لومړی يوه لنډه مقدمه چې د بحث لړۍ روانه او لا خوندوره کړي، پکې د دې څو ټکو يادونه اړينه بولم.
د بشر ژوند، فکر او نظر که د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې وپلټل او و ارزول شي، څرګنديږي چې تر هر څه زيات د خپل چاپېریال او ماحول له تاثيراتو اغېزمن پاتې شوی دی. د بېلو او متفاوتو د ديد زاويو نقش د ژوند په طرز کې برجسته دی، دا د دې لامل شوي چې له يو بل جلا متفاوتې، فکري او کلتوري حوزې رامنځ ته شي، په هېڅ زمانه کې پر يو حال او حالت نه دي او نه يې هم په راتلونکې کې پر یو حال د پاتې کېدو امکان شته، حتماً به پکې د وخت، مکان او عصر تاثيرات روان وي. د ډيجيټل او نوې ټکنالوژۍ زماني دور په ژوند کې د ډېرو بدلونونو په رامنځ ته کېدو سره روان دی، داسې چې ژوند پرته له نوې ټکنالوژۍ ګران دی، د نړۍ پرمختګ له کاروانه پاتې ولسونه به حتماً ستړي، لالهانده، سرګردانه او احتياج وي، که ځان، حالت او کړه وړه ورسره عيار او همغږي نه کړي، خدای مه کړه د ناورينونو او مشکلاتو کړۍ يې په اسانۍ ايسارولی شي چې خلاصون او ځان ايستل ترې اسانه نه دي.
په نړۍ کې د ټکنالوژيکي نوښتونو لړۍ ډېر څه شوني او ممکن کړي دي، د چوپړتياوو وړاندې کول، کارو بارونه ډيجيټل او انلاين جوړښتونه هغه څه دي چې شمېر یې لا نه شو معلومولی، هم يې چټکوالی، ارزاني او د وخت سپما تر ټولو ستره ښېګڼه ده. راځم خپل اصلي بحث او موضوع ته، د نوي عصر تاثيراتو له لړۍ څخه دوديزې، کلتوري، ځانګړې ورځې هم مستثنی او لرې نه دي پاتې شوې. په هره برخه کې يې لږ او ډېر خپل تاثيرات درلودلي دي، په دې توګه يې نوې تازه هنري رنګارنګۍ پکې ايجاد او رامنځ ته کړې دي او په هنر سره يې پالش او صيقل کړې دي او دا هرڅه په يو پراخ هنري چوکاټ کې راټول شوي دي. هنري رنګونو او دوديزو جوړښتونو يې تر ډېره په ټوله کې د پاملرنې وړ اغېز لاندې پاتې شوي دي، په دې توګه يې جذابيت څو برابره لوړ او اوچت شوی دی، دا د هنر د خاصيت عمده اصل او کمال دی، موجوديت يې د ښکلا باعث ګرځي، چې د جذابيت او د تسکين انګېزه په خوځښت راولي.
په چين کې اکثره دودونه يا د دوديزو جشنونو او ورځو په اډانه کې په مهارت او دقت د هنر جوهر ته ځای ورکړل شوی دی، له هنر څخه د بدلون راوستلو په توګه د غوره او اغېزمنې وسيلې په توګه استفاده کيږي، همدا علت دی چې تر ډېره اوس په اخترونو، ملي جشنونو او د ځانګړو ورځو په فعاليتونو کې هنري بڼې او رنګونه مهمه ونډه او ځای لري، هنري قواعد ورته جوړ او ټاکل شوي دي، د دې نوښت ګټه دا ده څو يې په ټولنه کې تاثيرات پراخ او هم زيات اوسي.
که غواړو د يو قوم، ټولنې، ملت او هيواد په روح روان باندې پوه شو، د معلوماتو يوه کړکۍ يې باید ځان ته پرانيزو، په دې توګه د نورو په اړه نوي متفاوت څه وګورو، وپېژنو، غوره او بهتره لاره دا ده چې دودونو، رواجونو، د کلتورونو او د فلکلور پاڼې يې واړوو، مطالعه او په اړه يې شناخت پيدا کړو، دا هغه څه دي کوم چې په ډېری وختونو کې د ولسونو تر منځ د متقابل احترام، د اړیکو په ټينګښت کې او د ټکر په مخنيوي کې خورا ارزښتمن رول او ونډه لري.
