په دې وروستیو کې د هېواد په ډېریو سیمو کې جګړې او هدفي وژنې یو ځل بیا ډېرې شوې دي. پرون د طلوع نیوز پخوانی خبریال یما سیاوش په هدفي برید کې ووژل شو. دغه راز د تېرې دوشنبې په ورځ په سپکو او درنو وسلو سمبالو بریدګرو د کابل پوهنتون پر حقوقي ستاژ خونړۍ برید وکړ. د پایلو له مخې، په برید کې ۲۲ محصلین شهیدان او ۲۲ نور ټپیان شوي دي. په داسې حال کې چې رویټرز خبري آژانس د امنيتي سرچینو له قوله ليکلي، چې په برید کې ۳۵ محصلین وژل شوي او تر ۵۰ زیات ټپیان دي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، پر کابل پوهنتون برید غندلی او ويلي چې د داعش پر ضد به مبارزې ته دوام ورکړي.
د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي چې برید داعش کړی او له حکومت او طالبانو يې غوښتي چې د ګډ دښمن پر وړاندې سره یو لاس شي. طالبانو هم په یوه اعلامیه کې پر کابل پوهنتون برید غندلی او دا کار د هغو ډلو کار بولي چې په مرکز او ولایتونو کې په مېلمستونونو کې دي؛ خو حکومت بیا ټینګار لري چې برید طالبانو کړی دی.
د برید پر سبا ورځ د کابل پوهنتون په ځينو دېوالونو ناپېژانده کسانو د طالب مشرانو انځورونه ځوړند کړي وو، چې پرې لیکل شوي وو: «له طالبانو سره د سولې خبرې باید بندې شي» همدار راز د پېښې په ځای کې د طالبانو په وینو ککړ بیرغ هم عامو خلکو ته ډېرې پوښتنې پیدا کړې دي.
دا چې حکومت په طالبانو تور پورې کوي او طالبان بیا دغه برید او ځينې نور ورته بریدونه په مرکز او ولایتونو کې د ځای پر ځای شویو مېلمنو کار بولي؛ باید دواړه لوري ولس ته کره اسناد وړاندې کړي، چې څوک لاس پکې لري او بریدګر مېلمانه په چا پورې اړه لري؟
همدارنګه کله چې یو ستر وحشیانه جنایت وشي، ځینې بهرنۍ رسنۍ څو ساعته وروسته اعلامیه خپروي، چې برید داعش کړی دی. په داسې حال کې چې د داعش د ماتې خبرونه څو ځله خپاره شوي او امریکايي جنرالانو مخکې ویلي چې داعش نور په افغانستان کې له منځه تللی دی. اوس پوښتنه دا ده چې دا څه ډول مات شوی داعش دی چې د مرکز امنو سیمو ته پرته له سر خوږي؛ سپکې او درنې وسلې راوړي او په خورا وحشت محصلین، دیني عالمان، ښوونکي، تنکي ځوانان، ښځې او ژورنالیستان وژني!؟ که یاده ډله نه وي ماته شوې، ولې يې پر مرکزونو بریدونه نه کېږي؟ په داسې حال کې چې یاد کسان حکومت او امریکایانو ګوته په شمېر بللي دي!
همدار راز کله چې برید وشي، داعش يې له نامعلوم ادرسه پړه مني او له تروریزم سره د مبارزې خبره یو ځل بیا توده شي چې ورسره په کور د ننه د بهرنیو ځواکونو پر شتون او مبارزې ټینګار هم کېږي. همدا راز د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او د امریکا د دفاع پوهنتون استاد علي احمد جلالي ویلي، چې بهرني ځواکونه له افغانستانه هغه وخت وځي، چې د سولې خبرې بریالۍ شي.
