حکومت کوي یا له منځه ځي؟
هغه هېوادونه چې په تېر کې تر ټولو ځواکمن وو، کله چې اوسمهال خپل پرځېدل درک کوي، د خپل ملت لپاره یوه تیاره او سولېدلې راتلونکې ويني، ځکه هغه خلک چې ځانونه تر ټولو ځواکمن هېوادونه ورته ښکاري، حقیقي څښتنان یې د اوسني وضعیت د له لاسه وتلو له کبله په وېره کې دي او داسې فکر کوي، هغه مهال چې دا واک او ځواک یې له لاسه وتلی وي او بیا دغه ورځې په خپل ذهن کې تصور کوي چې یو وخت یې په ټوله نړۍ واکمني کوله، خو اوس هغه هرڅه له منځه تللي، دا د دوی لپاره ډېره دردوونکې ده. لږ تر لږه د ګاونډیو هېوادونو له کینې ډک چلن او یا هم په خپله په کور دننه ناوړه وضعیت د ځواک د له منځه تلو مهم علتونه دي. ښه بېلګه یې برېټانیا ده، ۵۳ سلنه برېټانویانو له اروپايي ټولنې د وتلو لپاره رایه ورکړه، په کور دننه هم وضعیت ترینګلی دی او دا رښتیا هم د یوې بدې راتلونکې زېری له ځان سره لري.
انګلستان له هغو هېوادونو دی چې تر ډېره پر خپل ملي غرور متمرکز دی، ځان ورځ تر بلې محدودوي او په نړیوالو مسایلو کې خپل واکونه او حقوق په لړزېدونکي ډول تصور کوي. دا یو نړیوال حرکت دی، خو د کاتولونیا په څېر موارد بیا د وضعیت د کلي تجزیې او تحلیل تر ټولو غوره بېلګه ده؛ ځکه چې اساسي قوتونه چې د پاشل کېدو څپې نورې هم پیاوړې کوي، په حاشیوي هېوادونو کې تر نورو ژر په ځمکه راغورځي چې ان پیاوړي بنسټونه او ازادي غوښتونکي سنتونه یې هم مخه نه شي نیولی. یوازې د منځنیو او ټيټو طبقو خلکو زړونه د ناهیلۍ او وېرې له کبله تهدیدوي، د دوی عمومي پوهه نوره هم راټیټوي؛ ځکه نو دوی په مرکزي هېوادونو کې د بحران پر یوې سونامې هم بدلېدلی شي.
ګلوبلایزېشن د دې لامل شوی چې د چارو مدیریت په دوامداره توګه او ویاړ سره تر سره شي او دا ډاډ تر لاسه شي چې مناسب کسان (ښه کسان) پر ملاتړو لوبو او هغو شبکو په تکیې سره چې له عامه پیسو او سرچینو تغذیه کېږي، حکومتونه وکړي.
په اروپا کې د قدرت د سقوط تر ټولو مهم مورد، کاتولونیا ده. هغه هېواد چې یو وخت ځواکمن و، د مدیترانې پر امپراتورۍ یې حاکمیت درلود، خو پنځه پېړۍ وړاندې یې خپلواکي له لاسه ورکړه، درې ځله په اسپانیا کې مدغم شو او دوه ځله له فرانسې سره یوځای شو، په ۱۷مه پېړۍ کې یې د خپلواکۍ جګړه هم له لاسه ووته او د اسپانیا او فرانسې تر منځ ووېشل شو.