په چين کې د خلکو تر منځ د ځانګړو ورځو او اخترونو په لړ کې د يو ځانګړي اختر او ورځې په اړه چې تازه څه موده وړاندې يې ورځ تيره شوې ده، دوديز پس منظر ته يې تم کېږم او د وګړو جالبو اندونو، عادتونو او ګروهو ته يې ځغلنده کتنه کوم.
دلته د يوې لسيزې ژوند په ترڅ کې مې د چين ټولنه لږ و ډېره له نږدې کتلې، بېلابېل اړخونه او ابعاد يې ښايي د هر چا د ديد له زاويې بېل او متفاوت اوسي، کوم څه چې په دې لړ کې ما کتلي ويلی شم په هر لوري او اړخ کې يې يو بېل او متفاوت تصوير پروت دی، هر لوری او اړخ يې ځانګړې ښېګڼې او ښکلاوې لري، وطنپالنه، صداقت، رفاقت، زړورتيا، زيار، همت، دوستي، نيکي، هوډ او نور.
چين هغه هيواد او ټولنه ده چې له نورو جلا د يو ځانګړي سبک او طريقې څښتن دی، هغه يې که اوسنۍ د حکومتوالۍ د سيستم ځانګړتيا ده، که د ابادۍ پخوانۍ ساختماني، ودانيزه ځانګړتيا او نښې دي، ټول یې خپله لاره او جوړښت لري، يا هم که د ژوند، معاشرت اداب او اخلاق دي او که د خوړو- لباس برخه ده، دا ټول مشخص ټکي، نوم، جوړښت، رنګ او خوند لري.
د منځني مني او د سپوږمۍ اختر په چين کې د دودويزو اخترونو په ډله کې د مهم ځای لرونکی دی، په ټول چين کې د خلکو تر منځ د مېلو، سيل، سيلانۍ او تفريحي فعاليتونو د څپو ګرمېدل معمولاً له ځان سره لري، د محلي دودونو خوندورې په زړه پورې هنري صحنې، د خيالي ښامار د نڅاوو نندارې، د اوپرا، موسيقۍ د ساز او سرود کنسرتونو، د سرګرميو بې شمېره فعاليتونه يې له ګڼې ګوڼې جم و جوشه ډک وي، هغه چې وګړي يې رارسېدو ته په تمه او لحظې شماري.
هغه ملتونه او ولسونه چې د خپلو منلو دودونو، کلتورونو د پالنې، ساتنې او نمانځنې روحيه او عادت لري، پرې وياړي. دغسې ورځې او کارنامې د خپلو کلتورونو او تاريخونو نه بېلېدونکې برخې بولي، ارزښتناکې يې ګڼي، د ساتنې، ښودنې او معرفت لپاره يې زحمتونه باسي، په تړاو يې جالبې کيسې، نندارې، د پروګرامونو صحنې، ډرامې او فلمونه جوړوي کوم چې همدا د ژونديو وګړو او ملتونو له مهمو خاصيتونو او عادتونو څخه دي. د ښکلي ژوند د لا ښکلا لپاره، د خوشاليو لپاره کار او زيار باسي او له خپلو دوديزو ځانګړو ورځو خوند اخلي.
د چينايانو د سږ کال د سپوږمۍ دوديز اختر د اکټوبر په لومړۍ نېټه و، په دې حساب د سږ کال اکټوبر لومړۍ نېټه په چين کې غبرګ اخترونه يا د جشنونو ورځ وه، د چين ملي جشن او د سپوږمۍ دوديز اختر، په همدې مناسبتونو بې شمېره فعاليتونه د ټاکلو کرونايي مقرراتو تر چتر لاندې جوړ او تر سره شول، په چين کې يوه اونۍ عمومي رخصتي وه، يوه اونۍ د هغو کورنيو او وګړو لپاره د تفريح فرصت و څو له خپلو په زړه پورې رنګا رنګ فعاليتونو خوند واخلي، دا ځل بيا هم د سيل او سياحت او د تفريحي فعاليتونو څپه د پخوا په شان ګرمه له جوش او هيجان سره مل وه، په عين حال کې دې هرڅه په چين کې د کرونا وبا پر وړاندې د بريالۍ مبارزې ښودنه کوله، تر ډېره دا وبا په ټول چين کې په ښه توګه کنترول شوې، د اخته کېدنې او مړينې ارقام د نورو هيوادونو په پرتله ډېر کم او په نشت حساب دي، نيول شوي محدوديتونه او مقررات ورو ورو د نرموالي او کموالي په حال کې دي. د سپوږمۍ اختر نمانځنه او تفريحي فعاليتونه چې تر اوږده ځنډ وروسته د عامو وګړو لپاره طلايي فرصت و او د سيل سيلانۍ د ګرمې څپې موده وه.
