ټاکل شوې چې “د نومبر په لسمه” د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرتابه شورا ۲۰مه غونډه تر سره شي او د چين رسمي سرچينو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د دولت رييس به په ياده غونډه کې انلاين ګډون او وينا وکړي.
شانګهای همکارۍ سازمان چې په ۲۰۰۱ کال کې د سيمه ييز امنيت د ساتلو په موخه جوړ شو، اوس په نړۍ کې تر ټولو لوی نړيوال سازمان دی چې د اړوندو هېوادونو د وګړو عمومي شمېر درې اعشاريه يو میلياردو ته رسېږي او عمومي مساحت يې له ارام سمندر تر اتلانتيک پورې پراخوالی لري.
افغانستان ته د شانګهای همکارۍ سازمان اهميت د کومې اړتيا له مخې؟
که په دې بحث وکړو چې ولې افغانستان ته د شانګهای همکارۍ سازمان اهميت لري؟ ښايي ځواب يې ډېر تفصيل ته اړتيا ولري، خو دلته يې په لنډ ډول څو لاملونو ته اشاره کوو:
په عمومي توګه ويلای شوو چې د شانګهای همکارۍ سازمان کې د سيمې د مهمو هېوادونو غړيتوب او په افغانستان کې د امريکا دوه مخې لوبه؛ دوه هغه لوی او مهم دلايل دي چې افغان دولت د شانګهای همکارۍ سازمان ته پر اهميت قايل دی.
الف؛ چين، روسيه، قزاقستان، قرغېزستان، ازبکستان، تاجکستان، پاکستان او هند د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه دي چې يا له افغانستان سره ګډې پولې لري او يا هم افغانستان ته ډېر نږدې پراته دي.
د شانګهای همکارۍ سازمان له جوړېدو راهيسې په هره غونډه کې د افغانستان مسئلې ته پاملرنه شوې، داسې چې په ډېری خپرو شويو اعلاميو او سندونو کې د افغانستان مسئله ځانګړی ځای لري.
افغان حکومت هم د سيمې پر موضوعاتو د شانګهای د همکارۍ سازمان اغېزه درک کوي، نو ځکه دغه سازمان ته پر ارزښت قايل دی او له ۲۰۰۴ کال راهيسې يې د شانګهای همکارۍ سازمان تر چوکاټ لاندې په بېلابېلو غونډو کې د ګډون لپاره استازي يا پلاوي لېږلي دي.
د ۲۰۰۵ کال په نومبر کې د شانګهای همکارۍ سازمان د افغانستان ارتباطي ګروپ جوړ شو، بيا په ۲۰۱۰ کال کې افغانستان د ياد نړيوال سازمان ناظر هېواد ګرځېدلی او په ۲۰۱۵ کال کې افغانستان رسماً په دغه سازمان کې د غړيتوب غوښتنليک وړاندې کړ.
ب؛ په افغانستان کې د امريکا له متضادو سياستونو او کړنو داسې ښکاري چې دغه هېواد يوازې د خپلو ګټو په لټه کې دی او همدا وجه ده چې سياستونه يې ژر ژر بدلوي.
په دې مانا چې دوی له کلونو راهيسې په افغانستان کې د خپل پوځي حضور ساتلو په موخه زياتې پيسې مصرف کړې او د تش په نامه نړيوال پوليس رول په لوبولو سره يې له افغان حکومت سره پوځي مرستې کړې او له بلې خوا بيا په ناڅاپي توګه له افغانستان څخه د پوځيانو وتلو پرېکړه کوي.
که څه هم حقيقت دا دی چې امريکا په افغانستان کې خپلو موخو ته په رسېدو کې نامه ښکاري او اوس امريکايي سياستوال حيران دي چې کومه لار انتخاب کړي؛ که له افغانستان څخه پوځيان وباسي او ميدان پرېږدي، نو په ميلياردونو د مصرف شوو ډالرو برخليک به څه کېږي؟ او که پاتې کېږي، نو نورو لګښتونو ته اړتيا لري.
د امريکا حکومت د روان کال په اپرېل کې له طالبانو سره يو هوکړه ليک لاسليک کړ او اعلان يې وکړ چې د ۲۰۲۱ کال له مې مياشت مخکې به له افغانستان څخه ټول ځواکونه وباسي.
بېلابېلو افغان لوريو هماغه وخت د دې هوکړه ليک په اړه خپلې اندېښنې په ډاګه کړې او د دوی په باور له افغانستان څخه په بیړه د بهرنيو پوځيانو وتل ممکن په افغانستان کې د کورنۍ جګړې سبب شي.
