د امریکا شل کلن یرغل، نیواک او استعمار زموږ له ملت څخه د پېړیو خوښي، سکون، فرصتونه، ارمانونه او د ګډ سباوون او ګډ افغانستان جوړولو سپېڅلې هیلې تالا کړې، دربدره یې کړو، تر کډوالۍ یې ورسوو او د یوه ملت هر جدجهد یې په بلواکۍ لاهو او محکوم کړ.
په همدې موخه امریکا او ملاتړي یرغلګري سفارتونه یې په کابل کې موږ د جاسوسۍ د تولید، د نفرتونو د خپرولو او د تپلواکۍ د دوام او روزلو ځالې بولو او پر دې باور یو چې تر کله هم د دوی کرغېړن وجود پای ته ونه رسیږي، د دې سفارتونو او سیاسي استازولیو شتون افغان ملت، زموږ ازادۍ او حتی د دې خاورې عزت او د تاریخ عزمت ته سپکاوی دی.
ولې زموږ د دې افغان درک خلاف، پر امریکایي لات او عزاء تکیه کوونکي او له بهره وارد شوي او یا د هغوی په شتون کې د زردارو خاوندان بیا داسې نه انګیري، پر جګړې ټینګار کوي، افغانستان امن او ګل ګلشن ګڼي او لا اوس هم د پردو شتون د وطن د بقاه په نوم تفسیروي او طالبان د امریکایي او پردیو شرایطو منلو ته رابولي، سولې ته خنډونه راولاړوي او بالاخره لا اوس هم د پردو وسیله او له افغان دریځه د اروپا او امریکا د بلچارو او ورځچارو ګټو توجیه کوونکي دي.
خبره تر بین الافغاني مذاکراتو او په دوحه کې د افغان مذاکراتي پلاوي د یوه غړي تر خبرو او دلته په کابل کې د ډاکتر غني د جمهوریت په نوم د آمریت د لومړي مرستیال صالح تر هغو ویناوو او دریځونو را یاده شوه، چې وایي جمهوریت ورته سره کرښه ده، د اساسي قانون له بابونو نه تېرېږي، ښځې دې هم د میوند د ملالې په څېر نه؛ بلکې د پرموټ حقونه دې ورته خوندي وي، لنډمهاله حکومت هم نه منو او د ۲۰۰۱ کال په څېر چې طالب ته یې یوازي د مرګ او زندان انتخاب ورکړی و، هغه حکومت غواړو.
اوس د جمهوریت امریکایي لوښی ګرځوي او د غني د مذاکراتي پلاوي د یوه غړي ډاکتر امین احمدي په خبره، دوی قطر ته تللي څو دغه غټ ظرف ډک کړي.
واقعیت او د جمهوریت د ظرف لېږدوونکو ظرفیت
د جمهوریت د ظرف (لوښي) ډکوونکو د هوا ګزوونکو دریځونو خلاف، د افغان– امریکا جګړې د پای ته رسولو پر مهال له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو پر مهال ډېر داسې دریځونه مات شول، چې د جمهوریت د بقاه، حیثیت او تعریف په دریځ کې د جمهوریت اوسني خیالي شرایط له پیله ناقص، مات، بې ارزښته او د یوه عادي امریکایي فشار په پایله کې دړې وړې شوي دي.
د بېلګې په توګه، د جمهوریت د مدافعانو استدلال دا و چې روانه جګړه بین الافغاني ده، بناً طالب باید یوازې له افغان حکومت سره خبرې وکړي، له امریکا سره د خبرو کول یې خیالي بحث باله، مګر امریکا لاړه له طالب سره یې خبرې پیل کړې، د خبرو پر مهال یې دا ډنډوره غږوله چې امریکایان غواړي د بین الافغاني خبرو لپاره لاره پرانیزي؛ که نه، د طالب اصلي طرف خو دوی دي او که امریکا داسې ونه کړي، نو دا په دې مانا چې زموږ خپلواکۍ ته سپکاوی کوي، امریکایانو نه یوازې له طالب سره د خپلو عسکرو د وتلو بحث وکړ؛ بلکې یوه داسې هوکړه یې ورسره لاسلیک کړه چې نړیوال مشروعیت یې خپل کړ، امنیت شورا هغه ومنله، سترو قدرتونو کاناډا او اروپا هغه تایید او روسیې، چین، امریکا او ایران یې په ملاتړ مشترکې اعلامیې صادرې کړې او په دې هوکړه کې امریکا او یرغلګرو ملاتړو یې حتی له طالبانو سره تر سولې وروسته د افغانستان په حکومتواله او د نظام د ډول پر څرنګوالي هم د افغانستان د اسلامي حکومت په نوم ومنل او له دې سره د امریکا په فشار د جمهوریت مدافعانو د طالبانو زرګونه اسیران چې یوازې د وطن د ازادۍ په ګناه، د امریکایي نیواک د نه منلو په سزا او د پردو د شړلو په تور نیولي وو، ازاد کړل.
په دغه جریان کې د طالبانو د انشعاب او پاشلو ظالمانه هڅې چې د داعش په څېر د وحشتکارو تکفیري ډلو رامنځ ته کول یې بېلګه ده، وشوې، ملا منان نیازی یې د ملي امنیت د اپراتیفي پیسو په زور د هرات په دښتو کې یاغي ګرۍ ته وهڅاوه، د طالب رهبرانو په نښه کولو کې یې همکاري وکړه، د جګړې د ګټلو په پاره د بمونو د مور په نوم بمونه وکارول شول، د جګړې اعلانونه وشول، بندیان بمبارد شول او د ولسمشر د لومړي مرستیال صالح دنده د یوه اپراتیفي جاسوس غوندې د ارګ د مرستیالۍ پر ځای د طالب غندلو، بد پېژندلو او د سولې او امن خلاف د پریزنټیشن ورکوونکي ته تنازل وکړ.
دغه ډول امنیتي کردارونه، د جمهوریت په نوم آمریتي دریځونه، چارې او دسیسې د دې ښودنه کوي چې د طالب دا باور چې که په افغانستان کې هر ډول بدلون راځي، نو هغه د یوه نوي نظام او جوړښت له راتګ څخه بغیر ناممکن دی؛ بیخي سم دی. دا ځکه د جمهوریت دا پردی ظرف او د ظرف لېږدوونکو ظرفیت د سیال او خپل اختیاره افغانستان له سترې سینې او تاریخي عزت او عزمت څخه خورا وړوکی، محدود او کوچنی دی.
پر همدې بنسټ د جمهوریت په نوم د آمریتپالو مخینې، مقاومت او ظرفیت ته په کتو، پر دې باور یم چې په دوحه کې د جمهوریت ظرف به کله هم ډک نه شي، بلکې مات به شي، ټوټه ټوټه به شي او د تاریخ خځلدانې ته به واچول شي.
افغانستان د یوه تاریخ او افغانان د یوه غښتلي ملت په توګه د پراخې تمدني شتمنۍ لرونکي دي، دوی به انشاالله ډېر ژر پر خپلو بنسټونو، روایتونو، مزاجونو او د خپل حال او ظرفیت او ظرافت په وجود کې د یوه سوچه اسلامي، یوه مقتدر سیاسي او یوه ټولمنلي ملي نظام او سیال حکومتواله څښتنان شي.