د چين کرنيزې جنترۍ له مخې د اګست پنځلسمه نېټه د سپوږمۍ له اختر سره برابره ده، د ميلادي جنترۍ په حساب هر کال څو ورځې مخکې يا وروسته کيږي، چې د سږ کال اکټوبر له لومړۍ نېټې سره برابر و، معمولاً دا اختر د مني موسم په منځنۍ موده کې راځي، د منځني مني اختر هم ورته ويل کيږي، په دې شپه د سپوږمۍ ګردوالی بشپړ وي او رڼا يې هم د نورو شپو په پرتله تېزه او زياته وي.
د سپوږمۍ اختر د مهمو دودونو په ډله کې يو دود له ځانګړي کېک سره تړلی دی، په دې اړه ويل کيږي چې د چين په ولسي نکلونو او فلکلور کې دا کېک د سپوږمۍ ښاپيرۍ ته د ندز، ښه شګون او دعا لپاره وړاندې کېدو او خوړل کېدو. په چيني ژبه کې ورته يوبينګ وايي، ګرد دايروي جوړښت لري، د کورنۍ د غړو راټولېدنې مانا لري، په تېره بيا د کورنۍ هغه مسافر غړي چې د کار او روزګار په موخه له خپل ټاټوبي، ښار او له کور لرې تللي، د هغوی بیرته کور ته د ستنېدو مهمه موقع بلل کيږي.
څومره چې د کورنۍ غړي وي او حاضر وي د شمېر په حساب يې په مساوي برخو وېشل کيږي، د نېکمرغه کورنۍ راټولېدنې او بشپړېدنې مانا لري، جوړښت او پخېدل يې دقت غواړي، خوندونه يې له يوې سيمې تر بلې توپير لري، که کومه کورنۍ يا څوک يې د چمتو کولو لپاره وخت نه لري، يا نه شي کولی، نو بيا يې له پلورنځي تيار رانيسي، په دې وخت کې په پلورنځيو کې معمولاً د سپوږمۍ کېکونو پلورنه ګرمه وي، ملګرو، دوستانو ته يې ډالۍ کول هم خورا ارزښتمن بلل کيږي او د ښې دوستۍ مانا لري.
د دې اختر په ورځ بل دود دا هم دی چې د ډوډۍ پر مېز باندې هندواڼه وي، څنډې يې معمولاً د نيلوفر ګل د پاڼو په څېر پرې پرې، زېګ زاګ په يوه اندازه مهارت سره جوړيږي. هندواڼه د نېکمرغۍ، صميميت او راحتۍ مانا لري.
په دې اختر کې خپلوان، دوستان راشه درشه کوي يا هم په پارکونو او مېله ځايونو کې راټوليږي او يا هم په ډله ييزه توګه رسټورانټونو ته ځي، د سيل سيلانۍ ډله ييز فعاليتونه جوړوي. د شعر شاعرۍ، مشاعرو، نکلونو- بنډارونو دايرې جوړوي، چايخانې په کيسو او تماشو باندې ګرمې وي، د سپوږمۍ په ښکلا او رڼا کې د شپې تر ناوخته کښېني. ټلوېزيوني او راډيويي شبکې هم په دې شپه ځانګړې هنري او کلتوري خپرونې وړاندې کوي.
د چينايانو د منځني مني دوديز جشن او د سپوږمۍ اختر پر چين سربېره، د جنوب- ختيځې اسيا هيوادونو او په ځینو هغو سيمو کې چې چيني ژبه، ليک او کلتور سره ګډ ورته ټکي لري، نمانځنه دود لري په دواړو کورياګانو، سينګاپور، جاپان او منګوليا کې د خلکو لوی مهم دوديز اختر دی.
