د اسیوشیټیډ پریس خبري اژانس له راپور سره سم د امریکا د ټاکنو نارسمي پایلې ښيي چې د ولسمشر ټرمپ ډیموکراټ سیال جو بایډن د الکټرل کالج یا ټاکنیز پلاوي د ۲۷۴ رایو په خپلولو سره ګټونکی دی. د امریکا ټاکنې نه یوازې دا چې امریکایانو ته مهمې وي، بلکې په ټوله کې پر نړیوال سیاست خپل پاموړ اغېز لرلی شي. د دغه اغېز کچه بیا د افغانستان پر سولې او جګړې لا زیاته ځکه ده چې امریکا په افغانستان کې له ۲۰۰۱ راهیسې د جګړې او سولې یو مهم لوری دی. جګړه کې خو یې رول روښانه دی؛ خو سوله کې هم ټاکونکی دی. که امریکا طالبانو سره مخامخ خبرو ته نه وای چمتو شوې، نن به د بین الافغاني خبرو هېڅ څرک نه و. افغان جګړه د امریکا په تاریخ کې د دغه هېواد تر ټولو اوږده جګړه ګڼل کېږي.
پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته دا د امریکا د ولسمشرۍ څلورم ځل ټاکنې دي. افغان جګړې هم جمهوریت غوښتونکي او هم ډیموکرات امریکايي ولسمشران تجربه کړل. جمهوریت غوښتونکي جورج ډبلیو بوش دا جګړه پیل کړه، ډیموکرات اوباما سره له دې چې د تازهدمو ځواکونو له استولو سره وغځوله خو د سولې بهیر هم د اوباما په دوره کې پیل شو. جهموریت غوښتونکي ټرمپ هم له جګړې سره-سره د سولې خبرو ته ادامه ورکړه او په پای کې يې د دوحې هوکړه لاسلیک کړه. دا د پام وړ ده، چې لومړی د ډیموکرات اوباما او مرستیال بایډن په دوره کې د افغان سولې بهیر پیل شو، په قطر کې طالبانو ته سیاسي دفتر ورکړل شو او د امریکا او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله وشوه.
اوس پوښتنه دا ده چې د جمهوري غوښتونکي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ماتې او ډیموکراټ نوماند جو بایډن بریا افغان سولې او جګړې ته څه معنا لرلای شي؟ د دغو دوو امریکايي سیاستوالو لیدلوري د افغان جګړې په تړاو څه ورتهوالي او توپيرونه لري.
د ټرمپ خپسه
که رسمي دریځونه یوې خواته پرېږدو، په افغانستان کې د بایډن د بریا خبر د ولسمشر غني پلویانو کې نوې سا وچلوله. ځکه دوی فکر کوي چې د سولې روان بهیر پای د دوی واک او ځواک له ننګونې سره مخ کوي. له همدې امله په ۲۰۱۷ کې، کله چې ولسمشر ټرمپ د سویلي اسیا لپاره خپله جګړهییزه ستراتيژي اعلان کړه او افغانستان ته یې د درې زره نورو امریکايي ځواکونو فرمان ورکړ، افغان حکومت یې تود هرکلی وکړ. ټرمپ هغه پرېکړه په نه زړه کړې وه. مک ماسټر چې هغه مهال د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار و، افغانستان ته د نوو ځواکونو د استولو مشوره ورکړې وه. د مک ماسټر دغه دریځ وروسته د ټرمپ او د ده ترمنځ د اختلافاتو لامل شو او ماسټر لرې شو.
