۰۱ ز کال راهیسې چین په وړیا ‌‌ډول له افغانستان سره میلیاردونه یوان مرسته کړې ده. د جمهوریت روغتون، په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټېټیوټ په څېر یې ډېرې داسې زېربنايي پروژې جوړې کړې، چې افغاناتو ته یې ډېره ګټه رسېږي. افغانستان هم د یوه چین اصل ته پابند دی او د حاکمیت، یووالي او امنیت په برخه کې له چین څخه پرېکنده ملاتړ کوي.

دویم؛ زموږ د دوستۍ بهیر پیاوړی او ژور دی او همداسې ثابت پاتې شوی دی. دا د نړیوالو اړیکو په تاریخ کې یوه معجزه ده چې دوه هېوادونه چې غرونه او سیندونه یې له یو بل سره تړلي، له دوو زرو کلونو ډېره موده کېږي چې تر منځ یې هېڅ جنګ نه دی شوی او په سوله‌ییز ډول له یو او بل سره نظرونه تبادله کوي. ولسمشر شي او ولسمشر غني له ۲۰۱۴ ز کال راهیسې هر کال له یو او بل سره ناستې لري. سږ کال هم دواړو مشرانو د کرونا ویروس له کبله له یو او بل سره د لیک له لارې اړیکې ټینګې کړې چې دا د دواړو لورو تر منځ په لوړه کچه د مثبتو تبادلاتو او اړیکو د ساتنې ښکارندوی دی. په دې وروستیو کلونو کې په دوامداره توګه د افغانانو په منځ کې د شویو نظرپوښتنو پر اساس، چین په تر ټولو ښه درجه کې راځي. دغه راز د دواړو هېوادونو تر منځ تبادلې هم ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دي.

درېیم؛ چین او افغانستان د یو کمربند او یوې لارې په واسطه په خپلو کې د سوداګریزې او اقتصادي راکړې ورکړې د پیاوړتیا په برخه کې ثابت قدمه دي. په ۲۰۱۶ ز کال کې کله چې د یو کمربند او یوې لارې په تړاو د دواړو هېوادونو تر منځ هوکړه لاسلیک شوه، په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او نورو برخو کې راکړه ورکړه هم ورسره غوړېدلې ده. د کابل او اورومچي تر منځ مستقیمو الوتنو او د مالونو لیږدوونکو اورګاډیو زموږ د اقتصادي او سوداګریزې راکړې ورکړې په برخه کې ډېره اسانتیا رامنځ ته کړې ده. چین ته د افغانستان د جلغوزیو صادراتو د افغان بزګرانو او سوداګرو په عاید کې د پام وړ زیاتوالی راوستلی دی. همدارنګه له دغو جلغوزیو څخه چینایان هم ډېر خوشاله دي. افغان سوداګرو ما ته وویل چې د افغانستان بهرنۍ سوداګري تر ډېره له چین سره تړلې ده او له ۳۰۰ ډېر افغان شرکتونه او له ۷۰۰ ډېر افغان سوداګر د سوداګرۍ په موخه همدا اوس په چین کې مېشت دي.

د افغانستان او چین تېرې ۶۵ کلنې اړیکې ډېرې ګټورې او له خوښۍ ډکې وې، همدارنګه راتلونکي ته په کتو، د دغو اړیکو د لا غوړېدو او پراختیا هیله لرو.

موږ تمه لرو چې د دواړو هېوادونو تر منځ نږدې همکاري به په افغانستان کې د سولې د رامنځ ته کېدو او د اقتصادي او ټولنیزو چارو د ودې او غوړېدو لامل شي. چین چمتو دی چې د افغانستان د سولې پروسې له بریالیتوب وروسته د یاد هېواد په اقتصادي وده کې فعاله ونډه واخلي. چین به د یو کمربند او یوې لارې په چوکاټ کې له افغانستان سره مرسته وکړي، څو د اسیا د زړه په توګه له خپل جغرافیايي موقعیت څخه خوند واخلي او اقتصادي بسیاینې ته ورسېږي.

موږ تمه لرو چې د کووېډ- ۱۹ وبا له تیارې څخه د وتلو لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ همغږي به نوره هم پیاوړې شي. موږ هڅه کوو چې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د مرستې په پار دغه هېواد ته شپږمه مرستندویه بسته هم ولېږو. موږ همدارنګه هڅه کوو چې د پرسونل د تبادلې لپاره (چټکې لارې) او د سوداګریزې تبادلې لپاره (شین چینل) فعال کړو او په دې سره د دواړو لورو تر منځ تبادلات زیات کړو.

موږ تمه لرو چې د دواړو ملتونو تر منځ دوستي نوره هم ژوره شي او له یوه نسل څخه بل ته یې لېږد دوام وکړي. موږ غواړو چې د دواړو لورو د حکومتونو، پارلمانونو، فکري سازمانونو، رسنیزو بنسټونو، ځوانانو او ښځو تر منځ راکړه ورکړه او د نظریو تبادله نوره هم ډېره او پراخه شي، څو په دې سره د دواړو ملتونو تر منځ متقابل درک او دوستي پیاوړې شي.

د چین او افغانستان تر منځ له دوو زرو څخه د زیاتو کلونو تبادله دا په ډاګه کوي چې دواړه هېوادونه په حقیقت کې ښه ګاونډیان، ښه وروڼه، ښه ملګري او ښه شریکان دي چې یو بل ته متقابل احترام لري او له یو بل سره مرسته کوي. راځئ چې یو بل ته د ښو اړیکو لپاره لاسونه سره ورکړو او د بشر لپاره د ګډ برخلیک ټولنه جوړه کړو.

Share19Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

جاو له جي د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس د ۴مې غونډې له برخوالو خبريالانو سره مرکه وکړه

مارچ 14, 2026

بېجينګ: امريکا د ايران د اټومي مسئلې د بحران جوړوونکی دی

مارچ 14, 2026

د چین د سره صليب ټولنې د ایران د وژل شويو زده‌کوونکو د کورنیو لپاره ۲۰۰ زره ډالره بېړنۍ بشري مرسته ورکړه

مارچ 14, 2026

ټولبهير ولسي ډيموکراسي د بشري سیاسي تمدن لپاره یو بل امکان برابروي

مارچ 14, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In