که څه هم په امريکا کې ولسمشريزې ټاکنې تر سره شوې، خو هېڅوک نه پوهېږي چې آيا امريکا به د افغانستان په اړه خپله راتلونکې تګلاره څنګه وټاکي؟
د افغانستان په اړه د امريکايي سياستوالو متضاد سياستونه هغه ټکي دي چې شانګهای همکارۍ سازمان ته د افغان حکومت تمه زياتوي.
امريکا له افغانستان سره څه باندې لس زره کيلومتره واټن لري، خو د شانګهای همکارۍ سازمان په همدې سيمه کې دی او د سيمې پر حالاتو زيات اغېز لري.
ډېری بانفوذه افغان شخصيتونه د دغه هېواد په امنيت کې د سيمې هېوادونو رول مهم ګڼي. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي څو ورځې دمخه په يوه اړونده غونډه کې وويل، چې د سيمې هېوادونه د افغانستان د سولې بهير او بيارغونه کې رغنده رول لري، برعکس د افغانستان سوله او ثبات د سيمې پر سمسورتيا او پرمختګ هم ډېره اغېزه کوي، نو ځکه افغانستان بايد ژر د شانګهای همکارۍ سازمان رسمي غړيتوب تر لاسه کړي. د افغانستان مختلفو خواوو هم دا هيله ښودلې چې د شانګهای همکارۍ سازمان دې د دغه هېواد د سولې بهير په پرمخبيولو، ترهګرۍ او نشه يي توکو ضد مبارزه کې مثبت رول ولوبوي.
د افغانستان امنيت او ثبات د سيمې د ثبات لپاره ډېر مهم دی او د دغه هېواد نا امنۍ د شانګهای همکارۍ سازمان د بېلابېلو غړو هېوادونو پر پرمختګ مستقيمه اغېزه کولای شي.
پر دې سربېره، افغانستان د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې د اړوندو هېوادونو تر منځ د متقابل پيوستون د تر سره کېدو لپاره يوه مهمه څلور لار ده.
نو ځکه له تېرو څو کلونو راهيسې د شانګهای همکارۍ سازمان افغانستان ته ډېره پاملرنه کوي.
د ۲۰۱۷ کال په جون کې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين په وړانديز د دغه سازمان غړي هېوادونه د افغانستان د ارطباتي ګروپ د بيا فعالېدو په اړه توافق ته ورسېدل. د همدې کال په اکټوبر او د ۲۰۱۸ کال په مې کې ياد ارطباتي ګروپ په مسکو او بېجينګ کې د مرستيالو بهرنیو چارو وزيرانو دوې غونډې جوړې کړې دي. د ۲۰۱۸ کال په جون کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو شورا په چينګداو غونډه کې په خاصه توګه د افغانستان مسئلې ته متوجه شوي دي. د چين د دولت ریيس شي جين پينګ دې غونډې ته د خپلې وينا په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ، چې د شانګهای همکارۍ سازمان کې دې د افغانستان ارطباتي ګروپ خپل رول ولوبوي او د دغه هېواد د سولې او بيا رغونې بهير دې پرمخ بوځي.
د چينګداو په اعلاميه کې راغلي چې د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه به په دوامداره توګه د سياسي بهير د پرمخ بيولو، د ملي امنيت د ساتلو، اقتصادي پرمختګ د موندلو او ترهګرۍ او نشه يي توکو ضد مبارزې په ګډون ځینو نورو برخو کې له افغان حکومت او خلکو څخه ملاتړ وکړي.
له ۲۰۱۵ کال راپدېخوا افغان حکومت تل په شانګهای همکارۍ سازمان کې د رسمي ګډون په هڅه کې دی، څو افغان سياستوالو هم په مختلفو نړيوالو ډګرونو کې دا هيله څرګنده کړې. روسانو په شانګهای همکارۍ سازمان کې د افغانستان له غړيتوب څخه ملاتړ څرګند کړی، خو ويلي يې دي چې په ياد نړيوال سازمان کې د شاملېدو لپاره د افغانستان پر وړاندې اوږده لار پرته ده. شک نشته چې دغه سازمان د افغانستان مسئله خپله مسئله ګڼي او د افغانستان په اړه د نړيوالې همکارۍ یو ډیر مهم ډګر به هم وګرځي.