د شخړې او سولې په مطالعاتو کې د سولې واقعي پروسې پیل ته رسېدل پخپله یو ستونزمن او وخت نیوونکی پړاو دی. د نیپال د سولې مذاکراتو پروسه د دې پیچلي او نازک حالت د بیان لپاره یوه ښه بېلګه ده. د سولې د مذاکراتو د اصلي پړاو پیل هغه مهال لا ستونزمن او پیچلی کیږي، چې د افغانستان د شخړې په څېر په جګړه کې یو بهرنی عامل ښکیل وي. د سولې مذاکراتو د مقدمې لپاره دوې لارې شته: لومړی د شخړې دواړه لوري دې هوکړې ته سره رسیږي چې له بهرني منځګړي پرته سره خبرو ته کېني او یا دا چې یو بهرنی عامل د شخړې د پای په هدف د مذاکراتو د پیل لپاره منځګړیتوب کوي.
د سولې د مذاکراتو له رسمي پیل دمخه، د شخړې د دواړو لورو هویت باید مالوم او تعریف شوی وي او د مذاکراتو په لړ کې د کېدونکو توافقاتو د عملي کیدو د تضمین لپاره مقابل لوری دا هویت په رسمیت وپیژني؛ خو د افغانستان د سولې مذاکراتو د پیل له لومړۍ ورځې د دې اصل په اړه پاراډاکس موجود دی. طالبان له ۲۰۰۱ کال راهیسې په روانه جګړه کې امریکا متحده ایالات د خپل مقابل لوري په توګه پیژني او “افغانستان ته د سولې راوستو” توافق یې هم له واشنګټن سره لاسلیک کړ. خو د امریکا متحده ایالات د افغانستان د سولې په پروسه کې ځان د سولې “له مذاکراتو د ملاتړي” په توګه یاد کړی. د پاکستان صدراعظم عمران خان هم په واشنګټن پست کې په خپله وروستۍ مقاله کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې توافق د بین الافغاني مذاکراتو د زمینه ساز په توګه یاد کړی. پاکستان د افغان سولې په پروسه کې ځان تسهیل کوونکی بولي، خو افغان دولت بیا پاکستان د طالبانو د ملاتړي دولت په توګه یادوي.
د اختلاف ټکي
د افغانستان د سولې مذاکراتو اوسنی وضعیت چې د مذاکراتو ادبیاتو کې “خبرو ته د زمینه سازۍ لپاره خبرې” (Talks for Talks) بلل کیږي، د لاندې اختلافي مسایلو له امله له ځنډ سره مخ شوی: د طالبانو غوښتنه دا ده چې په مذاکراتو کې د شرعي بحثونو استناد دې حنفي مذهب وي، د واشنګټن او طالبانو تر منځ د ۲۰۲۰ کال د فبروري د ۲۹مې نېټې هوکړه دې د بین الافغاني مذاکراتو اساس وي؛ خو د افغان دولت پلاوی یوازې پر حنفي مذهب استدلال د اساسي قانون او افغان وګړو د حقونو نقض بولي. د افغان دولت پلاوي د سولې مشورتي جرګې پرېکړه لیک د بین الافغاني مذاکراتو د اساس په توګه پیشنهاد کړی او د طالبانو د وړاندیز خلاف وایي، چې د واشنګټن او طالبانو تر منځ د سولې پر هوکړه لیک دوی نه لاسلیک کړی او نه یې د توافقاتو په جریان کې ښکیل وو.