د منځني مني دوديز جشن او د سپوږمۍ اختر د چين تانګ امپراتورۍ په سلسله ۶۱۸ ميلادي کې رامنځ ته شوی دی، د سونګ امپراتورۍ په سلسله کې ۹۶۰ ميلادي کال کې يې پراختيا موندلې ده، د مينګ او چينګ امپراتوريو په سلسلو کې ۱۳۶۸ او ۱۶۴۴ ميلادي کلونو کې د چينايانو د مهمو دوديزو اخترونو په توګه يې عامېدل دود شوي دي.
په ۲۰۰۶ ميلادي کال کې د جون په شلمه نېټه د منځني مني اختر په چين کې د دولت په کچه د لومړۍ کچې د غير مادي کلتوري ميراثونو په لېست کې ثبت شوی دی. په ۲۰۰۸ ميلادي کال کې د منځني مني دوديز اختر د چين د کار او ټولنيزو چارو په قانون کې د عمومي رخصتۍ په توګه ټاکل شوی دی.
څرنګه چې د چين په ارته او پراخه ځمکه کې د بودېزم مخينه اوږده ده او ژورې ريښې لري، د ډېری خلکو باورونه، عقيدې او د ژوند چارې ورسره پېيلې او تړلې پاتې شوې دي، هغه لرغوني تاريخي اثار چې په چين کې د دې مذهب په اړه د اوږدې زمانې راهيسې رامنځ ته شوي، د خلکو باورونو، عقايدو په دودونو او کلتورونو کې يې شتون جوت دی، د بوديزم، تاييزم، کنفوشنېزم، اسلام او عيسويت رنګ بڼه له ورايه پکې محسوسه ده.
که په لرغونې زمانه کې د منځني مني دوديز جشن او د سپوږمۍ اختر نمانځنې شکل او طريقه وګورو، د سپوږمۍ ننداره پکې له مهمو کارونو وه او ده، د دعاوو مراسم تر سره کول د يوبينګ کېک نذر، خوړل او د نيلوفر ګلان چې په چيني ژبه کې ورته ګوی هوا وايي، ژېړ رنګ او ښه بوی لري. په دې وخت کې په شنو ځايونو، باغونو او پارکونو کې ډير ليدل کيږي. په دې توګه د ځینو نورو دودونو اړيکې ورسره پېيلې پاتې کيږي.
د منځني مني دوديز جشن سرچينې په اړه کيسې او روايتونه ډير او بېلابېل دي، په لرغونې زمانه کې په پاچاهي ماڼيو کې به د شکرانې قربانۍ مراسم تر سره کېدل، په دې اړه د اخلاقو ريکارډ په کتاب کې هم يادون شوی دی، پاچاهانو، اشرافو په پسرلي کې چې معمولاً د کرکيلې وخت دی، لمر ته او د مني په وخت کې چې په اکثرو سيمو کې د حاصلاتو راټولولو او تر لاسه کولو وخت دی، سپوږمۍ ته د دعاوو مراسم تر سره کېدل، وروسته دغه مراسم د سردارانو، شتمنو خلکو او د لوړ رتبه مامورينو په کورونو کې دود شول، د عامو خلکو لخوا ومنل شول او په دې توګه د يو دايمي کلني ولسي دود په توګه تر ننه پاتې دی.
په دې اړه بل روايت د منځني مني دوديز جشن سرچينه د کرکيلې د زراعتي پيداوارو او حاصلاتو سره د تړاو درلودلو ښودنه کوي. منی د حاصلاتو راټولو او تر لاسه کولو وخت او موسم دی، د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې د اګست مياشت د مني موسم له نيمايي مودې سره برابر دی، د کرنيزو حاصلاتو، د مېوو پوخوالي موسم دی، له څو پېړيو راهيسې د مني په منځنۍ موده کې د زراعتي نندارتونونو او مېلو جوړېدل دود لري.
د سپوږمۍ په اړه د نړۍ په ډېرو فولکلورونو کې عجيب باورونه او په زړه پورې کيسې شته، وايي لمر په سپوږمۍ باندې ميين شو، پر سپوږمۍ يې دومره ښکلا پيرزو نه شوه او رخه يې پرې راغله، په خټو لړلي لاسونه يې بې اختياره اوچت کړل، د سپوږمۍ پر مخ يې کش کړل، د سپوږمۍ پر مخ باندې هغه تور داغونه او خاپونه چې شته او ليدل کيږي، وايي د خټو هماغه ليکې او نښې دي.