څو کلونه مخکې د رهبرۍ په اړه د مکسویل په یو سمینار کې د نیکلاس جیمزووی په نوم له یو عجیب کس سره مخ شوم. دغه کس زما د یو مشاور په واسطه دغه سمینار ته راغلی و.
نیک یو الهام ورکوونکی کس و، هغه د یو خوش طبعه شخصیت درلودو په اړه عجیب فکر او نظر درلود. هغه څو دېرش کلن و چې پنځه کتابونه یې لیکلي وو، په دوو فیلمونو کې یې رول لوبولی و، یو یې تیاتر اجرا کړی و او د یو نړیوال سمینار له لارې یې میلیونونو کسانو ته وینا کړې وه.
دې سړي پر تاسې اغېز ونه کړ؟ که پوه شی چې هغه نه لاس درلودل او نه هم پښې، بیا څنګه؟ اوس هم حیران نه یاست؟ نیک پرته له لاسو او پښو دا ټول کارونه تر سره کړي وو. هغه له دې مخکې د یوازیتوب احساس کاوه چې د ځان وژنې له امله یې خپل لاسونه پرې کړې وو، خو له نیکه مرغه چې ژوندی پاتې شوی و. هغه له دې وروسته د مور او پلار د مینې د اداینې په پار په ټول توان او زحمت سره وغوښتل چې په ژوند کې بدلون راولي. هغه نه غوښتل چې محدودیتونه یې د پرمختګ پر مخ د نه حرکت کولو یا سټاپ ټاپه ووهي. هغه له خپلو ټولو وړتیاوو پوره پوره استفاده وکړه. هغه په خپل یوه کتاب کې لیکي: «هلن کلر په ماشومتوب کې د اورېدو او لیدو حسونه له لاسه ورکړل، خو له دې سره سره بیا هم یو ښه لیکوال شو. هغه وايي چې د ایمن په نوم کوم ژوند نشته. په طبیعت کې هم دا ډول څه نشته. ژوند یوه له ستونزو ډکه هڅه ده او یا هېڅ. نو پر همدې اساس خطر منل د ژوند یوه برخه نه ده، بلکې خپله ژوند دی.»
ستاسې د محدودیتونو او موخو تر منځ یو واټن شته چې ستاسې د ژوند اصلي رنګ ټاکي. همدا محدوده زیاتې لوړې ژورې لري، خو همدا ځای دی چې کشفوي تاسې څوک یاستی.
نیک پر دې باور درلود چې هدف یې وینا او یو اغېزناک ویناوال اوسېدل دي؛ خو په دې اړه یې نه کومه تجربه درلوده، نه کومه منبع او نه هم هغه د وینا لپاره یوڅه چې غوښتل یې. هغه ښوونځیو ته لیکونه لېږلي وو چې د لویو موخو د تر لاسه کولو او له هغه د نه لاس اخیستو په اړه د هغه د وینا لپاره یو سمینار جوړ کړي. ۵۲ ښوونځیو یې دا غوښتنه ونه منله؛ خو کله یې چې ۵۳م ښوونځي ته دا لیک ولېږه، هغه وه چې د ده غوښتنه یې ومنله او د بلنې د منلو تر څنګ یې هغه ته ۵۰ ډالر هم ومنل. هغه ډېر په بیړه حرکت وکړ، خو لږ وروسته پوه شو چې تر هغه ښوونځي خو د موټر دوه نیم ساعته لار ده. بالاخره یې له خپل ورور وغوښتل چې دی تر هغه ښوونځي ورسوي. کله چې یاد ښوونځي ته ورسید، یوازې لسو زده کوونکو ته یې د پنځو دقیقو لپاره وینا وکړه. له دې یې ډېر بد احساس کاوه؛ خو اونۍ وروسته یې ټلیفون ته زنګونو مخ کړه. هر ښوونځي به له هغه غوښتل چې دوی ته ورشي او زده کوونکو ته یې خپل داستان ووايي. دا بلنې یې ورځ تر بلې زیاتېدې. له هغه ورځې را وروسته اوس هغه ته هر کال د ۳۵۰۰ ویناوو بلنې راځي.
نیک خلکو ته وايي چې لویې موخې ولري او یوڅه د نورو په نظر بېعقل ورشي. هغه وايي: «که د ژوند د ډول په اړه مو تر هرڅه زیات د خلکو نظرونو ته اهمیت ورکړ څو تاسې نادیده ونه شمېرل شی، باوري یم چې هېڅ ښه ژوند به ونه لری، له ژوند به خوند وانه خلی او هغسې چې ستاسې خوښېږي، هغسې به ژوند ونه کړی. زه د ټولې دنیا له خلکو یو نواخت تصویر لرم. که ټوله دنیا داسې فکر وکړي چې تاسې په کاپي اندازه ښه او لایق نه یاستی، پوه شی چې دا ډېر لوی دروغ نه دي؛ خو هغه لاره او مسیر مو چې د ځان لپاره ټاکلي، له تعقیبولو یې لاس مه اخلئ.»
۱ـ خپل ارزښت مو وپېژنئ او وړتیاوې مو د امکان تر حده پياوړې کړئ
تاسې بیخي ډېر ارزښت لری. بیخي ډېرې وړتیاوې هم لری او دا هم ومنی چې همدا اوس تاسې په ډېر ښه وضعیت کې یاستی؛ خو دا وړتیا هم لری چې هره ورځ له مخکې ښه شی او بالاخره لویې لویې لاسته راوړنې ولری.
کاترین بي وايي: «موږ انسانان د ژوند یوه لویه برخه یانې تر ۲۰ کلنۍ خپل عمر یوازې د هغو څیزونو په کشف کې تېروو، چې کولای شو هغسې و اوسو؛ خو کله چې بیا ۳۰ کلنۍ ته رسېږو، دا وخت بیا د هغو څیزونو د کشف په اړه خپل وخت ضایع کوو چې هېڅکله به هم ورته ونه رسېږو. او کله چې بیا ۴۰ کلنۍ او یا له دې لوړ عمر ته رسېږو، دا وخت بیا له ننګونو سره مخ کېږو چې پایله یې زموږ پر یوه ښه شخص د بدلېدو زیری راکوي. ځکه دا وخت خپل ټول محدودیتونه یوې خوا ته کوو او یوازې د هغه هدف پر لور حرکت کوو، چې تر نورو راته لومړیتوب لري.
زما په نظر، د هغه نظر قابل د قدر دی؛ خو موږ داسې تصور هم کولای شو چې د ژوند څپرکي موږ په خپل غېږ کې نه شي را ایسارولی. موږ کولای شو په ۲۰ کلنۍ کې خپل ټول محدودیتونه یوې خوا ته کړو او یوازې هغه څه ته متوجې واوسو، چې موږ یې غواړو. په ۵۰ کلنۍ کې هم دا کار کولای شو.