ټرمپ خپلو جنرالانو ته پوره واک ورکړ چې افغان ربړه د جګړې له لارې اواره کړي. د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ په اوږدو کې امریکايي جنرالانو پر طالبانو سیاسي، پوځي، اقتصادي او ان مذهبي فشارونه راوړل چې که د جګړې معادله بدله کړي. د یوه کال په تېرېدو سره ټرمپ د جګړې له پوځي بریا نهیلی شو. د ۲۰۱۸ په سپټمبر کې يې زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وګوماره. خلیلزاد طالبانو سره اتلسو میاشتو کې یوولس پړاوه له لوړو ژورو ډک او ستومانوونکې خبرې وکړې چې پای یې د ۲۰۲۰ د فبروري په ۲۹مه د دوحې تاریخي هوکړه شوه. د دوحې د هوکړې له مخې به امریکايي او ناټو ځواکونه په څوارلسو میاشتو کې (تر مۍ ۲۰۲۱) پورې له افغانستانه په بشپړ ډول وځي او طالبان به امریکا ته دا تضمین ورکوي چې د افغانستان خاوره به د امریکا او د متحدینو پر خلاف یې نه کارول کېږي.
بایډن؛ افغان جګړه او سوله
د ټرمپ ځانګړې حکومتولي د نړۍ ډېرو سیاستوالو ته یوه خپسه وه؛ خو د افغان حکومت لپاره د ټرمپ دوره ډېره له اندېښنو او وېرو ډک پېر و. د افغان حکومت له دریځونو ښکاري چې بایډن ته یې هیلې زیاتې دي. په ځانګړې ډول به افغان حکومت هیلهمن وي که د بایډن راتګ سره د دوحې هوکړه لغوه شي او په ټوله کې د سولې پر روان بهیر جدي بیاکتنه وشي او ژور بدلونونه راشي. اوس چې د راتلونکي کال په جنوري کې بایډن د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه کوي، مهمه پوښتنه دا ده چې منتخب ولسمشر جو بایډن افغان جګړې ته په کومه سترګه ګوري؟ ایا بایډن به د سولې بهیر لغوه کړي؟ افغانستان ته به نور امریکايي ځواکونه راولېږي؟ په ټوله کې به بایډن له افغان جګړې سره څه چلن وکړي؟
بایډن د افغانستان د ربړې په تړاو د خپل دریځ په اړه کافي صریح او واضح غږېدلی. په ۲۰۱۰ کې يې ویلي و «زه خپل زوی بیا هلته [افغانستان] ته نه لېږم چې ژوند یې د ښځو د حقونو لپاره له خطر سره مخ شي».
پخواني ولسمشر بارک اوباما –چې بایډن یې په دواړو دورو کې مرستیال و- د اکټوبر میاشت کې د بایډن په اړه وویل چې د ده د لوړپوړو سلاکارانو په کتار کې بایډن «داسې یو څوک و چې د پوځي ځواک د کارونې په باب تر ټولو ډېر نیولی [محتاط] و». د اوباما په وینا، په سپينه ماڼۍ کې بایډن په لېبیا او سوریه کې د امریکا له پوځي مداخلو سره مخالف و.
په ډسمبر ۲۰۱۹ کې بایډن د افغان جګړې په اړه وویل: «لومړنی کار چې د امریکا د ولسمشر په توګه به یې وکړم دا دی چې ټول جنګیالي به کور ته راولم، طالبانو سره به مذاکرات کوم او تر شا به کوچنی ترهګرۍ ضد ځواک پرېږدم چې د بالقوه ګواښونو مخنیوی وکړي…دا په هغه صورت کې چې موږ ښه مذاکرات نه وي لرلي». بایډن د بهرني سیاست په ډېرو بحثونو کې ټرمپ سره جدي او ژور اختلافونه لري؛ خو د افغانستان په مسئله کې يې د ټرمپ پالیسي نه ده ننګولې او تل یې د ځواکونو د وتلو له بحثه ملاتړ کړی.
د اوباما د حکومت او پخواني افغان حکومت ترمنځ اصلي ستونزه دا وه چې د اوباما حکومت په افغانستان کې د طالبانو جګړه Insurgency یا کورنی بغاوت تعریفاوه او په تړاو یې امریکايي ځواکونه مسوول نه بلل. هغه څه چې افغان حکومت ورسره مخالف و. بایډن لا هم ورته باور لري. بایډن فکر کوي چې افغانستان کې یې رول باید یوازې ترهګرۍ ضد وي او طالبان د افغانستان د یوه واقعیت په توګه مني. فبروري ۲۰۲۰ کې سي بي ایس ټلویزیون Face the Nation خپرونې ته بایډن وویل «زه تر هر څه وړاندې د نورو ځواکونو له استولو سره مخالف وم…زه تر دې د ډېر کوچني شمېر عسکرو له شتون سره موافق وم چې د القاعدې او داعش پر ضد جګړه وکړي».