په انګلستان، کاتولونیا، صربیا، هنګري، پاکستان، متحده ایالتونو، ټایلنډ، اېټالیا، ترکیې، پولنډ، اسراییلو، برازیل، هند او څو نورو هېوادونو کې ګلوبلایزېشن د چارو د مدیریت په وخت کې د افتخار وړ ګرځېدلی چې د خلکو ډاډ یې تر لاسه کړی، یانې (ښه کسان) تل پر ملاتړو لوبو او شبکو په تکیې سره چې له عمومي پیسو او سرچینو تغذیه کېږي، حکومتونه کوي. د شایسته سالارۍ پر ارزښتونو ولاړې نړیوالې سیالۍ په پرله پسې او ګواښوونکي ډول هغه اساسي فرضیه چې مناسب کسان باید رشد او وده وکړي، له منځه وړي. شایسته سالاري ټول خلک ځان ته جلبوي، چې ځانونه له محدودیتونو او محدودو چوکاټونو راوباسي او وده وکړي، نو له همدې کبله ډېری نامستحق کسان په مستحقو او مناسبو کسانو چې د ګلوبلایزېشن د پاتې شونو په توګه پاتې کېږي، غلبه کوي. دویم هغه کسان چې په سنتي ډول په واک کې پاتې دي، هم د خپل ارزښت په کم رنګه کېدو او هم په تدریجي ډول د هغو شیانو په له منځه تلو سره، چې دوی ته ډېر ګران دي، پوهېږي او د واک د بېرته په لاس راوړلو لپاره هر هغه څه کوي چې اړتیا یې وي، ان که هغه د نورو خلکو د حقونو او ازادیو تر پښو لاندې کول هم وي.
دا ټول د تاریخ یوه کوچنۍ برخه ده، چې له ځنډ پرته تکرارېږي، مخکې له دې چې خلک له فاسدینو کرکه وکړي او پر وړاندې یې ودرېږي، تر دې وړاندې به د بزګرانو طبقه د هغو سوداګرو پر وړاندې هم درېدل چې له خپلو پیسو او امکاناتو په استفادې به یې هر ډول اخلاقي او نورو فسادونو ته لاره جوړوله. دا بهیر له بابل څخه پیل او تر سارایوو پورې یې دوام کړی.
مخ پر وړاندې غبرګون او نشلنېزم تر ډېره شاتګ کړی، موکول کساوان دا وضعیت داسې تعریفوي: «دا ادعا چې د یوه ملت سیاسي برخلیک باید د اکثریت مذهب او یا قوم لخوا وټاکل شي؛ دا په ډاګه کوي چې د هماغه اکثریت مذهب او قوم د یوه ملت اصلي اوسېدونکي دي. نور خلک او اقلیتونه ښاغلي دي، مېلمانه دي او دا تمه ترې کېږي چې دوی دې تل ښه چلن کوي. په مډرنو ډیموکراسیو کې له اکثریت پرته د نورو کسانو د بشپړ تابعیت د تحمل لپاره بل هېڅ انتخاب نشته. دا یو پېچلی او بې ثباته حالت دی، هغه سیاست چې د اقلیتونو بشپړ تابعیت نفې کوي، په لنډ یا اوږدمهال کې به دوی له سیاسي تصامیمو هم محروم او بهر کړي. پر دې سربېره چې دوی په هغه سیمه کې مېشت دي، خو دا هېڅکله په دې مانا نه ده چې د هغې سیمې اصلي اوسېدونکي دې هم وي او په حقیقت کې دوی له بل ځای سره تړاو لري.»
هغه کسان او اقلیتونه چې د ګلوبلایزېشن د شایسته سالارۍ زړورتیا او جرئت لري، خپل ښاغلی او محترمانه چلن دروي، دوی هېڅکله نه تسلیمېږي او دوی پر دې باور وي چې باید خپل ځای او سیمه تل په یاد ولري او د خپلو مشروع غوښتنو لپاره مبارزه کوي.
برتري هماغه څه ده چې استازي او لوړه طبقه خلک یې غوښتونکي دي او د خوندیتوب لپاره یې جګړه کوي، دوی د خپلو هغو څیزونو لپاره چې له لاسه یې وتلي او یا فکر کوي چې له لاسه به یې ووځي، له هېڅ کار ډډه نه کوي، چې دا واقعاً د نړۍ لپاره د خطر د زنګ په مانا دی.