د امریکا متحده ایالاتو په تېرو دریو اونیو کې د سولې په پروسه کې د رامنځ ته شوي ځنډ په اړه اندېښنه ښودلې، خو د اختلافي ټکو په باب یې موقفګیري نه ده کړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د سپټمبر په ۱۲مه په دوحه کې بین الافغاني مذاکراتو ته په پرانیستونکې وینا کې وویل چې: “امریکا نه غواړي د خپلې خوښې سیاسي نظام د نړۍ په بل هیواد په زور ومني”. د سپټمبر په ۲۳مه د امریکا د مشرانو جرګې په استماعیه غونډه کې د مشرانو جرګې غړي ټام مالوینسکي په ډاګه وویل، چې “له القاعدې سره د اړیکو نه پرې کول او د جګړې په ډګر کې د اور بل ساتل ښیي چې طالبان د سولې د ټینګښت په لټه کې نه دي، بلکې قدرت ته د رسیدو هڅه کوي.” په سیمه کې روان وضعیت ته په کتو، د سولې د مذاکراتو په دې لومړي پړاو کې د طالبانو لخوا د مذهب په څیر د ځینو لویو مسایلو راپورته کول د بحث وړ دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د عراق له ولسمشر بهرام صالح سره په وروستیو ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې امریکا په عراق کې د ایران له ملاتړه د برخمنو شیعه ډلو له فعالیتونو په تنګ شوې او خبرداری یې ورکړی که د عراق حکومت د دغو ډلو له لوري د امریکا پر سفارت د توغندیزو بریدونو مخه ونه نیسي، نو واشنګټن به په بغداد کې خپل سفارت وتړي. د ایران د سیاسي- نظامي نفوذ په اړه د امریکا دا اندېښنه چې د اسلامي ایډیالوژۍ په بڼه تر سره کیږي، له سوریې او یمن او لبنان رانیولې بیا تر افغانستان پورې موجوده ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان میلادي کال د جون په میاشت کې د افغان وګړو د شمېر په اړه په یوه راپور کې د افغان شیعه مذهبه وګړو شمېر خپور کړ، چې وروسته بیا د جمهور رییس د مرستیال سرور دانش په ګډون، ځینو شیعه مذهبه سیاسي څېرو په دغه راپور کې ورکړل شوې شمېرې کمې وښودې او اندیښنه یې څرګنده کړه.
د سولې او جګړې ګرم ډګر
یوازې د روان میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې ۳۸۰ دولتي مامورین د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي او ۱۲۵ ملکي افغانانو بیا د جګړو د دواړو لوریو تر منځ په نښته کې ژوند بایللی. د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې توافق تر لاسلیک وروسته، افغان دولت هره اونۍ د طالبانو د بریدونو په اړه منظم راپور خپروي او طالبان د جګړې د شدت مسوول بولي؛ خو د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی ملا خیرالله خیرخواه بیا د طالبانو بریدونه د دفاعي حالت یوه برخه بولي.
که څه هم د افغان دولت مذاکره کوونکی پلاوی اوربند د مذاکراتو د رسمي پیل لومړنی شرط بولي، خو ظاهراً د امریکا متحده ایالات له لومړي سره اوربند ته د طالبانو په اړ ایستلو کې پاتې راغله او د تمې خلاف دا یې هم پر طالبانو ونه شوی منلی چې د اوږدمهال لپاره دې د شخړو کچه ټیټه وساتي. د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې د ملګرو ملتونو او د امریکا متحدینو، کاناډا او اروپایي ټولنې غوښتنو هم ځای نه دی نیولی، ځکه زلمي خلیلزاد د امریکا د سولې انسټېټیوټ ته په خپله وروستۍ وینا کې وویل، چې فکر نه کوي د افغان دولت او طالبانو تحریک تر منځ دې د سولې توافق تر بشپړیدو په افغانستان کې اوربند ټینګ شي.
تر دې ځایه د سولې خبرو وضعیت دا په ډاګه کوي چې د مذاکراتو د طرزالعمل له بشپړېدو وروسته، د رسمي خبرو د پیل په جریان کې د جګړې دوام د کېدونکو توافقاتو د عملي کېدو بهیر اغېزمنولی شي او د بی باورۍ اوسنۍ فضا به د سولې د وروستي توافق تر لاسلیکه پر خپل ځای وي.
د افغانستان تر راتلونکي سیاسي نظام ورهاخوا، د هیواد د ټول شموله مذهب بڼه هم د امریکا متحده ایالاتو ته ډېره مطرح نه ده او له دې مسئلې څخه د تېرېدو لپاره به پر طالبانو فشار هم را نه وړي؛ ځکه طالبان تر ډېره د حنفي مذهب پلویان دي. دا مذهبي ګرایش کولی شي په دوو ډګرونو کې د واشنګټن لپاره ګټور ثابت شي. یو به په افغانستان کې له مذهبي وسیلې څخه په استفادې د ایران د نفوذ مخه ونیسي او بل به د داعشي تفکر د ترویج او تطبیق پر وړاندې خنډ شي.