بایډن هېڅکله د ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ د دوحې له هوکړې سره مخالفت نه دی کړی. د دوحې د هوکړې له لاسلیک وړاندې بایډن ویل «اوس له وخته مخکې ده. موږ به وګورو چې دا یوه ښه هوکړه ده کنه». د افغانستان په اړه د بایډن یوازنۍ اندېښنه له افغانستانه د القاعدې او نورو نړیوالو ډلو له خوا د امریکا د امنیت تهدید دی او دا هغه څه دي چې د دوحې په هوکړه کې يې په اړه تضمین ورکړل شوی. تر دې هاخوا بایډن د افغانستان په اړه اصلاً فکر نه کوي. په همدې مرکه کې ترې وپوښتل شول چې که طالبان بیا د افغانستان کنټرول په لاس کې ونیسي، تاسې د مسوولیت احساس کوئ؟ بایډن وویل، «نه، هېڅ…صفر مسوولیت! زما مسوولیت د امریکایانو د ملي ګټو ساتنه ده… دا د ولسمشر په توګه زما مسوولیت دی».
پای
هم د اوباما د واکمنۍ پر مهال او هم له هغې وروسته که د افغانستان په اړه د جو بایډن دریځونه وارزول شي، داسې نه برېښي چې د ده له واکمنۍ سره به د افغانستان په تړاو د امریکا په سیاستونو کې ژور او پاموړ بدلونونه راشي. ټرمپ د اقلیم تودوخې له مسئلې نیولې تر ایران او چین پورې ډېر توند او سخت دریځونه نیولي وو. افغانستان ښايي د ټرمپ په بهرني سیاست کې ځانګړی مثال وي چې ټرمپ يې د مذاکراتي اواري په لټه کې و. دا هغه څه دي چې بایډن به یې هم مخالف نه وي.
بایډن به هڅه وکړي چې په نړیواله کچه د ټرمپ په دوره کې د امریکا زیانمن شوی حیثیت بیا ورغوي. د ټرمپ د هغو دریځونو د سمون هڅه به وکړي چې د ډیپلوماسۍ او تفاهم پر ځای پر توندلارۍ او سختو دریځونو ټینګار کړی. د افغانستان په تړاو د توندلاري او افراطي ټرمپ دریځ د هغه څه دوام و چې ډیموکراتانو پیل کړی و. یعنې مذاکراتي اواری!
کله چې د دوحې په هوکړه کې بایډن له افغان خاورې د نه خطر تضمین ترلاسه کوي، فکر نه کېږي چې دغې پروسې سره دې مخالف وي. بایډن هېڅ وخت له افغانستانه د ځواکونو له وېستلو سره صریح مخالفت نه دی کړی. یا په نورو ټکو، بایډن په هېڅ صورت افغانستان کې د پراخ پوځي حضور او مداخلې پلوی نه دی. بایډن په ۲۰۱۰ کې د نوو ځواکونو له استولو سره مخالف و، اوس چې نړیوال او سیمه ییز شرایط هم کافي بدل دي، په هېڅ صورت به پوځي اواري ته لومړیتوب ورنه کړي. کله چې بایډن د پوځي حل پلوی نه دی، یوازنۍ لار مذاکراتي حل پاتې کېږي. که مذاکراتو کې دا تضمین ترلاسه کولای شي –د دوحې هوکړې یوه اساسي برخه همدا تضمین جوړوي- چې د افغانستان له خاورې به امریکا ته ګواښ نه پېښېږي، بایډن به هېڅکله د کم شمېر امریکایي پوځیانو پر شتون هم ټینګار ونه کړي؛ ځکه لږ شمېر پوځي حضور هم کولای شي چې طالبانو سره مذاکراتي اواری له ننګونې او ان ناکامۍ سره مخ کړي.