ډېری پوپولیست رهبران خپلو پیروانو ته یو وېروونکی پیغام هم لري او ورته وايي چې نیم کسان باید کار وکړئ او نیمو نورو ته بیا د دغو نیمو نورو په پرتله دوه برابره مزد او حق الزحمه درکوو، خو یوازې به هغه څه کوی چې موږ یې غواړو. د ټرمپ، جانسون، بولسونارو، مودي، اردوغان، مادورو، اوربان او کاتالای وېروونکی جنون تصادفي نه دی، دوی هغو کسانو ته چې له دوی سره د قدرت په خوندیتوب کې مرسته کوي، ډېر ډېر امتیازات مني، د ټيټې کچې کسانو ته وده ورکوي او لوړو ځایونو ته یې راوړي، خو برعکس له هغو کسانو چې وېره لري، له لوړو ځایونو او موقفونو یې په یو ډول د ایستلو هڅه کوي، ان چې ډېری وختونه په دې برخه کې له قانون ماتوونکو هم ملاتړ کوي او په دې سره دوی په خپله د جرایمو مرتکبین هم کېږي. خپلو پیروانو ته بیا داسې ښيي چې ګواکې له دوی څخه د ساتنې په موخه هر کار چې اړین وي، تر سره کوي یې. دغه راز د نورو او مخالفو کسانو او رهبرانو د لرې کولو لپاره جدي اقدامات کوي. د دغو رهبرانو جنایتونه، جنون او انحراف د دې لامل کېږي، څو هغه کسان چې د واک تږي وي او په واک کې پاتې کېدل ورته تر هرڅه لومړیتوب او مهم وي، پر ځان راټول کړي او په دې سره د خپل قدرت لمن نوره هم وغځوي.
پر دې سربېره، دوی یو وخت د واک له لاسه وتلو صحنې هم په ذهن کې انځوروي. د دې لپاره چې دوی د واک په انحصار تورن نه شي او بیا خلک ونه وايي چې واک یې ټول انحصار کړی و، ځينې نمایشي کارونه کوي.
د بن لادن د کتاب په یوه برخه کې راځي: «د دې لپاره چې غبرګونونه راوپاروې او خپل مخالف اړخ په غوسه کړې، ځينې کارونه او اقدامات باید تر سره کړې. د دغو اقداماتو تر ټولو ښه بېلګه د داعش په څېر ترهګریز بریدونه او یا په دوامداره توګه د قانوني نظم اخلال دی. له ښکاره تبعیض او ظلم نیولې بیا تر فرهنګي جګړو، موخه دا ده چې د دغه ډول وضعیت په جوړولو سره، د مخالفانو غبرګونونه راوپاروې او په دې ډول ځان یوه سیاسي موقف ته ورسوې، دغه راز په دې ډول د مخالف لوري په منځ کې درزونه هم رامنځ ته کېږي».
زرقاوي په ۲۰۰۴ ز کال کې بن لادن ته ولیکل: «که په سُنیانو کې داسې وضعیت رامنځ ته کړو چې له اوسني حالت په تنګ شي او داسې احساس ورکړو چې ګواکې د مرګ او له منځه تلو وخت یې ډېر رانږدې شوی، نو لرې نه ده چې موږ به د فرقهیي جګړو په پیل کې بریالي شو او له دغه وضعیت څخه په ګټې اخیستنې موږ ډېر څه کولی شو.»
خو سیالي او شایسته سالاري که څه هم چې له سیمهییز اړخه محدوده ده، خو په نړیواله کچه د یوې لوبې پیل ته زمینه برابروي. له پامه لوېدلو اقلیتونو ته هم د دې فرصت برابروي چې د نورو د پیروۍ پر ځای د خپل ځان د مطرح کولو لپاره راپورته شي او د نورو اکثریت ډلو په څېر له ټولو سرچینو څخه په مساوي توګه ګټه پورته کړي. اپل باوم لیکي: «د لوبې بایلونکي که ژر وي یا په ځنډ، تل د سیالۍ ارزښت له چلېنج سره مخ کوي، تر ټولو مهم دا چې کله د سیالۍ اصول استعدادونه هڅوي او په لوړه کچه تحرک رامنځ ته کوي، د ملي هویت په اړه ژورو پوښتنو ته ځوابونه نه وايي او یا په یوه اخلاقي ټولنه کې د غړي په توګه د انسان میل نه پوره کوي.»
اقتدار غوښتونکی پوپولیزم خپلو پلویانو ته وايي، هغه مهال چې خپل رعیت ته تسلیم شوی، نو خپل عزت، درناوی، ازادي او مانا مو له لاسه ورکوی او لرې نه ده چې په ټولنه کې نور شته ګوندونه او ډلې ټپلې به د ستاسو د واک بېړۍ در ډوبه کړي.