داسې ښکاري چې افغانستان یوې بلې جګړې ته ننوځي. له همدې امله له نامعلوم ادرسه د سولې د خبرو په درشل کې خونړي بریدونه کېږي. په داسې حال کې چې داعش یوازې یو نوم دی او تر شا يې استخباراتي کړۍ فعالیت کوي. خلک وژني، وحشت خپروي، عامه افکار جلبوي او په وحشیانه حملو کې خپلې ګټې خوندي کوي. که داسې نه وي، پرته له استخباراتي همکارۍ د کابل په نسبتاً امنو سیمو پلان شوې وحشي حملې څوک کوي؟
دغه راز هر کله چې حکومت د حملو غچ اخيستلو ته لاس را بډ وهي، له بده مرغه په کلیو او بانډو کې ځینې نور عام افغانان وژل کېږي او جنګي اصول تر پښو لاندې کوي. حکومت د دښمن د له منځه وړلو لپاره لومړی باید له تناسبه کار واخلي؛ یانې له داسې وسلې د جګړې پر مهال استفاده وکړي، چې یوازې دښمن له منځه یوسي او نور څه زیان ونه ویني.
دویم؛ دوی باید دښمن او عام وګړي لومړی وپېژني او وروسته برید وکړي.
درېيم؛ کله چې حکومتي ځواکونه د جګړې په موخه یوې سیمې ته ځي، هلته باید له پورته اصولو سره سره له پوره احتیاطه کار واخلي. خو له بده مرغه حکومت تر اوسه په ډېری سیمو کې جنګي اصول نه دي مراعات کړي. له همدې کبله په غچ اخیستلو کې د دښمن په پرتله عام وګړي ډېر له منځه ځي. ولسمشر غني ویلي وو چې د کابل پوهنتون له بریدګرو به سخت انتقام واخلي؛ خو که پورته اصول بیا مراعات نه کړي، یو ځل بیا به عام ولس په وینو ولمبوي.
بلخوا په دوحه کې د حکومت او طالبانو تر منځ خبرې په ټپه درېدلې دي. وروستیو جګړو، هدفي وژنو او پر کابل پوهنتون وحشیانه برید د سولې روانې خبرې تر پوښتنې لاندې راوستې او سیوری يې پرې غوړولی دی. که په روان تاوتریخوالي کې دواړه لوري پر یو او بل نظامي فشار راوړي او پرته له کره اسنادو یو بل ښکېل وګڼي، وېره شته چې د سولې خبرې به بې پايلې شي او پړه به یې بیا پر دواړو لورو وي. له بده مرغه پر کابل پوهنتون له برید وروسته مکرره هڅه وشوه، چې د سولې خبرې بې پایلې شي او دا هڅه لا هم روانه ده. که سوله ونه شي، له عامو وګړو پرته بل څوک زیان ويني؟ عام ولس له یوې خوا د جګړې قرباني دی او له بلې خوا د پردیو موخو لپاره د هغوی له احساساتو ګټه اخیستل کېږي.
وروستۍ خونړۍ حملې؛ هېڅکله د توجیه وړ نه دي. له بده مرغه کرايي قاتلین، اوس پر اکاډمیکو او عامو سیمو بریدونه کوي، څو بې ساری وحشت وکړي او پردۍ ګټې خوندي کړي. حکومتي چارواکي په لومړي سر کې مسوولیت لري چې د خلکو امنیت خوندي کړي، خو دوی په پوره سپین سترګۍ له بریدونو ابزاري ګټې اخلي، د خلکو په امنیت کې پاتې راغلي او په څو مطبوعاتي اعلامیو ځان خلاصوي. افغانان له کلونو په پردیو جګړو کې راګیر دي، په سر کې د سولې خبرو ته ډېر هیله من وو؛ خو له بده مرغه وروستیو بریدونو او د جګړې شدت يې هیلې مړاوې کړې دي.
دغه راز افغان ولس ته پکار ده چې د جګړې ریښې وپېژني او په ټول توان مبارزه ورسره وکړي، څو قطع شي او له نورو ناخوالو وژغورل شي.